فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۲۹ الزمر

أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۲﴾ قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۵۳﴾ وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ﴿۵۴﴾ وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿۵۵﴾ أَنْ تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَا عَلَى مَا فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ وَإِنْ كُنْتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ ﴿۵۶﴾

آیا دوی نه پوهیږی چه یقیناً اللّه تعالٰی فراخوی روزی هغه چالره چه اوغواړی او تنگوی یقیناً په دی کښی ډیر دلیلونه دی هغه قوم لره چه ایمان لری ﴿۵۲﴾
ته اوایه ای بندگانو ځما هغه کسان چه زیاتی کړی دی په ځانونو خپلو باندی مه ناامیده کیږئ درحمت د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی بخی گناهونه ټول یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۵۳﴾
او اوگرځئ (په توبه کولو سره) رب خپل ته اوتابع شئ دحکمونو دهغه مخکښی ددی نه چه رابه شی تاسوته عذاب بیا به مدد نشی کیدی ستاسو ﴿۵۴﴾
او تابعداری اوکړئ د ښائسته هغه چه نازل کړی شوی دی تاسوته د طرف درب ستاسونه مخکښی ددی نه چه رابه شی تاسوته عذاب ناڅاپه او تاسوبه نه پوهیږئ ﴿۵۵﴾
(دا خبرمی درکړو) دپاره ددی چه اونه وائي یو نفس هائ افسوس دی په هغه کوتاهئ باندی چه ما کړی ده په اړخ د (حق دطاعت) د اللّه تعالٰی کښی اویقیناً ووم زه خامخا د مسخری کوونکونه په حق پوری ﴿۵۶﴾

[۵۲] دا دلیل عقلی شپږم دی مخکښی دلیلونو کښی عام تصرف ئی ذکرکړی وؤ اوپه دی آیت کښی خاص په رزق کښی تصرف کول ذکرکوی چه داهم په اللّه تعالٰی پوری خاص دی -
[۵۳] ددی آیت نه څلورم باب دی تر (۶۷) پوری په دی کښی ترغیب دی توبه کولو ته دشرک او د نورو گناهونونه اوتابعدارئ دقرآن ته دپاره ددفع کولو ددری عذرونو بیا تخویف اوبشارت دی بیا دوه عقلی دلیلونه عامه ذکرکوی اووم او اتم، بیا دلیل وحی په رد دشرک فی العبادت باندی - په دی آیت (۵۳) کښی طریقه ذکرکوی دپاره دبچ کیدلو دعذاب نه کوم چه مخکښی آیاتونو کښی ذکرشوی دی اوهغه طریقه توبه کول دی دشرک او د نورو گناهونونه (يَا عِبَادِيَ) دی نه مومنان مراد دی نو الذُّنُوبَ جَمِيعًا، نه مراد گناهونه دی بغیردشرک اوکفر نه - یا مراد ددی نه ټول بندگان دی مشرکانوته هم شامل دی نوپه الذُّنُوبَ، کښی شرک هم داخل دی - اوپه دی آیت کښی مغفرت په توبی کولو سره مراد دی چه په توبه سره شرک او کفرهم معاف کیږی اوپه دی دسورة نساء کښی به غیر دتوبی نه مراد دی -
[۵۴] دا معطوف دی په پټ لفظ باندی چه (اِسْتَغْفِرُوا اللّه وَأَنِيبُوا) یعنی دشرک نه توبه اوباسئ او اوگرځئ اللّه تعالٰی ته په توحید سره - (وَأَسْلِمُوا) دی کښی انقیاد په اعتبار دعملونو سره مراد دی -
[۵۵] دا ترغیب دی قرآن ته یعنی توبه او انابت او اسلام په تابعدرئ دقرآن کښی دی اوپه دی آیت کښی هم دیته اشاره ده چه په توبه کولو او په اتباع دقرآن کښی تادی اوکړئ روستووالی مه کوئ هسی نه چه عذاب راشی نوبیا به هیڅ نشئ‌ کولی -
[۵۶] داد دری عذرونو(بهانو) دفع ذکرکوی یعنی که چیری قرآن نه وی نازل کړی شوی نو دوی به دا عذرونه کړی وی (جَنْبِ اللَّهِ) داد متشابهاتو نه دی په کیفیت کښی - اگرچه معنیٰ ئی ظاهرده چه اړخ ته وئیلی کیږی اوپه معنیٰ ظاهری سره محکم دی او د (فَرَّطْتُ) تفریط، نه مراد شرک او کفر او ظلمونه گناهونه کول دی اود اللّه تعالٰی دحقونو کښی کمی کول او سستی کول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>