وَمَا لِيَ ۱۱۱۰ ص
وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ ﴿۴۵﴾ إِنَّا أَخْلَصْنَاهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ ﴿۴۶﴾ وَإِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الْأَخْيَارِ ﴿۴۷﴾ وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ وَكُلٌّ مِنَ الْأَخْيَارِ ﴿۴۸﴾
او یاد کړه بندگان زمونږ ابراهیم او اسحاق او یعقوب علیهم السلام خاوندان د لاسونو وؤ (عملونه) او دسترگو وؤ (علم) ﴿۴۵﴾
یقیناً غوره کړی وؤ مونږ دوی په غوره والی سره چه یادول دکور روستنی دی ﴿۴۶﴾
او یقیناً دوی په نیز زمونږ خامخا دصفا کړی شوی غوره خلقو نه وؤ ﴿۴۷﴾
او یاد کړه اسماعیل او الیسع او ذوالکفل علیهم السلام اودا ټول وؤ د غوره خلقو نه ﴿۴۸﴾
[۴۷،۴۶،۴۵] دا ذکر دابتلاءاتو دی اجمالاً په دغه دری انبیاء علیهم السلام باندی دهغوی د ابتلائاتو بیان په نورو سورتونو کښی راغلی دی اومقصد په دی کښی اثبات دعبدیت ددوی دی ددی وجی نه لفظ عِبَادَنَا، ئی ذکرکړی دی (وَالْأَبْصَارِ) مراد ترینه بصیرت قلبیه دی یعنی خاوندان دعلم او دمعرفت الٰهیه وو اوپه دی صفتونو ذکرکولو کښی لطیفه اشاره ده چه کوم خلق ددوی مخالفت کوی نودهغوی مثال داسی دی چه لاسونه او سترگی نه وی - خطیب شربینی وئیلی دی دا دلیل دی چه انبیاء علیهم السلام دگناهونونه پاک دی ځکه چه په مطلق اصطفاء سره د مطلق خیریة نه دلالت کوی په عصمت باندی -
[۴۸] دا دری انبیاء علیهم السلام ذکر کوی اشاره ده ددوی ابتلاء اتو اوپه هغی باندی صبر کولو ته - د اسماعیل علیه السلام د وړوکوالی ابتلاء اوصبر سورة صافات کښی ذکرشوی دی او د الیسع بن اخطرب او ذوالکفل (بشیربن ایوب) تفصیل حالات اللّه تعالٰی ته معلوم دی (مِنَ الْأَخْيَارِ) کښی اشاره ده ددوی مصیبتونو ته په دعوت الی اللّه کښی اوپه هغی باندی صبرکول او نور اعمالو صالحوته -