فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۲۶ الزمر
اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۴۲﴾ أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ شُفَعَاءَ قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا لَا يَمْلِكُونَ شَيْئًا وَلَا يَعْقِلُونَ ﴿۴۳﴾
اللّه تعالٰی اخلی ساهونه په وخت د مرگ دهغی کښی او هغه ساهونه چه نه مړ کیږی (اخلی) په خوب د هغوی کښی نو بند کړی د واپسئ نه هغه چه فیصله کړی وی په هغی باندی په مرگ سره او را پریږدی هغه بل لره تر نیټی مقرر پوری یقیناً په دی کښی ډیر دلیلونه دی هغه قوم لره چه فکر کوی ﴿۴۲﴾
آیا جوړ کړی دی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه سفارشیان ته اوایه آیا اگر چه دوی اختیار نه لری دهیڅ څیز او نه پوهیږی ﴿۴۳﴾
[۴۲] ددی آیت نه دریم باب دی تر (۵۲) پوری په دی کښی پنځم دلیل عقلی دی بیا مسئله دشفاعت ده نفیاً د غیراللّه نه او اثباتاً د اللّه تعالٰی دپاره او زجردی په نفرت سره د توحید نه بیا نتیجه ددلیلونو په امر ددعا د اللّه تعالٰی سره بیا تخویف اخروی او تخویف دنیوی او دلیل عقلی شپږم دی، په دی (۴۲) کښی دلیل عقلی دی په ترقئ سره د ماقبل نه ځکه چه مخکښی دلیلونه دخلق او دتربیت او دمالکیت د نفع اوضرر ذکر شول نو اوس تصرف د اللّه تعالٰی په خوب او په مرگ سره ذکرکوی (اللَّهُ يَتَوَفَّى) توفی په معنیٰ دپوره اخستلو سره دی لکه چه اِنِّیْ مُتَوَفِیْکَ، کښی تیرشوی دی بیا هرکله چه دلته ئی الْأَنْفُسَ، لفظ ذکر کړو نو معلومه شوه چه اخستل دنفس مراد دی او دنفس او د روح په باره کښی د اهل علمو اختلاف دی بعضو وئیلی دی چه نفس جدا او روح جدا دی یعنی نفس عام دی په هغه سره تنفس راځی که تمیزاو حیات دواړه وی اوکه صرف حیات وی او روح خاص دی په هغه پوری چه په هغه سره حیات راځی او اکثر اهل علمو وئیلی دی چه دا دواړه یوشی دی او دوه نومونه ئی دی اودا غوره قول دی نومعلومه شوه چه دواړه یوشی دی لیکن صفتونه په کښی دوه دی ددی وجی نه یوته نفس الحیاة وئیلی کیږی اوهغه اختسلی کیږی په وخت دمرگ کښی - بل یو ته نفس التمیز وئیلی کیږی او هغه اخستلی کیږی په وخت دخوب کښی - اوتفسیرمدارک او روح المعانی او سراج المنیر کښی راوړی دی چه داطلاق د اخستلو د انفس په وخت دخوب کښی ددی وجی نه دی چه دا تشبیه د اودو ده د مړو سره یعنی اوده انسان تمیزاو تصرف نه شی کولی لکه چه مړی هم تمیز او تصرف نه شی کولی - اودا قول دمفسرینو رد دی په هغه چا باندی چه دمړو دپاره تصرفات او تمیز ثابتوی او وائی چه مړی دخپل قبردپاسه مرغئ نراو ښځه پیژنی دا ټولی دجهل خبری دی (فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ) دا جمله دلیل چه د مړو ارواح ددوی بدنونوته بیا واپس راځی مگر هله چه واپسی په نص صحیح سره ثابته شی لکه بعث بعد الموت او سورة بقره پنځه واقعات ذکرکړی دی چه روستو دمرگ نه بیا ژوندی کړی شوی دی اودارنگ په معجزه د عیسیٰ علیه السلام سره مړی ژوندی کیدل دا خو په صحیح او صریح نصوصو سره ثابت دی نوددی نص نه هغه مستثنیٰ دی -
[۴۳] په دی آیت کښی زجردی په عقیده دشفاعت شرکیه باندی یعنی دوی فکرپه مخکنی دلیلونو کښی نه کوی بلکه ځان دپاره بهانی گوری او وائي چه مونږ ددی معبودان من دون اللّه بندگی ددی وجی نه نه کوؤ چه دوی خدایان دی بلکه صرف سفارشیان ئی گنړو - بیا رد دی په دوی باندی چه دغه معبودان ستاسو دهیڅ څیز اختیار او قدرت نه لری نوبغیر اذن نه دشفاعت کولو اختیار ئی کله کیدی شی او دارنگ پوهه نه لری ستاسو په بندگئ کولو باندی -