وَمَا لِيَ ۱۱۰۸ ص

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ ﴿۳۵﴾ فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ رُخَاءً حَيْثُ أَصَابَ ﴿۳۶﴾ وَالشَّيَاطِينَ كُلَّ بَنَّاءٍ وَغَوَّاصٍ ﴿۳۷﴾ وَآخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ ﴿۳۸﴾ هَذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۳۹﴾

اوئیل ای ربه ځما بخنه اوکړه ماته اورا اوبخی ماته بادشاهی چه نه خائیگی هیچ چا لره روستو ځمانه یقیناً‌ ته بخشش ورکوؤنکی ئی ﴿۳۵﴾
نوپه خدمت دهغه کښی مو اولگوله هوا روانه به وه په حکم دهغه سره نرمه کوم خوا چه به دی تللو ﴿۳۶﴾
او شیطانان هر آبادی کوؤنکی او غوپی وهونکی ﴿۳۷﴾
او نور چه یوځای به تړلی شوی وؤ په زنځیرونو کښی ﴿۳۸﴾
دا بخشش زمونږ دی نو احسان کوه یائی را ټینگ کړه بغیر د حساب نه ﴿۳۹﴾

[۳۵] دا ادب دی د انبیاء علیهم السلام چه دتواضع او خشوع د اظهار دپاره اود حصول دترقئ د درجاتو دپاره استغفارغواړی دا دلیل په دی باندی نه دی چه سلیمان علیهم السلام څه گناه کړی وؤ - او استغفار سبب دترقئ‌ ددنیا هم دی ددوی وجی نه ددعا د بادشاهئ نه ئی استغفار مخکښی ذکرکړو (وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي) سلیمان علیه السلام ددین د حفاظت دپاره دا سوال کوی او وجه داده چه تمنا دده حاصله نه شوه چه مجاهدین اولاد ئی طلب کول دحفاظت ددین دپاره نو اوس بادشاهی طلب کوی دحفاظت ددین دپاره (لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي) مراد ددی داسی بادشاهی ده چه په سلیمان علیه السلام پوری خاص وی او دلیل په دی باندی حدیث صحیح د بخاری دی مضمون ئی دادی چه نبی ﷺ فرمائیلی دی چه بیگاه شپه یو سرکش پیری په ماپسی دمانځه په حالت کښی راغی مونځ ئی په ماباندی گډوډ کوؤ نو اللّه تعالٰی ماله په هغه باندی قدرت راکړو بیا می اراده اوکړه چه دمسجد په ستن پوری اوتړم چه صبائی تاسو اوینی لیکن ماته دسلیمان علیه السلام دا دعا یاده شوه ددی وجی نه ما اونه تړلو ، نودا حدیث صریح دی چه سلیمان علیه السلام خصوصیت دخپل ځان دپاره طلب کوؤ رمخشری ذکرکړی دی چه مراد ددی خصوصیت نه معجزه ده او معجزه طلب کول دپاره ددی چه تصدیق د توحید او نبوت حاصل شی داد انبیاء علیهم السلام کار دی -
[۳۸،۳۷،۳۶] په دی آیاتونو کښی اشاره ده استجابت د دعا د سلیمان علیه السلام ته اود معجزانه بادشاهئ په طورسره اول هوا مسخرکړی شوه چه په هغی سره به دده تخت دده مقتضی موافق چلیدلو - او دوهم سرکش پیریان مسخرکړی شول چه هغه سخت کارونه ئی کول چه انسانانوبه کولی نشو -
[۳۹] هَذَا کښی اشاره ماقبل بادشاهئ او تسخیر دهوا اود شیاطینو ده (عَطَاؤُنَا) په دی سره وهم دفع کوی چه یهودیانو مشهور کړی وؤ چه سلیمان علیه السلام ساحروؤ او دا تسخیرپه سبب دجادو سره کړی وؤ نو جواب اوشو چه دا بخشش د اللّه تعالٰی دطرف نه وؤ په جادو منتر سره نه وو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>