فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۲۴ الزمر
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَى اللَّهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءَهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْكَافِرِينَ ﴿۳۲﴾ وَالَّذِي جَاءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ ﴿۳۳﴾ لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ذَلِكَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۴﴾ لِيُكَفِّرَ اللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي عَمِلُوا وَيَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۳۵﴾ أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۳۶﴾ وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُضِلٍّ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ ﴿۳۷﴾ وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلْ أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿۳۸﴾
نوڅوک لوی ظالم دی دهغه چانه چه دروغ وائي په اللّه تعالٰی باندی یا دروعژن گنړی رشتیاؤ لره کله چه راغی ده ته آیا نیشته په جهنم کښی ځای داوسیدلو کافرانولره ﴿۳۲﴾
اوهغه څوک چه راوړی دی رشتیا اوتصدیق ئی دهغی اوکړو دغه کسان دوی متقیان دی ﴿۳۳﴾
دوی دپاره هغه نعمتونه دی چه دوی غواړی په نیزدرب ددوی دا بدله ده د ښائسته عمل کوؤنکو ﴿۳۴﴾
دی دپاره چه معاف کړی اللّه تعالٰی ددوی ناکاره عملونه چه دوی کړی دی اوبدله ورکړی دوی لره ثواب ددوی په ډیر ښائسته هغه عملونو سره چه دوی کول ﴿۳۵﴾
آیا نه دی اللّه تعالٰی پوره (بچ کوؤنکی) خپل بنده لره او ویره وی دوی تا په هغه کسانو چه د اللّه تعالٰی نه سیوادی اوهغه څوک چه بی لاری کړی هغه لره اللّه تعالٰی نو نیشته هفه لره هیڅ څوک هدایت ورکوؤنکی ﴿۳۶﴾
اوهغه څوک چه هدایت ورکړی هغه له اللّه تعالٰی نونیشته هغه لره هیڅوک بی لاری کوؤنکی آیا نه دی اللّه تعالٰی زورآور بدله اخستونکی ﴿۳۷﴾
اوکه چیری تپوس اوکړئ ته ددوی نه چا پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه خامخا وائی دوی اللّه تعالٰی ته اوایه آیا پوهه ئی تاسو په (حال) دهغه چاچه تاسوئی بلنه کوئ سیوا د اللّه تعالٰی نه که چیری اوغواړی اللّه تعالٰی ځما څه تکلیف آیا دوی کیدی شی لری کوؤنکی دتکلیف دهغه یا اوغواړی په ما باندی رحمت ایا دوی بندلوی شی رحمت دهغه ته اوایه پوره دی ماله اللّه تعالٰی خاص په هغه باندی توکل کوی توکل کوؤنکی ﴿۳۸﴾
[۳۲] په دی کښی فیصله د تَخْتَصِمُونَ (اختصام) ذکرکوی نو اول تخویف اخروی ذکرکوی منکرینوته - (كَذَبَ عَلَى اللَّهِ) په نسبت کولو د ولد اودشریک کښی اودارنگ په تاویل دصفاتو دهغه کښی چه هغه دځان یوصفت وئیلی دی لکه ید (لاس) اوڅوک وائی چه ددی نه قدرت مراد دی لکه چه جهمیه مؤوله وائی -
[۳۵،۳۴،۳۳] په دی آیاتونو کښی بشارت دی مؤمنانوته (جَاءَ بِالصِّدْقِ) دصدق نه مراد مسئله دتوحید ده اوکتاب د اللّه تعالٰی دی یعنی هرهغه څوک چه دعوت کوی قرآن او توحید ته (وَصَدَّقَ بِهِ) ددی نه مراد ټول مؤمنان دی چه دعوت دتوحید او دقرآن اومنی - او ددوی پنځه حالتونه ذکرکوی -
[۳۷،۳۶] مخکښی ئی د آخرت اختصام ذکرکړو نوپه دی آیت کښی ددنیا اختصام ذکرکوی یعنی هرمشرک ویره ورکوی مؤحد ته دخپل معبودان باطله نه - نبی ﷺ ته ئی وئیل چه ته ځمونږ الِهو ته بد مه وایه (چه دوی هیڅ نشی کولی) دوی به تاته مصیبت، مرض، جنون در اورسوی - اوخالد بن ولید رضی اللّه عنه دعزیٰ نه ویروؤ لکه چه مفسرینو ذکرکړی دی اوس هم مشرکان وائي مؤحدینوته چه دتوحید مسئلی مه کوئ اونذرونه دغیراللّه مه منع کوئ جنډی او غلافونه ترینه مه لری کوئ گنی نو ټکره به درکړی - نو اللّه تعالٰی مؤحدینو بندگانو ته تسلی ورکوی اومشرکانو باندی رد کوی (أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ) د عبده نه هرمؤحد مراد کیدی شی اوبیائی ذکردفریقینو کړی دی په طریقه د تقابل سره -
[۳۸] دا څلورم دلیل عقلی اعترافی دی دپاره دنفی دخالقیت او تصرف د غیراللّه په اقراردمشرکانو سره، او دمخکښی آیت سره ئی ربط دادی چه تاسو په دی معبودانو باطلوسره مؤحدینو لره څه رنگه ویروئ تاسو په خپله هم اقرار کوئ چه خالق اللّه تعالٰی دی اودا معبوان دنفع او ضرر مالکان نه دی د اللّه تعالٰی په مقابله کښی (قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ) یعنی که مشرک دعویٰ اوکړی چه دا مبعودان په خپله اختیارمند نه دی خو شفعاء قهریه دی یا د اللّه تعالٰی سره ملگرتیا کوی نوجواب دادی چه اللّه تعالٰی پوره اوکافی دی هیچاته حاجت نه لری (الْمُتَوَكِّلُونَ) نه مراد مؤحدین دی -
فائده: په دی آیت کښی مؤنث صیغی ذکرکړی دی ددی وجی نه چه رد دی په خاص مشرکانوچه هغوی د عزّیٰ عبادت کوؤ اوهغه مؤنثه پیرئ وه یا اوس زمانه کښی چه څوک دزنانه دقبرعبادت کوی - یا تانیث کښی اشاره ده کمزورئ دمعبوانو ددوی ته ځکه چه مؤنثات په کمزورئ سره مشهوردی -