وَمَا لِيَ ۱۱۰۹ ص

وَإِنَّ لَهُ عِنْدَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۴۰﴾ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا أَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ ﴿۴۱﴾ ارْكُضْ بِرِجْلِكَ هَذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ ﴿۴۲﴾ وَوَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنَّا وَذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ ﴿۴۳﴾ وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۴۴﴾

اویقیناً ده لره زمونږ سره خامخا نزدیکت دی او ښائسته ځای د ورتللو ﴿۴۰﴾
او یاد کړه بنده زمونږ ایوب علیه السلام چه آواز ئی ورکړو رب خپل ته بیشکه زه چه یم رسولی دی ماته شیطان په مرض او تکلیف سره ﴿۴۱﴾
اووهه ځمکه په خپله خپه باندی دا ځای دلامبو دی یخ او اوبه دڅکلو دی ﴿۴۲﴾
او اوبخلو دمونږده ته بال و بچ دده اوپه شان دهغوی ورسره دوجی د رحمت زمونږ نه او نصیحت خالص عقل والو لره ﴿۴۳﴾
او اونیسه په لاس خپل کښی جارو نو اُوهه په هغی (بی بی خپله) او قسم مه ماتوه یقیناً موندلی وؤ مونږ دی صبرناک ښه بنده وؤ یقیناً دی ورگرځیدونکی وؤ اللّه تعالٰی ته ﴿۴۴﴾

[۴۰] اشاره ده چه دغه دنیوی نعمتونه سبب دلری والی د اللّه تعالٰی نه او دجنت نه نه وو لکه چه د نورو سرمایه دارو مالداری منافی وی دآخرت سره -
[۴۱] دا دریمه قصه ده د داؤد علیه السلام ابتلاء په باره د شرعی فیصلو کښی وه او د سلیمان علیه السلام اتبلاء‌ په باره د محبت جهاد کښی وه او د ایوب علیه السلام ابتلاء په نفس دده کښی وه یعنی په بدن او مال کښی - او اول دواړه بادشاهان او عابدان وؤ او ایوب علیه السلام سرمایه دار او عابد وؤ - اوهرکله چه مقصد په ابتلاء کښی اثبات دعبدیت دی ددی وجی نه دهغه صفت ئی ذکرکړو په عَبْدَنَا، سره اوتفسیر دعبدیت يی ذکرکړی په دی قول سره (إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ) دقتاده قول دی چه شربینی نقل کړی دی چه نُصبٍ مرضونه بدنی دی - اوعذاب مصبتونه خارجی د هلاکت د اهل او د مال دی - شیطان په نسبت کولو کښی صحیح قول دادی چه افعال دخیر اوشر د ایمان او کفر طاعت او معصیت ټول په خلق د اللّه تعالٰی سره دی لیکن ادب دادی چه دشر نسبت اللّه تعالٰی ته نه دی په کار او شیطان ته د نسبت وجه داده چه په تکالیفو او مصیبتونو د صالحینو سره شیطان خوشحالیږی او سبب گرځی دهغه د وسوسو لکه چه نسیان نسبت یوشع علیه السلام شیطان ته کړی دی -
[۴۲] دا استجابت ددعا د هغه دی او طریقه دعلاج ده د اللّه تعالٰی دطرف نه (ارْكُضْ بِرِجْلِكَ) رکض په پونده او خپه باندی یو شی وهل دی - او تفسیر قرطبی کښی سخت رد ئی کړی دی په هغه متصوفه گمراهانو چه ددی لفظ نه استدلال کوی چه گډا کول جائزدی او دا عین تحرف معنوی دی او مونږپه تفسیر د لاتمش فی الارض مرحا کښی ددی تردید ذکرکړی دی (هَذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ) دا طریق دعلاج دبدن ده چه په غسل سره به ظاهری مرضونه زائل شی اوپه څکلو سره به د باطن مرضونه زائل شی -
[۴۳] دا استجابة ددعا په باره د اهل کښی دی چه اهل دهغه گډوډ شوی وؤ یا مړشوی وؤ اللّه تعالٰی بیا راجمع یا ژوندی کړل داهم معجزه ده (ذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ) نصیحت دادی چه په صبرکښی کامیابی ده او رحمت د اللّه تعالٰی واسع دی دهغه نه ناامیدی جائز نه ده او تضرع او عاجزی اللّه تعالٰی قبلوی -
[۴۴] دا تدبیر دی دپاره دبچ کیدلو ایوب علیه السلام لره دقسم د ماتولونه چه هغه قسم کړی وؤ چه زه دا ښځه سل دری وهم او ددی ښځی د وهلو په سبب کښی ډیر اقوال دی اصل په کښی دادی چه ابلیس دیته ممثل شو په شکل دیو طبیب ئی ورته اوئیل چه زه به ستا دمرض علاج اوکړم اوهیڅ اجرت نه غواړم سیوا ددی نه چه هغه به یو پسکوری زما په تقرب سره ذبح کړی یا ته به اوائی چه دا شفا ورلره تا ورکړی ده دهغی بی بی په دی باندی فکر رانغی چه دا څوک دی او څه ئی اوئیل خو هغه خبره ئی ایوب علیه السلام ته اورسوله هغه ډیرغصه شو اوئیل ئی زه به تا سل دری اوهم - لیکن هرکله چه دهغی ښځی په دی خبره باندی عقیده او عمل نه وو کړی صرف ایوب علیه السلام ته ئی را اورسوله نوهغه مجرمه نه وه نودهغی وهل په سل درو سره ظلم جوړیدو اوکه بالکل ئی وهل دهغی منع کړی وی نو ایوب علیه السلام په قسم کښی حانث کیدلو نو اللّه تعالٰی داسی تدبیر او مخرج هغه ته اوخایو چه په هغی سره ښځه د ظلم نه بچ شی او ایوب علیه السلام به دقسم ماتولو نه بچ شی (ضِغْثًا) هغه جاروته وئیل کیږی چه په هغی سل کنړکی وی یاهغه څانگی ته وئیلی کیږی چه مشتمله وی په سلو وړو څانگو باندی -
فائده: ایوب علیه السلام ته چه کومه طریقه اوخودلی شوه دی ته په شرع کښی مخرج وئیلی کیږی حیله وئیل ورته مناسب نه دی ځکه چه هیله اگرچه په لغت کښی مطلق تدبیر خفی ته وئیل کیږی لیکن اکثر استعمال ددی په هغه طریقه سره دی چه په هغه کښی خباثت وی او دا ذکرکړی دی راغب په مفردات القرآن کښی بیا په دی طریقه کښی دعلماؤ اختلاف دی دمجاهد او عطاء‌ نه نقل دی چه داپه ایوب علیه السلام پوری خاص ده اوبعضووئیلی دی چه دا رخصت باقی دی په حدود او ایمان (قسم) کښی زمونږ په شریعت کښی ځکه چه حدیث د مخدج (ناقص الخلقة) چه زنائی کړی وه او غیرمحصن وؤ نو نبی ﷺ دهغه د وهلو دپاره داسی طریقه خودلی وه او ایمان ئی په دی باندی قیاس کړی دی او اصح داده چه په حدود کښی په وخت د ضرورت کښی جائزده دوجی دحدیث نه اوپه ایمان کښی دا طریقه جائزنه ده ځکه چه دلیل شرعی نیشته اوبله دا چه کفاره زمونږ په شریعت کښی شته دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>