وَمَا لِيَ ۱۱۲۱ الزمر
لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِنْ فَوْقِهَا غُرَفٌ مَبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ ﴿۲۰﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُ حُطَامًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ ﴿۲۱﴾ أَفَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِنْ رَبِّهِ فَوَيْلٌ لِلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۲۲﴾ اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۲۳﴾
لیکن هغه کسان چه ویره کوی درب خپل نه دوی لره بالاخانی دی چه پورته دهغی نه نوری بالاخانی دی پخی بهیږی لاندی دهغی نه نهرونه وعده کړی ده اللّه تعالٰی خلاف نه کوی اللّه تعالٰی دوعدی خپلی نه ﴿۲۰﴾
آیا نه گوری ته چه یقیناً اللّه تعالٰی راوروی د آسمان دطرف نه اوبه نو چلوی هغی لره چینی په ځمکه کښی بیا راوباسی په هغی سره فصل چه مختلف دی رنگونه دهغی بیا اوچ شی نووینی ته هغه زیړبیا اوگرځوی هغی لره مات رامات یقیناً په دی کښی خامخا نصیحت دی خالص عقل والولره ﴿۲۱﴾
آیا نوهغه څوک چه پرانستی وی اللّه تعالٰی سینه دهغه دپاره داسلام نوهغه په رنړا باندی دی دخپل طرف نه نو تباهی ده هغه چالره چه سخت دی زړونه دهغوی (دآوریدلو) د ذکرد اللّه تعالٰی نه دغه کسان په گمراهئ ښکاره کښی دی ﴿۲۲﴾
اللّه تعالٰی نازل کړی دی ډیر ښائسته خبری چه کتاب دی یوشان بیا بیا بیانیږی ویخته جگیږی (غونی زیږ زیږ کیږی) دهغه نه په څرمنو دهغه کسانو چه ویره کوی درب خپل نه بیا نرمیږی څرمنی دهغوی اوزړونه دهغوی ذکر د اللّه تعالٰی ته دا هدایت د اللّه تعالٰی دی هدایت کوی په دی سره چاته چه غواړی اللّه تعالٰی اوهغه څوک چه بی لاری کړی وی اللّه تعالٰی نونیشته هغه لره هیڅ څوک په لاری روانوؤنکی ﴿۲۳﴾
[۲۰] ددی آیت نه تر (۴۲) پوری دوهم باب دی په دی کښی دریم دلیل عقلی دی بیا تقابل دفریقینو ذکرکوی سره دترغیب الی القرآن اوتخویف اخروی نه اوبیا تخویف دنیوی او ترغیب الی القرآن اومثال ذکرکوی دپاره دحال دفریقینو بیا څلورم دلیل عقلی اعترافی سره سره درد شرک فی التصرف نه بیا اعلان دبرائت او ترغیب الی لقرآن سره دحال دفریقینونه - په دی (۲۱) کښی روستو بیان د خالقیت د اللّه تعالٰی نه بیان د ربوبیت دهغه دی او مواد تربیت دوه دی اوبه او بوټی دا دواړه د اللّه تعالٰی په تصرف او اختیارکښی دی اوپه دی کښی فنا ددنیا ته هم اشاره کوی دپاره دتذکید دآخرت چه مخکښی آیت کښی دهغی ذکراوشو (فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ) یعنی هغه اوبه دباران چه په ځمکه کښی داخلی کړی نوپه ځمکه کښی چینی شی په شان درگونو په جسم کښی نود ځمکی په رگونو کښی تقسیم شی -
[۲۱] ددی آیت نه تر (۴۲) پوری دوهم باب دی په دی کښی دریم دلیل عقلی دی بیا تقابل دفریقینو ذکرکوی سره دترغیب الی القرآن اوتخویف اخروی نه اوبیا تخویف دنیوی او ترغیب الی القرآن اومثال ذکرکوی دپاره دحال دفریقینو بیا څلورم دلیل عقلی اعترافی سره درد شرک فی التصرف نه بیا اعلان دبرائت او ترغیب الی لقرآن سره دحال دفریقینونه - په دی (۲۱) کښی روستو بیان د خالقیت د اللّه تعالٰی نه بیان د ربوبیت دهغه دی او مواد تربیت دوه دی اوبه او بوټی دا دواړه د اللّه تعالٰی په تصرف او اختیارکښی دی اوپه دی کښی فنا ددنیا ته هم اشاره کوی دپاره دتذکیر دآخرت چه مخکښی آیت کښی دهغی ذکراوشو (فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ) یعنی هغه اوبه دباران چه په ځمکه کښی داخلی کړی نوپه ځمکه کښی چینی شی په شان درگونو په جسم کښی نود ځمکی په رگونو کښی تقسیم شی -
[۲۲] په دی آیت کښی تقابل ذکرکوی د دواړو ډلو او مخکښی آیت کښی چه کوم دلیل ذکرشو نودهغی نه د انتفاع د حاصلولو دپاره علت ذکرکوی چه شرح صدر ده - اومراد په شرح صدرسره انابت دپاره دقبلولو د اسلام دی یعنی شبهات او عناد دهغه دزړه نه اللّه تعالٰی لری کړی نواسلام قبول کړی او روستو داسلام قبولونه په قرآن باندی پوهه شی، دنورنه مراد قرآن دی نوپه دی نورسره هغه په اسلام باندی مضبوط اوپوخ شی - اوبعضی مفسرینو دلته روایت نقل کړی دی چه علامات دشرح صدر دری دی انابت جنت ته، نفرت ددنیا نه، تیاری کول دپاره دمرگ مخکښی د راتللو دهغی نه - نود قسوة قلب علامات ددی مقابل دی -
[۲۳] دا صدق دقرآن دی اوترغیب دی هغی ته دپاره دزائل کولو دقسوة دزړه کوم چه مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی اوپه دی آیت کښی اووه صفتونه دقرآن کریم ذکرکړی دی (أَحْسَنَ الْحَدِيثِ) په قرآن کریم باندی دحدیث اطلاق نورو پنځه آیاتونو کښی شته ځکه چه حدیث وئیلی کیږی هرهغه کلام ته چه بیانیږی او دی لفظاً هم احسن دی ځکه چه ډیرفصیح او بلیغ دی اولذت ورکوؤنکی دی قاری ته او آوریدونکی ته اگرچه شعرنه دی اومعنیً هم احسن دی چه تناقص او اختلاف نه پاک دی په اخبارو تیرشوؤ او راتلونکوکښی ئی هیڅ دروغ نیشته اوعجائبات ئی نه ختم کیږی (مُتَشَابِهًا) یعنی په حُسن او فصاحت او بلاغت کښی ټول آیاتونه اوسورتونه یوشان دی اگرچه په دیرویش (۲۳) کلونو کښی نازل شوی دی او که د مخلوق کلام وی نوپه دومره زمانه کښی په جوړولو باندی به ئی ډیرتفاوت او اختلاف راغلی وی (مَثَانِيَ) یعنی ددی قصی او احکام اووعده او وعیدونه بیا بیا ذکرشوی دی اودارنگ تلاوت ئی باربار کیږی اوزړه ترینه نه مړیږی (تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ) اقشعرار دیته وائی چه دویروی دوجی نه دانسان په بدن باندی ویخته نیغ اودریږی او داصفت دڅرمن دی نو جلود ئی ذکرکړه او دا حالت د زړه دخشیت نه پیدا کیږی ددی وجی نه یخشون ئی ورسره ذکرکړو (ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ) یعنی دغه ویره دزړه او دڅرمن سبب اوگرځی داطمینان او دمحبت نو دهغی وجی نه نرم والی راشی په څرمن باندی ویخته په ځای کینی اودارنگ اندامونه ددغه انسان د اللّه تعالٰی دذکر اطاعت دپاره استعمالیږی اوپه زړه کښی ایمان محکم او زیات شی - تفسیر قرطبی او بحرالمحیط اوابن کثیر اوسراج المنیر کښی په دی ځای کښی سخت تردید ئی دهغه متصوفو ذکرکړی دی چه په وخت دذکرکولو کښی په هغوی باندی بی هوشی راشی یا گډا کوی یا ټوپونه وهی اودی ته جذبه وائی او داکمال گنړی - نوکه دا کمال وی او ښه صفت دی نو اللّه تعالٰی به دصحابو او دنورو مؤمنانو په صفت کښی په دی آیت کښی ذکرکړی وی - د اسماء رضی اللّه عنها او د سعیدبن عبدالرحمان نه نقل ده - چه دا جذبه دشیطان دوجی نه ده او دا ابن سیرین رحمة اللّٰه علیه نه نقل دی - چه ددوی یوتن دی په چت د کوټی (په بلئ) باندی یا دیوال باندی کینی یا دکوهی په غاړه باندی کینی اوپه هغی باندی دی داټول قرآن الوستلی شی که دی بی هوشه شو اورا اوغورځیدلو نودی به رشتینی وی په جذبه کښی -