وَمَا لِيَ ۱۱۲۲ الزمر
أَفَمَنْ يَتَّقِي بِوَجْهِهِ سُوءَ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَقِيلَ لِلظَّالِمِينَ ذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿۲۴﴾ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۲۵﴾ فَأَذَاقَهُمُ اللَّهُ الْخِزْيَ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۲۶﴾ وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۲۷﴾
آیا هغه څوک چه ځان بچ کوی په مخ خپل سره دناکاره عذاب نه په ورځ دقیامت او اوبه وئیلی شی ظالمانوته چه اوڅکئ سزا دهغه عملونو چه تاسو کول ﴿۲۴﴾
تکذیب کړی وؤ هغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وؤ نوراغی دوی ته عذاب دداسی ځای نه چه دوی نه پوهیدل ﴿۲۵﴾
نو اوڅکوله دوی ته اللّه تعالٰی شرمندگی په ژوند دنیوی کښی او خامخا عذاب دآخرت ډیرلوی دی که چیری دوی پوهیدلی ﴿۲۶﴾
اویقیناً بیان کړی دی مونږ خلقو ته په دی قرآن کښی دهرقسم وعظونو نه ددی دپاره چه دوی نصیحت قبول کړی ﴿۲۷﴾
[۲۴] دا تخویف اخروی دی منکرینوته روستو دبیا دحال د مؤمنانو نه اوپه دی آیت کښی تقابل دی لیکن دوهم جانب ئی حذف کړی دی (بِوَجْهِهِ) یعنی په جهنم کښی به پرمخی اوغورځولی شی او لاس به ئی تړلی شوی وی نودی به په مخ سره ځان دعذاب نه بچ کوی لیکن نه به شی بچ کیدی یعنی بله طریقه ددفع دعذاب ورسره نیشته اودا طریقه فائده نه ورکوی او احتمال شته چه مراد دوجهه نه وجاهت او شرافت دنیویه شی یعنی دی دقیامت دعذاب نه ځان په دنیوی عزت اوشرافت سره بچ کول غواړی او دقرآن سره دشمنی کوی لیکن په دی وجاهت سره نه شی بچ کیدی -
[۲۶،۲۵] دا تخویف دنیوی دی په ذکرکولو د حال دمنکرینو تیرشوؤ -
[۲۸،۲۷] په دی آیتونو کښی ترغیب دی قرآن ته دپاره دبچ کیدلو دعذاب ددنیا او آخرت نه کوم چه مخکښی آیاتونو ذکرشو (غَيْرَ ذِي عِوَجٍ) مراد ددی نه شبهات او شکونه او اعتراضونه دی ځکه چه عوج دعین په زیرسره مستعملیږی په معانی کښی اوپه زوردعین سره په اجساموکښی -