وَمَا لِيَ ۱۱۱۲ ص

وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَى رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِنَ الْأَشْرَارِ ﴿۶۲﴾ أَتَّخَذْنَاهُمْ سِخْرِيًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْأَبْصَارُ ﴿۶۳﴾ إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ ﴿۶۴﴾ قُلْ إِنَّمَا أَنَا مُنْذِرٌ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۶۵﴾ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ ﴿۶۶﴾ قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِيمٌ ﴿۶۷﴾ أَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ ﴿۶۸﴾ مَا كَانَ لِيَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَإِ الْأَعْلَى إِذْ يَخْتَصِمُونَ ﴿۶۹﴾ إِنْ يُوحَى إِلَيَّ إِلَّا أَنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۷۰﴾

او دوی به اوائی څه وجه ده مونږ لره چه نه وینو هغه سړی چه شمارل به مونږ هغوی لره دشروالونه ﴿۶۲﴾
آیا گرځولی وؤ مونږ هغوی لره مسخره کړی شوی یا کږی دی ددوی نه سترگی زمونږ ﴿۶۳﴾
یقیناً دا واقعی خبره ده جگړه ده د اوروالو ﴿۶۴﴾
ته اوایه زه ویره درکوؤنکی یم او نیشته حق دار دبندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه چه یو دی زورآور دی ﴿۶۵﴾
رب د آسمانونو او دځمکی دی او د مینځ ددی دواړو زورآور دی بخنه کوؤنکی دی ﴿۶۶﴾
ته اوایه دا خبر لوی شان والا دی ﴿۶۷﴾
تاسو دده نه مخ گرځوؤنکی ئی ﴿۶۸﴾
نیشته مالره هیڅ علم په مجلس اوچت کښی کله چه هغوی کورنئ کښی خبری کولی ﴿۶۹﴾
وحی نه کیږی ماته مگر ددی وجی نه چه زه ویره ورکوؤنکی ښکاره یم ﴿۷۰﴾

[۶۶،۶۵] دا دعویٰ دتوحید ده تفریع ده په ماقبل بیان باندی او دا متعلق دی د ابتداء‌ دسورة سره په ذکر دصدق رسول او توحید سره اود اثبات دتوحید دپاره ئی پنځه اسماء الٰهیه ذکرکړی دی -
[۶۸،۶۷] دا بیان دعظمت شان د مسئلی دتوحید دی اوورسره زجر دی اعراض کوؤنکوته -
[۶۹] ددی آیت نه تر آخره پوری دریم باب دی په دی کښی صدق درسول بیانوی په نفی دعلم غیب سره دهغه نه - بیا ذکر دابتلاء‌ دی ملائکو او ابلیس باندی په امرد سجود سره آدم علیه السلام ته او آخرکښی صدق د رسول او قرآن ذکرکوی دپاره دموافقت د اول دسورة سره - په دی (۶۹) کښی صدق درسول ذکرکوی دپاره د رد په معرضینو چه تیرشوی آیت کښی هغوی ته زجر وؤ حاصل داچه تاسوپه څه وجی سره اعراض کوئ حال دادی چه دی پیغمبر په خپل علم سره داخبری نه دی کړی بلکه په وحی سره ورته خبر ورکړی شوی دی - ددی آیت په تفسیر کښی مشهور دوه قولونه دی - اول قول دادی چه (بِالْمَلَإِ الْأَعْلَى) نه مراد ملائک دی او اختصام نه مراد بحث کول دی د ملائکو او د اللّه تعالٰی په باره داسختلاف د آدم علیه السلام او د سجدی کښی چه په سورة بقره کښی ذکرشوی دی - اختصام صرف سوال او جواب ته وئیلی کیږی جگړه پوری خاص نه دی دوهم قول حدیث دی په روایت دعبدلرحمٰن بن عائِش سره چه ترمذی او حاکم او تفسیرخازن او قرطبی وغیرهم دلته ذکرکړی دی او اختصام په کفاراتواو رفع درجاتو کښی دی لیکن اول قول صحیح دی ځکه چه روستو دهغی نه ذکر را روان دی په (إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ) سره دوهم داچه دغه حدیث ثابت نه دی تفصیل ئی په تفسیرخازن کښی دی -
[۷۰] په دی کښی سبب دعلم د نبی ﷺ ذکرکوی چه هغه وحی ده او علم چه سبب ته محتاج وی هغه ته شرعاً علم غیب نشی وئیلی کیدی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>