وَمَا لِيَ ۱۱۰۷ ص

فَقَالَ إِنِّي أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَيْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّي حَتَّى تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ﴿۳۲﴾ رُدُّوهَا عَلَيَّ فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوقِ وَالْأَعْنَاقِ ﴿۳۳﴾ وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ ﴿۳۴﴾

نو اوئیل هغه یقیناً‌ زه محبت کوم محبت دمال (اسونو) سره دوجی دیادولو د رب ځما نه (په دی سبب سره) تردی پوری چه پټ شو په پرده کښی ﴿۳۲﴾
واپس ئی کړئ‌ په ماباندی نو شروع شو چه لاس ئی وهلو په پنډو او په سټونو (داسونو) باندی ﴿۳۳﴾
او یقیناً امتحان کړی وؤ مونږ په سلیمان علیه السلام باندی او اچولی وؤ مونږ په کرسئ‌ دهغه باندی یوه جوسه بیا اوگرځیدو اللّه تعالٰی ته ﴿۳۴﴾

[۳۲] په دی کښی جواب د وهم کوی که څوک اعتراض اوکړی چه ددنیا دڅیزونو سره مینه محبت کول گناه دی او داد پیغمبردشان سره مناسب نه دی نوپه دی آیت کښی دهغی جواب دی حاصل جواب دادی چه دا محبت دوجی دذکر د اللّه تعالٰی نه دی (الْخَيْرِ) مال حلال ته وئیلی کیږی اودلته مراد اسونه دجهاد دی او ذِكْرِ نه مراد جهاد فی سبیل اللّه دی (حَتَّى تَوَارَتْ) یعنی اسونه په صفتونو سره هغه ته پیش او معلومات ئی کول چه داد جهاد کولو دپاره لائق دی اوکه نه تردی پوری چه لری لاړل دهغه د نظرنه پټ شول -
[۳۳] روستو دمسابقی نه آسونه ئی دوباره طلب کړل لکه چه داعادت دی دآسونو د تربیت کوؤنکو د هغی پنډئ او څټونه ئی په خپله صاف کړل د دوړونه او اوئی ټپه ول لکه چه دا عادت عامه دی اودا دلیل دنهایت محبت د جهاد دی چه دهغی داسبابو خدمت سلیمان علیه السلام په خپلو لاسونو باندی کوی اوداسی حدیث کښی وارد دی چه زمونږ نبی ﷺ به خپل آس په خپل څادر سره صفا کوو او بل حدیث کښی راغلی دی چه ددی آسونو تندی اوروستو حصه دبدن پاکوئ اوحدیث دعائشه رضی اللّه عنها کښی وارد دی چه ددی آسونو د سلیمان علیه السلام وزری هم وی - اودا حدیث صحیح دی -
[۳۴] روستو دذکر دصفاتو دسلیمان علیه السلام نه ابتلاء‌ ذکرکوی په هغه باره د نفی الوهیت دهغه نه - (فَتَنَّا) فتنه دهرچا دهغه دشان مناسب وی دانبیاؤ فتنه په حکم کښی خطا اجتهادی یا سهواو نسیان راتلل دی اوداگناه نه دی لیکن سبب دخفگان دانبیاؤ دپاره اوگرځی هسی نه چه اللّه تعالٰی به زمونږ نه خفه شی ددی وجی نه دیته فتنه وائی اوپه باره دفتنی دسلیمان علیه السلام کښی صحیح قول دادی کوم چه په حدیث صحیح کښی ذکردی دهغی حاصل دادی چه "سلیمان علیه السلام دجهاد دمحبت دوجی نه اوغوښتله چه خپل اولاد ئی پیدا شی اوهغه به مجاهدین فی سبیل اللّه وی او اوئیل ئی چه زه به نن شپه په ټولو خپلو بیبیانو باندی گرځم اودهغوی نه چه اولا پیداشی هغوی به مجاهدین وی" او انشاء اللّه وئیل ترینه هیرشول نوڅه موده وروستو دولد یوه ټکړه (یعنی ولدئی ناتمام) ده ته راوړی شو اوپه کرسئ دده باندی واچولی شو چه صرف دا ولد ستا دیوی بی بی نه پیداشو او دنورو بیبیانو هیڅ پیدا نشول نوده رایاد شول چه زمانه انشاء اللّه هیرشوی وو داد هغی نتیجه ده نود اللّه تعالٰی نه ئی بخنه اوغوښتله او اللّه تعالٰی ته ئی رجوع اوکړه - بناپه دی دجسد نه مراد ولد ناتمام دی - داصحیح حدیث دی او دانبیاؤ علیهم السلام دقوت نه دابعیده نه ده چه سلو بیبیانو ته یو شپه کښی نزدیکت اوکړی اوبله ضروری خبره داده چه په احادیث د رسول اللّٰه ﷺ باندی په خپل عقل سره تلل جائزنه دی نوصرف په عقل سره ددی حدیث یا د نورو احادیثو صحیحو رد کول ظلم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>