وَمَا لِيَ ۱۱۲۳ الزمر

قُرْآنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۲۸﴾ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلًا فِيهِ شُرَكَاءُ مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۹﴾ إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ ﴿۳۰﴾ ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ ﴿۳۱﴾

قرآن عربی دی نه دی کږلیچ والا ددی دپاره چه دوی ویریږی ﴿۲۸﴾
بیان کړی دی اللّه تعالٰی یومثال چه یو سړی وی په هغه کښی ډیربرخی والا وی جگړمار اویوبل سړی وی پوره دیو سړی دپاره آیا دوی برابر کیدی شی په حالت کښی ستائینه دخدائ توب د یو اللّه تعالٰی ده بلکه ډیرددوی نه نه پوهیږی ﴿۲۹﴾
یقیناً ته مړ کیدونکی ئی اویقیناً دوی به هم مړه کیږی ﴿۳۰﴾
بیابه یقیناً تاسو په ورځ دقیامت دخپل رب په مخکښی بحثونه کوئ ﴿۳۱﴾

[۲۹] تیرشوی آیت کښی من کل مثل ذکروؤ نوپه دی آیت کښی دهغی یو خاص مثال ذکرکوی دپاره دفرق په مینځ دحال دمشرک اومؤحد کښی (مُتَشَاكِسُونَ) جگړمار اوضدیان دی په انصاف هم نه رضا کیږی اویوبل سره اتفاق هم نه کوی تفصیل دمثال دادی چه دیو مریئی ډیر مولاگان وی لیکن بدخویه او ضدیان وی یوتن چه دی مریئی ته دیوکار حکم اوکړی نوبل دهغه په ضد کښی دبل کار حکم اوکړی اودواړه اتفاق نه کوی اومعافی هم نه کوی اوکه ددی مریئی څه حاجت پیښ شی یاپری څه مصیبت راشی نود مولاگانو نه یوکس هم دده سره امداد نه کوی دوجی دبداخلاقئ دهغوی نه نودا مریئی به ضرور تنگ ژوند کښی وی او پریشان به وی اوبل مرئی دی چه دهغه یو مولا دی اوهغه مولا کښی د رجولیت یعنی دسړی توب اخلاق هم شته شریف دی معافی کوؤنکی دی سخی او کریم دی په خپل مریئی ظلم نه کوی په حاجت او مصیبت کښی ورسره امداد کوی نوضروری خبره ده چه دا مرئی به په خپل پوره ژوند کښی ډیرخوشحاله وی نودارنگ مشرک چه ډیر الِهه ئی نیولی دی یوهم حق دار دبندگئ گنړی بل هم گنړی یو الٰه دیو مصیبت لری کولو ذمه وار گنړی اوبل دبل مصیبت دپاره بیا دا الِهه دده مشرکان پیران او ملایان دی چه عنادیان اوحرصناک دی نوکه دا مشرک دیوعبادت کوی نوبل ترینه خفه کیږی یوته نذرانه شکرانه اوړی نوبل ورته غصه وی اوپه یو وخت کښی ئی ډیرحاجتونه وی نوحیران وی چه دی یوحاجت له یودربارته ځم نوهغه بل دربار دبل حاجت دپاره ځمانه پاتی کیږی نودا مشرک ډیرپه تنگ ژوند کښی دی اومؤحد سړی خودیو اللّه عبادت اوطاعت کوی په یووخت ترینه هرحاجت غوښتلی شی نو دده ژوند ښه په آرام دی نومعلومه شوه چه دوی برابرنه دی -
فائده: دا مثال دبتانو عبادتونه سره نه لگی ددی وجی خطیب شربینی لیکلی دی چه دا مثال دهغه چا دی چه دوی دعلماؤ او پیرانو عبادت کوی په دی عقیده چه هغوی به ځمونږ دپاره شفاعت (شرکیه) کوی اوهریوعقیده لری چه ځما عالم اوپیر په حق باندی دی اودابل په باطل باندی دی -
[۳۱،۳۰] هرکله چه سخت رد اوکړی شو په مشرکانوباندی نوهغوی دغصی دوجی نه خیری کولی چه دانبی دی مړشی چه مونږ ترینه خلاص شو نوپه دی آیت کښی جواب دی چه مرگ خوپه ټولو باندی راځی نودبل چا په مرگ خوشحالی کول هیڅ فائده نه لری - اوددی آیت نه معلومه شوه چه په نبی ﷺ باندی هم مرگ راغلی دی ددی وجی نه دفن کړی شوی دی اوقرطبی لیکلی دی چه داخبره اللّه تعالٰی ددی وجی نه ذکرکړه چه څوک د نبی ﷺ په مرگ کښی خلاف اونه کړی اوبل داچه معلومه شی چه پیغمبر دی صفت کښی د نورو خلقو سره مساوی (برابر) دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>