فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۳۷ المؤمن

هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ رِزْقًا وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ ﴿۱۳﴾ فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿۱۴﴾ رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ يُلْقِي الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ لِيُنْذِرَ يَوْمَ التَّلَاقِ ﴿۱۵﴾ يَوْمَ هُمْ بَارِزُونَ لَا يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ﴿۱۶﴾

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه ښائي‌ تاسوته دلیلونه او راوروی تاسو لره دآسمان نه روزی او نصیحت نه قبلوی مگرهغه څوک چه ورگرځی اللّه تعالٰی ته ﴿۱۳﴾
نو حاجتونه غواړئ د اللّه تعالٰی نه خالص کوؤنکی ئی هغه دپاره بلنه کول اگرچه بد گنړی کافران ﴿۱۴﴾
(اللّه تعالٰی) اوچتوؤنکی ددرجو دی عرش والا دی را غورځوی وحی په حکم خپل سره په هغه چاچه اوغواړی دبندگانو خپلونه دی دپاره چه ویره ورکړی دورځ دملاقاتونو نه ﴿۱۵﴾
هغه ورځ چه دوی به ښکاره وی نه دی پټ په اللّه تعالٰی باندی د دوی نه هیڅ څیز دچا ده بادشاهی نن د اللّه تعالٰی ده یودی زورآور دی ﴿۱۶﴾

[۱۳] دا دلیل عقلی دتوحید دی اوعلت دی دپاره ددی چه فَالْحُكْمُ لِلَّهِ، اودفع دعذر دمشرکانو ده په اظهار ددلیلونو سره په دنیا کښی (آيَاتِهِ) مراد ددی نه عقلی دلیلونه په محسوساتو د دنیا سره آسمانونه، ځمکی، غرونه، نمر، سپوږمئ، ستوری، هواگانی، وریځی، بارانونه، اونی بوټی وغیره دی (رِزْقًا) مراد ترینه سبب درزق دی یعنی باران، (آيَاتِهِ) کښی اصلاح او قوام ددین ته اشاره ده او رزقاً کښی صلاح او قوام دبدن ته اشاره ده -
[۱۴] ددی آیت نه تر (۵۱) پوری دوهم باب دی په دی کښی دعویٰ دسورة ده اوعظمت د هغه دعوی دی په ذکردصفاتو د اللّه تعالٰی سره دتخویف اخروی او دنیوی نه دپاره دمنکرینو ددغه دعوی تر (۲۲) پوری بیا مثال دتخویف په واقعه دفرعون سره اوتشجیع په تبلیغ دتوحید باندی په مکالمه درجل مؤمن سره اوپه آخرکښی تخویف اخروی په ذکردبرائت د متبوعینو داتباعو خپلونه په شرک او کفرکښی - په دی (۱۴) کښی دعویٰ دسورة ده یعنی امرپه توحید فی الدعاء او رد د شرک فی الدعاء اوفائی ددی وجی نه راوړه چه دا تفریع ده په تیرشوی عنواناتوباندی (مُخْلِصِينَ لَهُ) اخلاص برائت دی د هرقسم شرک جلی او خفی او دتشبیه نه (وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ) اشاره ده چه څوک توحید فی الدعاء بد گنړی نوهغه کافروی اودارنگ اشاره ده چه په دی مسئله کښی به دمنکرینو دطرف نه هرقسم مصیبتونه راځی چه په هغی باندی صبرکول ضروری دی -
[۱۵] په دی کښی دری صفات د اللّه تعالٰی ذکرکوی دپاره دترغیب د توحید فی الدعاء اودا عظمت ددعوی دی (رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ) په معنیٰ د مرتفع دی یعنی حق دار داوچتو درجو د مدح او ثناء دی یا په معنیٰ درافع دی یعنی اوچتوؤنکی د درجاتو دمؤحدینو دی په آخرت کښی او اوچتوی درجی دبعضو خلقو په بعضو باندی په دنیا کښی (يُلْقِي الرُّوحَ) مراد ددی نه وحی ده ځکه چه په هغی سره حیات ایمانی حاصلیږی او (عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ) نه مراد انبیاء علیهم السلام دی اوفعل مضارع دپاره د حکایت دحال ماضیه دی یعنی وحی ئی رالیږلی ده په انبیاء‌ علیهم السلام اوپه دی نبی ﷺ باندی یامراد دروح نه قرآن دی نومراد د عباده نه په دی امت کښی هغه خلق دی چه هغوی ته اللّه تعالٰی علوم دقرآن کریم اوتوفیق دعمل ورکړی وی (يَوْمَ التَّلَاقِ) دانوم دورځ دقیامت دی ځکه چه ملاقات (یوځای کیدل) دروح اوشی دبدن سره او ملاقات دهرچا به اوشی دخپلی جزاؤ داعمالوسره او ملاقات به اوشی دعابدانواو معبودانو او ظالمانو او مظلومانو او دآسمان والواود ځمکی والو اود اولینو اود آخرینو دا لفظ‌ دی ټولوته عام او شامل دی -
[۱۶] په دی کښی هیبت شان د ورځ دقیامت او د اللّه تعالٰی څلور صفتونه ذکرکوی (لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ) په دی سوال او جواب کښی اقوال دی اول قول دادی چه اللّه تعالٰی به یو منادی (ملک) ته امراوکړی نوهغه به دا آواز اوکړی نوټول مؤمنان او کافران به جواب ورکړی او دا قول د ابن مسعود رضی اللّه عنه دی - دوهم قول دادی چه سوال او جواب دواړه د اللّه تعالٰی دطرف نه دی - دریم قول دادی چه ملائک به یوبل ته دا سوال اوجواب کوی اوانسانانوته به ئی آوروی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>