فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۳۱ الزمر

لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۶۳﴾ قُلْ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَأْمُرُونِّي أَعْبُدُ أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ ﴿۶۴﴾ وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۶۵﴾ بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۶۶﴾ وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۶۷﴾

خاص هغه لره کنجیانی د آسمانونو او ځمکی دی اوهغه کسان چه کفر ئی کړی دی په آیاتونو د اللّه تعالٰی دغه کسان خاص دوی پوره تاوان والا دی ﴿۶۳﴾
ته اوایه آیا سیوا د اللّه تعالٰی نه حکم کوئ تاسو ماته چه بندگی دی اوکړم ای ناپوهانو ﴿۶۴﴾
او یقیناً وحی کړی شوی ده تاته او هغه کسانوته چه ستا نه مخکښی دی که چیری شرک دی اوکړو خامخا برباد به شی عمل ستا او خامخا شی به ته د تاوان والو نه ﴿۶۵﴾
بلکه خاص اللّه تعالٰی لره بندگی کوه او یهٔ همیشه د شکرگذارونه ﴿۶۶﴾
او قدر نه دی کړی دوی د اللّه تعالٰی لائق قدر دهغه او ځمکه ټوله موټی دهغه به وی په ورځ دقیامت او آسمانونه به انغښتی شوی وی په خی لاس دهغه کښی پاک دی او اوچت دی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی ﴿۶۷﴾

[۶۳] دا اتم دلیل عقلی دی په دی کښی دریم صفت کلیه ذکردی یعنی اختیار دتصرف دهرڅه د اللّه تعالٰی سره دی او چابیانی چه خاص د اللّه تعالٰی سره دی نو معلومه شوه چه دخزانو د ورکولو اختیارمند هم صرف هغه دی -
[۶۴] دا تفریع ده په تیر شوی دلیلونو باندی یعن روستو ددی ښکاره دلیلونونه په توحید فی العبادت باندی بیا هم تاسو ماته دعوت راکوئ دعبادت دغیراللّه دا خوډیر لوی جهل دی دا دلیل دی په دی خبره باندی چه څوک دعوت ورکوی شرک ته نوهغه پوره جاهل دی -
[۶۶،۶۵] دا علت د ماقبل دی یعنی ددی مشرکانو جاهلانو د امر او دعوت نه ځان بچ اوساته ځکه چه اتفاقی وحی د ټولو انبیاؤ سره واضح شوی ده چه په شرک کولو سره هرعمل بربادیږی - دا دلیل دی په قباحت دشرک باندی چه د پیغمبر عمل ورته ټینگیدلی نه شی نود نورو خلقو عمل به شرک ته څه رنگی ټینگ شی - اود پیغمبرنه خو گناه نه کیږی نو لئن اشرکت خطاب په طریقه د فرض او تقدیردی یعنی باالفرض و التقدیر که پیغمبرشرک اوکړو نو عملونه به ئی برباد شی (بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ) مخکښی آیت کښی منع کول وو دشرک نه اوپه دی ایت کښی امردتوحید دی او (الشَّاكِرِينَ) نه مراد ظاهرول او دعوت کول دتوحید دی -
[۶۷] ددی آیت نه ترآخردسورة پوری پنځم باب دی په دی کښی زجراو تخویف اخروی دی په ذکر ددری حالاتو سره اول فناء د عالم دوهم بعث او حساب دریم جزاء او بشارت تفصیلیه دی - په دی (۶۷) کښی زجردی مشرکین فی العبادت ته او (قَدْرِهِ) په معنیٰ د تعظیم دی او حق تعظیم د اللّه تعالٰی دادی چه بندگی دهغه په داسی طریقه اوکړی شی چه هرقسم شرک نه پاکه بندگی وی او مشرک داسی نه کوی نومعلومه شوه چه مشرک بندگی د اللّه تعالٰی نه ده پیژندلی او نه ئي تعظیم کړی دی اونه ئی صفت دهغه کړی دی په لائق طریقی سره (وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ) په دی کښی عظمت شان د اللّه تعالٰی ذکرکوی لفظ‌ د جمیعاً دلالت کوی چه مراد ددی نه ټولی (اووه) ځمکی دی اودقبض نه مراد رانیول دهغی دی په لاس کښی ددی وجی نه دقیامت تخصیص ئی کړی دی (بِيَمِينِهِ) داد متشابهاتو نه دی په کیفیت کښی اوپه اعتبار د معنیٰ سره محکم دی یعنی ښی لاس او کیفیة دهغی اللّه تعالٰی پیژنی - بیا دقبضی اود یمین نه مشبهه او مجسمه دلیل نیسی چه د اللّه تعالٰی مشابه او جسم شته دی نوجواب ئی اوکړو چه (سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ) یعنی په قدرت او علم کښی د هغه شریک او او دا رنگ تشبیه ئی نیشته نوعبادت کښی ئی هم شریک نیشته دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>