وَمَا لِيَ ۱۱۱۱ ص
هَذَا ذِكْرٌ وَإِنَّ لِلْمُتَّقِينَ لَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۴۹﴾ جَنَّاتِ عَدْنٍ مُفَتَّحَةً لَهُمُ الْأَبْوَابُ ﴿۵۰﴾ مُتَّكِئِينَ فِيهَا يَدْعُونَ فِيهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ وَشَرَابٍ ﴿۵۱﴾ وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ أَتْرَابٌ ﴿۵۲﴾ هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوْمِ الْحِسَابِ ﴿۵۳﴾ إِنَّ هَذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِنْ نَفَادٍ ﴿۵۴﴾ هَذَا وَإِنَّ لِلطَّاغِينَ لَشَرَّ مَآبٍ ﴿۵۵﴾ جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۵۶﴾ هَذَا فَلْيَذُوقُوهُ حَمِيمٌ وَغَسَّاقٌ ﴿۵۷﴾ وَآخَرُ مِنْ شَكْلِهِ أَزْوَاجٌ ﴿۵۸﴾ هَذَا فَوْجٌ مُقْتَحِمٌ مَعَكُمْ لَا مَرْحَبًا بِهِمْ إِنَّهُمْ صَالُو النَّارِ ﴿۵۹﴾ قَالُوا بَلْ أَنْتُمْ لَا مَرْحَبًا بِكُمْ أَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا فَبِئْسَ الْقَرَارُ ﴿۶۰﴾ قَالُوا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا هَذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِي النَّارِ ﴿۶۱﴾
دا (یوقسم) ذکر دی او پوهه شئ چه متقیانو د پاره ښائسته ځای دورتللو دی ﴿۴۹﴾
جنتونه ددیره کیدلو پرانستی شوی به وی دوی ته دروازی ﴿۵۰﴾
تکیه به وهلی وی دوی په هغی کښی غواړی به دوی په هغی کښی میوی ډیری او څکل ﴿۵۱﴾
او ددوی سره به وی بندوونکی د سترگو خپلو په خاوندانو باندی همزولی ﴿۵۲﴾
دا هغه دی چه وعده کیدی شوه تاسو سره دپاره دورځ دحساب ﴿۵۳﴾
یقیناً دا بخشش زمونږ دی نیشته ده لره هیڅ خلاصیدل ﴿۵۴﴾
دا بل قسم ذکردی او یقیناً سرکشانو دپاره بد ځای دورتللو دی ﴿۵۵﴾
جهنم دی ورداخلیږی به دوی هغی ته نو ناکاره د آرام ځای دی ﴿۵۶﴾
دا خو اوڅکئ خوټکیدلی اوبه دی او وینی زوی دی ﴿۵۷﴾
اونور عذابونه دی ددی په شان قسماقسم ﴿۵۸﴾
دا یوه ډله ده ورننوځی تاسو سره (اووائی به مشران) مرحبا (خوشحالی) نیشته دوی لره یقیناً دوی داخلیږی به اورته ﴿۵۹﴾
دوی به اوائی بلکه تاسو مرحبا نیشته تاسو لره تاسو را مخکښی کړی دی دا مونږته نو ناکاره ځای دی ﴿۶۰﴾
اوبه وائی دوی ای ربه ځمونږه چاچه را مخکښی کړی مونږ ته دا نو زیات کړی هغه لره عذاب دوچند په اور کښی ﴿۶۱﴾
[ د ۴۹ نه تر ۵۴ پوری] روستو دبیان د ابتلاء اتو د انبیاء علیهم السلام نه بشارت اخرویه ذکرکوی دی انبیاؤ او ددوی تابعدارانو لره او لفظ دمتقین کښی دا ټول داخل دی - اوپه دی بشارت کښی لس امورذکرکوی - (وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ) دبیان دمکان اوخوراک او څکاک نه روستو دبیبیانو ذکرکوی او نظرکول د ښځی خپل خاوند ته چه بل چاته نه گوری اشاره ده ددوی ډیروالی د حیا او محبت کولوته د خاوندانو سره - اتراب یعنی په عمرکښی او په حسن او جمال کښی ټولی یوشان دی په روایت د ابن عباس رضی اللّه عنهما کښی راغلی دی چه د ټولو عمر به دری دیرش کلونه وی یاداچه دخاوندانو سره به هم عمروی (إِنَّ هَذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِنْ نَفَادٍ) مراد ددی نه دوام دجنت او دنعمتونو دهغی اود اهل جنت دی -
[د ۵۵ نه تر ۶۴] پوری - دا تخویف اخروی دی په مقابل دبشارت دمتقینو کښی اودا هم مشتمل دی په لس حالات قبیحه د اهل جهنم (وَإِنَّ لِلطَّاغِينَ) مراد ددی نه کامل طغیان والا دی یعنی مشرک (غَسَّاقٌ) هغه گندگی چه بهیږی به د بدنونو او د زخمونو د جهنم والو نه یا مقابل دحمیم دی یعنی ډیریخ چه د ډیریخ والی دوجی نه سوزول کوی اوحدیث دترمذی کښی وارد دی که چیری یوه بوقه دغساق نه په دنیا کښی توی کړی شی نوټول دنیا والا به بدبویه شی (هَذَا فَوْجٌ مُقْتَحِمٌ مَعَكُمْ) دا ذکر دبرائت د الٰهو باطلو او عابدانو دهغوی دی دیوبل نه - یعنی هرکله چه ملائکو را روان کړی وی او دهغوی نه به ئی روستو داخلوی نو ملائک به اوائی مشرانوددوی ته (هَذَا فَوْجٌ) غټ جماعت ته فوج وائي (مُقْتَحِمٌ) په زوره داخلولو سره تنگ ځای کښی ته اقتحام وائی - ځکه چه ددوی ځایونه به په جهنم کښی تنگ وی (لَا مَرْحَبًا بِهِمْ) دا قول ددوی دمشرانو دی اودا دعاءِ شر ده یعنی دوی له دی فراخی نصیب نه شی یا جملیه خبریه ده - (قَالُوا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا) تقدیم په طریقه ددعوت سره دی یعنی څوک چه داعی وی شرک ته نوهغه دپاره دوچند عذاب په کاردی لکه سورة احزاب (۶۸) کښی تیرشوی دی (وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَى رِجَالًا) دا قول دکشرانو او مشرانو ټولو دی او دی کښی اشاره ده لکه چه ددوی تابعدارئ کولو نتیجه ناکاره ښکاره شوه نو دارنگ ددوی داگمان هم غلط ثابت شو چه دوی به توحید والو ته أَشْرَار وئیل او حال دادی چه هغوی په جهنم کښی نیشته معلومه شوه چه هغوی اخیار وو اودا عادت دجاهلانو اوس هم جاری دی چه دوی داعیانو دتوحید اوسنت او هرحق پرستو ته شریان وائي خوقیامت کښی به دوی ته معلومه شی -