فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۲۷ الزمر
قُلْ لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۴۴﴾ وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۴۵﴾ قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۴۶﴾ وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِنْ سُوءِ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَبَدَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ ﴿۴۷﴾
ته اوایه اللّه تعالٰی لره اختیار دټول سفارش دی هغه لره بادشاهی د آسمانونو اوځمکی ده بیا هغه طرف ته به اوگرځولئ شئ تاسو ﴿۴۴﴾
او هرکله چه یاد کړی شی اللّه تعالٰی په یووالی سره تنگ شی زړونه دهغه کسانو چه ایمان نه لری په آخرت باندی اوهرکله چه یاد کړی شی هغه کسان چه سیوا د اللّه تعالٰی نه دی دغه وخت دوی ډیره خوشحالی ښکاره کوی ﴿۴۵﴾
ته اوایه ای پيدا کوؤنکی د آسمانانو اود ځمکی پوهه په هرپټ او ښکاره باندی ته به فیصله کوی په مینځ د بندگانو ستا کښی په هغه څیزکښی چه وؤ دوی په هغی کښی اختلاف ئی کوؤ ﴿۴۶﴾
اوکه چیری شی دپاره دظالمانوهغه څیزونه چه په ځمکه کښی دی ټول او په شان دهغی ورسره شی خامخا دوی به بدله ورکوی په هغی سره د ناکاره عذاب نه په ورځ دقیامت اوښکاره به شی دوی ته دطرف د اللّه تعالٰی نه هغه حال چه دوی ئی گمان هم نه کوؤ ﴿۴۷﴾
[۴۴] دا بل رد دی ددوی په عقیده شرکیه باندی یعنی اختیار صرف د اللّه تعالٰی دی نو هیڅ څوک دهغه د اذن نه بغیر شفاعت نشی کولی اود شفاعت ډیر قسمونه دی ددوی وجی نه تاکید ئی په جمیعاً سره اوکړو -
[۴۵] دا رجردی ددوی په بل خصلت قبیحه باندی اوجواب دی دسوال ددوی که دوی اوائی چه مونږ شفاعت بغیر داذن نه نه وایو بلکه زمونږ دشفاعت دپاره به زمونږ معبودانو ته اللّه تعالٰی اذن ورکوی نو دجواب حاصل دادی چه ستاسو د اللّه تعالٰی دذکردتوحید سره دشمنی وه نو څه رنگه به ستاسو دپاره اذن ورکوی (اشْمَأَزَّتْ) په دی کښی ډیره مبالغه ده ځکه چه اشمئزاز دیته وئیلی کیږی چه زړه د غصی او د خفگان نه داسی ډک شی چه څرمن د مخ اوتندی کښی چونړونه پیدا شی (وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ) یعنی ددوی د معبودانو دپاره قدرت او علم غیب وغیره ثابتولی په دروغو قصو او دلیلونو باطلو سره یاد هغوی د کرامتونو په دروغو سره ذکرکیدی شی (يَسْتَبْشِرُونَ) په دی کښی هم ډیره مبالغه ده یعنی زړه ئی د خوشحالئ نه دومره ډک شی چه آثار دخوشحالئ په مخ او تندی کښی ښکاره شی - او داسی ځمونږ په زمانه کښی ډیر موجود دی چه توحید بیان کوؤنکو ته ډیرغصه وی اووائی چه داد اولیاؤ منکران دی -
[۴۶] هرکله چه د مشرکانو خباثت عظیمه بیان شو چه نفرت دی دتوحید نه اودا سبب دخفگان د مؤحد دی نو اوس دمؤحد زړه د تسلئ دپاره هغه ته دعا تلقین کوی اوپه دی دعا کښی وسیله د اسماؤ او صفاتو د اللّه تعالٰی سره ده - ددی صفاتو روستو که انسان هریو حاجت غواړی نو قبلیږی لکه سعید بن جبیر نه روایت دی هغه وئیلی دی: " پیژنم داسی آیت چه څوک ئی اولولی او د اللّه تعالٰی نه سوال کوی نو اللّه تعالٰی ئی ورکوی" نودا آیت ئی اولوستلو -
[۴۸،۴۷] په دی آیاتونو ذکردفیصلی اود حکم د اللّه تعالٰی دی په منکرینو دتوحید باندی اودا تخویف اخروی دی په ذکرددری وعیدونو سره (وَبَدَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ) دا شامل دی هغه مشرکانو او متبدعینوته چه اعمال ئی کول اوخیال ئی داوؤ چه داحسنات دی لیکن معلومه به شی په قیامت کښی چه دا سیئات وؤ - دا قول دمجاهد دی اودا مناسب دی د ابتداء د سوره سره: "مانعبدهم الالیقربونا الی اللّه زلفیٰ" او هغه خلقو ته چه گناهونه کوی په دی خیال چه دمرگ نه مخکښی به توبه اوباسو اوناگهه ورباندی مرگ راشی هغوی ته هم شامل دی داد سدّی روایت دی -