فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۳۰ الزمر

أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ ﴿۵۷﴾ أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۸﴾ بَلَى قَدْ جَاءَتْكَ آيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿۵۹﴾ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّةٌ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۶۰﴾ وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۱﴾ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿۶۲﴾

یا اونه وائی که چیری اللّه تعالٰی هدایت کړی وی ماته نو وی به زه د متقیانونه ﴿۵۷﴾
یا اونه وائی کوم وخت چه اووینی عذاب لره که چیری وی مالره دوباره تلل دنیا ته نوزه به وی د ښائسته عمل کوؤنکونه ﴿۵۸﴾
هان بلکه یقیناً راغلی وؤ آیاتونه ځما نو تکذیب اوکړو تا د هغی او لوئي دی اوکړه او وی ته دکافرانونه ﴿۵۹﴾
اوپه ورځ دقیامت کښی وینی به ته هغه کسان چه دروغ وئیلی دی په اللّه تعالٰی باندی مخونه ددوی به توروی آیا نیشته په جهنم کښی ځائ د اوسیدو د لوئ کوونکودپاره ﴿۶۰﴾
او بچ به کړی اللّه تعالٰی هغه کسانو لره چه ځان ئی ساتلی دی دشرک نه په سبب د کامیابئ ددوی نه به رسیږی دوی ته هیڅ تکلیف او نه به دوی عمژن وی ﴿۶۱﴾
اللّه تعالٰی پیدا کوؤنکی د هر څیز دی اوهغه په هرڅیزباندی ذمه وار دی ﴿۶۲﴾

[۵۷] دا دوهم عذردی یعنی که قرآن په رالیږلوسره اللّه تعالٰی هدایت د حق نه وی کړی نودی خلقو به عذر پیش کړی وی چه یا اللّه تعالٰی تابه مونږته هدایت کړی وی لیکن هرکله چه قرآن دهدایت دپاره نازل کړی شوی دی نو اوس دا حجت (بهانه) نشی پیش کولی -
[۵۸] دا دریم عذردی یعنی که قرآن نه وی نازل کړی شوی نو چه دوی به دوباره دنیا ته راتلل غوختلی نوحق به ئی وؤ او اللّه تعالٰی به دا حق منلی وی لیکن هرکله چه قرآن نازل کړی شوی اودوی ته پوره عمر هم ورکړی شوی دی اوقرآن نه منی نوکه قیامت کښی اوائي چه ما دنیا ته واپس کړه چه زه ایمان راوړم نودا سوال به ئی نه قبلیږی بلکه ورته به هغه جواب اوشی کوم چه سورة فاطر (۳۷) کښی تیرشوی دی -
[۵۹] دا جواب دی دغه قولونو چه هرکله چه دوی په قیامت کښی دغه عذرونه پیش کړی نو دوی ته به اللّه تعالٰی اوفرمائی چه دا عذرونه قبول نه دی ځکه چه تاسو ته ځما آیاتونه راغلی وو لیکن تاسو انکار کړی وؤ -
[۶۰] روستو ددفع د ذکردبهانونه تخویف اخروی ذکرکوی یعنی جرم ئی ثابت شو اوبهانه ئی ختم شوه نوشرمنده به وی اومخ به ئی توروی (الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ) په دی کښ داخل دی مشرکان چه اللّه تعالٰی ته نسبت دشریک او د ولد کوی او بقاعی وئیلی دی چه معتزله او هغه څوک چه دروغ وائي‌ او خیال ئی دا وی چه اللّه تعالٰی ځما دروغو نه خبر نه دی نوپه دی کښی هغوی هم داخل دی -
[۶۱] په دی آیت کښی بشارت دی -
[۶۲] دا اووم دلیل عقلی دی او دوه کلی صفتونه دی، پيدا کول دهرڅه او حفاظت او ذمه واری دهرڅه اودا سبب دتقویٰ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>