فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۲۵ الزمر

قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۳۹﴾ مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُقِيمٌ ﴿۴۰﴾ إِنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ فَمَنِ اهْتَدَى فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ ﴿۴۱﴾

ته اوایه ای قومه ځما عمل کوئ په خپله طریقه باندی یقیناً زه هم عمل کوؤنکی یم نو زردی چه تاسوبه پوهه شئ ﴿۳۹﴾
چه څوک دی هغه چه راځی هغه ته عذاب چه رسوا به ئی کړی او راکوزبه شی په هغه باندی عذاب همیشه ﴿۴۰﴾
یقیناً نازل کړی دی مونږ په تاباندی کتاب دخلقو دپاره په حق سره نو هغه څوک چه هدایت ئی اوموندلو نو خپلی فائدی دپاره ئی دی او هغه څوک چه بی لاری شو نویقیناً‌ چه بی لاری کیږی وبال په هغه باندی وی اوته نه ئی په دوی باندی ذمه وار ﴿۴۱﴾

[۴۰،۳۹] او دا بیان دتوکل دی په ذکردبرائت سره (مَكَانَتِكُمْ) عادت او حالت او قوت ته وئیلی کیږی یعنی که شرک او کفرکوئ اوکه ځما د ضرر را رسولو دپاره څه قوت او مکرونه استعمالوئ نو اوکړئ -
[۴۱] په دی کښی ترغیب او صدق دقرآن ذکرکوی اومقصد په کښی تسلی ده روستو داعلان د برائت نه - (لِلنَّاسِ) په دی کښی دلیل دی چه قرآن دټول دنیا والو دپاره کتاب الٰهی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>