وَمَا لِيَ ۱۱۱۹ الزمر

قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۱۰﴾ قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ ﴿۱۱﴾ وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۱۲﴾ قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۳﴾ قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَهُ دِينِي ﴿۱۴﴾

ته اوایه ای بندگانو ځما هغه کسان چه ایمان ئی راوړی ویره کوئ درب خپل نه دپاره دهغه کسانو چه اخلاص ئی کړی دی په دی دنیا کښی ښائسته حال دی او ملک (ځمکه) د اللّه تعالٰی فراخه ده یقیناً پوره به ورکیدی شی صابرانو ته ثواب دعملونو دهغوی بی حسابه ﴿۱۰﴾
ته اوایه یقیناً حکم کړی شوی دی ماته چه بندگی کوؤم د اللّه تعالٰی چه خالص کوؤنکی یم هغه لره بندگی ﴿۱۱﴾
اوحکم کړی شوی دی ماته چه یم دی زه ړومبی د مسلمانانونه ﴿۱۲﴾
ته اوایه یقیناً زه ویریږم که چیری نافرمانی اوکړم دحکم درب خپل دعذاب دورځی لوئ نه ﴿۱۳﴾
ته اوایه اللّه تعالٰی لره بندگی کوؤم خالص کوؤم هغه لره بندگی خپله ﴿۱۴﴾

[۱۰] هرکله چه بیان کړی شو اوچت شان دایمان والو اوس دهغوی فرائض ذکرکوی - تقویٰ ، احسان، هجرت، صبراو په دی باندی بشارت بیانوی (قُلْ يَا عِبَادِ) دا امردی رسول اللّٰه ﷺ ته په رسولو د خطاب د اللّه تعالٰی سره مؤمنانوته ځکه چه کلام درسول کلام دمرسل وی یعنی اوایه ای رسوله ځما د طرف نه (چه اللّه تعالٰی وائي) ای بندگانو ځما - اوقول دجاهلانو غلط دی چه هغوی وائي چه ددی آیت نه معلومه شوه چه مونږه مؤمنان بندگان درسول یو ځکه دا ددی سورة ددعوی نه خلاف هم راځی چه فاعبداللّه مخلصاً له الدین، نو داقول دجاهلانو تحریف او اثبات دشرک دی (وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ) دا ترغیب دی هجرت کولو ته یعنی هرکله چه امر دتقویٰ اوترغیب احسان ته ذکرکړی شو نووهم راغی چه بعضی وخت په یو ملک کښی په دی عمل کول گران شی نوخلاف کول به جائزوی؟ نوجواب اوشو چه خلاف به نه کوی بلکه هغه ملک دی پریږدی په هجرت کولوسره اوهرکله چه دهجرت په تکالیفوباندی صبرکولو ته ضرورت دی نوورپسی جمله کښی دهغوی بشارت ذکرکړی شو -
[۱۴،۱۳،۱۲،۱۱] دا وحی دلیلونه دپاره د دعوی دسورة دی چه توحید فی العبادت دی اودی ته طریقی دتعلیم وئیلی کیږی اوجواب دسوال دی یعنی هرکله چه موحد هجرت کوی نومشرکین سوال کوی چه هجرت ولی کوی نودی به اوائي چه ماموریم په توحید فی العبادت سره اوهغه په دی ملک کښی مشکل دی ځکه هجرت کوؤم بیا سوال اوشو چه اعمال قلبیه پټ کیدی شی هغه کوه لیکن ظاهری اعمال مه کوه نوهجرت ته حاجت نه راځی نودی به جواب اوکړی (وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ) مراد اسلام نه ظاهری عملونه دی چه دا هم ماموربها دی دا زه نه شم پریخودلی - بیا سوال راغی چه اگرچه تاته امرشوی دی لیکن کیدی شی چه دا امردوجوب دپاره نه وی نومخالف کول ترینه جائزدی نوجواب به اوشی په دی جملی سره (قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ) یعنی ددی امرخلاف کول سبب دلوی عذاب دی - بیاروستو دسوال جواب نه بیان دجداوالی دلاری دمؤحد او دمشرک دی په دی لفظ سره (قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَهُ دِينِي) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>