وَمَا لِيَ ۱۱۱۸ الزمر
وَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِنْهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِنْ قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ ﴿۸﴾ أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۹﴾
اوکله چه اورسی انسان ته تکلیف نورابلی رب خپل اخلاص کوؤنکی هغه ته بیا چه کله ورکړی هغه ته نعمت دخپل طرف نه هیرکړی هغه چه ده به رابلنه کوله (د اللّه تعالٰی) هغی ته ددی نه مخکښی اوجوړکړی دی اللّه تعالٰی لره شریکان ددی دپاره چه گمراه کوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه ته اوایه مزی واخله په کفرخپل سره لږه زمانه یقیناً ته د اوروالونه ئي ﴿۸﴾
آیا هغه څوک چه طاعت کوؤنکی وی په وختونو دشپی کښی سجده کوؤنکی او اولاړ ویره کوی دآخرت نه او امید ساتی دامید درب خپل نه ته اوایه آیا برابر دی هغه کسان چه علم لری او هغه کسان چه علم نه لری یقیناً نصیحت قبلوی خالص عقل والا ﴿۹﴾
[۸] دا زجردی مشرک ته چه هغه فریق اول دی په تناقض دمعاملی دده سره چه په حالت دضرر کښی اللّه تعالٰی ته فریادونه کوی اوپه حالت دنعمت کښی شرک کوی (مُنِيبًا إِلَيْهِ) په معنیٰ داخلاص او دتوحید دی یعنی په آوازکولو کښی ورسره شریک نه جوړوی (قُلْ تَمَتَّعْ) یعنی سره دشرک او دکفرنه اللّه تعالٰی دده دعاگانی قبلوی اونعمتونه ورکوی - دادنیا متاع او فائدی دی چه کافرانو ته هم ورکیدی شی دا دلیل نه دی چه دی دحق تابع دی -
[۹] په دی کښی حال دفریق ثانی ذکرکوی په طریقه دتقابل ددواړو ډلو سره په صفتونو دعمل او دعلم کښی - د مؤمن دری عملی صفتونه ئی ذکرکړی دی اول صفت قَانِت دی مراد دقنوت نه طاعت دی (آنَاءَ اللَّيْلِ) هرکله چه دشپی قیام او مونځ کوی نومعلومه شوه چه دورځی خامخا کوی اوداصفت محبت دی - دوهم صفت (يَحْذَرُ الْآخِرَةَ) دا صفت دخوف دی دریم (وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ) دا صفت درجادی - هرکله چه په دی سورة کښی مسئله دعبادت ده نوپه دی آیت کښی دعبادت اجزاء ئی ذکرکړل (قُلْ هَلْ يَسْتَوِي) دا فرق دی په صفت دعلم او عدم علم کښی یعنی مؤحد چه دری صفتونه مخکنی لری دی عالم دی او مشرک چه دغه صفتونه په کښی نیشته هغه جاهل دی اوپه دی کښی اشاره ده چه کوم عالم کښی دغه دری صفتونه نه وی نودی هم په نیز د اللّه تعالٰی جاهل دی اودا دلیل دی په فضیلت د علم باندی لیکن مراد علم نه علم دتوحید اوشریعت دی سره دعمل نه لکه ابوحیان وئیلی دی چه مراد دعلم نه هغه دی چه معرفت د اللّه تعالٰی پری حاصلیږی اود سخط د اللّه تعالٰی نه پری بچ کیږی -