فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۲۸ الزمر

وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۴۸﴾ فَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۴۹﴾ قَدْ قَالَهَا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۵۰﴾ فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَؤُلَاءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ ﴿۵۱﴾

او ښکاره به شی دوی ته ناکاره عاقبتونه د هغه عمل چه دوی کړی دی اوراگیربه کړی دوی لره هغه څیز چه دوی وؤ په هغی پوری چه ټوقی کولی ﴿۴۸﴾
نوهرکله چه اورسیږی انسان ته تکلیف نورابلی مونږلره بیاهرکله چه ورکړو مونږ هغه ته څه نعمت د خپل طرف نه دی وائی یقیناً راکړی شوی دی دا ماته په علم ځما بلکه دا امتحان دی لیکن ډیرددوی نه پوهه نه لری ﴿۴۹﴾
یقیناً وئیلی وه دا خبره هغه کسانو چه مخکښی ددوی نه وؤ نولری نه کړو ددوی نه (عذاب) هغه عملونو چه دوی کول ﴿۵۰﴾
نو اورسیدو دوی ته ناکاره (عاقبت) دهغه عملونو چه دوی کول اوهغه کسان چه ظلم ئی کړی دی ددی موجوده کسانونه زر دی اوبه رسیږی دوی ته عاقبت دهغه عملونو چه دوی کړی دی او دوی نه دی عاجز کوؤنکی اللّه تعالٰی لره ﴿۵۱﴾

[۴۹] دا رجردی دمشرکانوپه بل خباثت باندی (عَلَى عِلْمٍ) یعنی اللّه تعالٰی عالم وؤ چه زه ددی نعمت اهل او حق داریم یا مراد دادی چه هرنعمت چه ورته حاصل شی نوخپل کسب او کوشش ته ئی نسبت کوی اوخپل محنت مستقل گنړی لکه چه داسی دهری سړی وینا کوی -
[۵۱،۵۰] دا تخویف دی په ذکردحال د سابقینو سره چه داکلمه (اوتیته علٰی علم) سبب دعذاب دی په تیرشوی منکرینوباندی لکه چه قارون هم داسی وئیلی وو سورة قصص (۷۸) کښی دی (سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا) عذاب دقحط ته اشاره ده چه په مکی والو باندی راغلی وؤ ددی وجی نه ورپسی د رزق دفراخئ‌ او تنگسیا ذکرکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>