وَمَا لِيَ ۱۱۲۰ الزمر
فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُمْ مِنْ دُونِهِ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ ﴿۱۵﴾ لَهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ ﴿۱۶﴾ وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ ﴿۱۷﴾ الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۱۸﴾ أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ أَفَأَنْتَ تُنْقِذُ مَنْ فِي النَّارِ ﴿۱۹﴾
نوبندگئ کوئ د هغه چاچه غواړئ تاسو سیوا د اللّه تعالٰی نه ته اوایه یقیناً پوره تاوان کښی دی هغه کسان چه تاوانی کړل ځانونه اوبال بچ خپل لره په ورځ دقیامت خبرشئ دا تاوان ښکاره دی ﴿۱۵﴾
دوی لره به دپورته طرف ددوی نه سوری وی داورنه اولاندی ددوی به سوری وی دا ویره ورکوی اللّه تعالٰی په دی سره بندگانو خپلوته ای بندگانو ځما نوویره کوئ ځمانه ﴿۱۶﴾
اوهغه کسان چه ډډه کوی دهرطاغوت دبندگئ کولو دهغه نه اوگرځی اللّه تعالٰی ته په اخلاص سره دوی لره خوشحالئ دی نوزیری ورکړه بندگانو ځما ته ﴿۱۷﴾
هغه کسان دی چه غوږ کیدی وینا ته نو تابعداری کوی د ډیرښائسته د هغی نه دغه کسان هغه دی چه هدایت کړی دی دوی ته اللّه تعالٰی اودغه کسان دوی خالص عقل والادی ﴿۱۸﴾
آیا هغه څوک چه پوره شوی وی په هغه باندی فیصله دعذاب نو آیا ته به بچ کړی هغه چا لره چه په اورکښی همیشه دی ﴿۱۹﴾
[۱۶،۱۵] مخکښی ئی لار دمؤحد ذکرکړه نوپه دی کښی لار د مشرک ذکرکوی چه عبادت کول د ماسوی اللّه دی اومقصد په دی امر کښی زجردی ددی وجی نه ورپسی تخویف دعذاب ئی ذکرکړی دی - اوورپسی دخسران تفصیل ذکرکوی په (لَهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ) سره یعنی اور دجهنم به په دوی باندی د هرطرف نه احاطه کوی ظُلَلٌ نه مراد طبقی دی په شان دغټو وریځو اوپورته ظلل ته غواش او لاندی ته مهاد وئیلی شوی دی په سورة اعراف (۴۱) کښی - بیا سوال راغی چه په دی عذابونو ذکرکولو کښی څه فائده ده عنادیان خونه منی نوجواب ئی اوکړو په (ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ) سره یعنی ددی نه فائده انابت والا کسان اخلی بیائي ددی عذابونونه دبچ کیدلو طریقه بیان کړه (يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ) سره -
[۱۸،۱۷] مخکښی حال دفریق دمنکرینو ذکرشو سره دتخویف نه نو اوس په مقابله دهغوی کښی ذکرکوی حال دمؤحدینو اوهغوی ته بشارت او دهغوی شپږ صفتونه ذکرکوی (الطَّاغُوتَ) مبالغه ده په طغیان کښی په حقیقت کی هغه چاته وئیلی کیږی چه ډیرزیات سرکش او گمراه وی شیطان انسی او جنّی په کښی داخل دی اومجازاً هرمعبود من دون اللّه باندی اطلاق کیږی لکه بتان، قبرونه داولیاؤ وغیره ځکه عبادت ددوی سبب دگمراهئ دی دا اطلاق دسبب دی په مسبب باندی دا خطیب شربینی په سراج المنیرکښی لیکلی دی (لَهُمُ الْبُشْرَى) په زړه کښی به خوشحاله وی په دنیا کښی او په وخت د ځنکدن کښی به ملائک بشارت ورکوی اودارنگ په وخت بعث بعدالموت اومیدان حشر اوموقف د حساب کښی دی ټولو ته عام دی ځکه ئی مطلق ذکرکړی دی، د (الْقَوْلَ) نه مراد قرآن اوحدیث دی داپه توجه سره آوری ځکه استماع قصد د آوریدلوته وئیلی کیږی یا مراد دقول نه مطلق خبری دی حق او باطل بی دلیله او په دلیل سره، ښه اوبدی - نوددی استماع کوی دپاره ددی چه حق اوباطل په کښی معلوم کړی - (فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ) یعنی دعلم نه روستو عمل کول دی هرکله چه مراد دقول نه قرآن اوحدیث وی نومراد داحسن نه مقابل دحسن اود جائزدی اوهغه په عباداتو معاملاتوکښی شته - مثلاً په مونځ کښی احسن دادی چه پوره مشتمل وی په شرطونو او ارکانو اوموافق وی دسنت د نبی ﷺ سره اوپه اختلافی مواضعوکښی په راجح طریقه باندی عمل وی اوکه مشتمل وی په مکروهاتوباندی نوجائزبه شی لیکن احسن نه دی دارنگ په معاملاتوکښی په چا باندی دین (قرض) وی نوچه معاف ئی کړی یا ورله مهلت ورکړی اودارنگ په مذاهبوکښی چه کوم مذهب د دلیل په لحاظ سره راجح وی په هغی باندی عمل اوکړی اودارنگ یوطرف ته اصح حدیث اتفاقی وی اوبل طرف ته صحیح حدیث اختلافی وی لکه احادیث د رفع الیدین په مونځ کښی ماسیوا داول تکبیرنه دا صحیح اتفاقی دی اواحادیث دترک رفع الیدین اختلافی صحیح دی - اودارنگ واجب مقدم کوی په مستحب باندی اومستحب مقدم کوی په مباح باندی نوداټول کارونه احسن دی - اوهرکله چه مراد د الْقَوْلَ، نه مطلق وی نوداحسن نه مراد مقابل د سیئ (بدئ) دی یعنی مسائل او احکام او خبری هرقسم آوری لیکن عمل په هغی باندی کوی چه په دلیل شرعی سره ثابت وی - نوپه دی کښی اشاره ده چه سره دعلم نه په چا پسی بی دلیله تقلید نه کوی -
[۲۰،۱۹] په دی دواړه آیاتونوی کښی مقابله دفریقینو په جزا سزا کښی بیانوی اول تخویف دی او دوهم بشارت دی (كَلِمَةُ الْعَذَابِ) مرا ددی نه فیصله دتقدیر ده په اشقیاؤ باندی یامراد ترینه هغه قول دی چه په آخردسورة ص (۸۵) کښی ذکرشوی دی (لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا) په دی کښی بشارت ذکرکوی دوهم فریق لره هرکله چه په (۱۶) کښی دمنکرینو دپاره عذاب دبره طرف او لاندی طرف نه ذکر کړی وؤ نوپه دی آیت کښی دجنتیانو دپاره لاندی باندی غرف ذکرکوی (لٰکن) تفسیرقرطبی کښی وئیلی دی چه دا لَکن دلته د استدراک دپاره نه دی ځکه چه مخکښی نفی نیشته بلکه دپاره دانتقال دیو قصی نه بل قصی ته دی (مَبْنِيَّةٌ) دا لفظ ددی فائدی دپاره دی چه ددنیا د بنگلوچتونه چه څومره اوچت ځی نوکمزوری وی اودجنت چتونه ټول مضبوط او محکم دی اوپه حدیث مرفوع کښی وارد دی چه بخاری او مسلم نقل کړی دی چه به اهل غرف دخپل ځان نه اوچت داسی وینی لکه چه ستوری چمکدار دنورو ستورو نه په مشرق یا مغرب کښی پاتی شوی وی اوتاسوئی وینئ داد وجی دفرق دمرتبو ددوی دی یوتربله دوی اوئیل یا رسول اللّٰه دغه منازل به د انبیاء علیهم السلام وی هغه اوفرمائیل نه بلکه قسم په هغه ذات چه ځما نفس دهغه په لاس کښی دی دا هغه سړی دی چه ایمان ئی په اللّه تعالٰی باندی راوړی دی اوتصدیق درسولانو ئی کړی دی -