فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۳۸ المؤمن

الْيَوْمَ تُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ لَا ظُلْمَ الْيَوْمَ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۱۷﴾ وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ ﴿۱۸﴾ يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ ﴿۱۹﴾ وَاللَّهُ يَقْضِي بِالْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَقْضُونَ بِشَيْءٍ إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿۲۰﴾

نن به بدله ورکیدی شی هرنفس ته دهغه عمل چه هغه کړی وی زیاتی نیشته نن یقیناً اللّه تعالٰی زر حساب کوؤنکی دی ﴿۱۷﴾
او ویره ورکړه دوی ته دورځ دنزدی آفت نه کله چه زړونه به غټو مروسره وی ډک به وی دغم نه، نه به وی ظالمانولره هیڅ دوست گرم او نه سفارشی چه دهغه خبره منلی کیدی شی ﴿۱۸﴾
پوهه دی اللّه تعالٰی په پټ نقصان دسترگو باندی او هغه چه پټوی ئی سینی ﴿۱۹﴾
او اللّه تعالٰی پوره کوی حق لره او هغه کسان چه دوی ترینه حاجتونه غواړی سیوا د اللّه تعالٰی نه نشی پوره کولی هیڅ څیز یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه آوری هرڅه وینی ﴿۲۰﴾

[۱۷] دا نوراحوال دورځی دقیامت ذکرکوی اوتفریع ده په مخکښی صفتونو د اللّه تعالٰی باندی یعنی هرکله چه ثابته شوه چه عالم دی په هرڅه باندی او بادشاه دی دهرڅه نو معلومه شوه چه جزا سزا ورکول بغیر دظلم نه او حساب کول دا هم ثابت دی -
[۱۸] دا نور هیبت شان دقیامت ذکرکوی په څلورو طریقو سره (مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ) حمیم هغه دوست ته وئیلی کیږی چه ددوست د تکلیف په وخت کښی په ده باندی گرموالی او خوټکیدل راځی یعنی گرم دوست اومراد ترینه نفع ورکول دی ځکه حمیم به وینی لکه سورة معارج (۱۱،۱۰) کښی لیکن نفع به نشی ورکولی (وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ) دلته نفی دقید او مقید ددواړو ده یعنی سفارشی نیشته نوخبره به ئی څه رنگ اومنلی شی او دا آیت په باره دمشرکانو اوکافرانو کښی دی د نورو گنهگارانو مؤمنانو دپاره سفارش کیدی شی او فائده به رسوی -
[۱۹] (خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ) یعنی هغه خصلت دنقصان او خیانت چه سترگونه صادریږی - د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه یو سړی دیو قوم سره په مجلس کښی ناست وی او پردئ‌ زنانه ور تیریږی او دی هغه زنانه ته په داسی طریقی سره نظر اوکړی چه ملگری ورباندی پوهه نشی دی ته خائنة الاعین وئیلی کیږی - خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ، پټ عمل دی د اندامونو او مَا تُخْفِي الصُّدُورُ، پټ عمل دزړونو دی -
[۲۰] داهم صفت د اللّه تعالٰی دی دپاره دتوحید (وَالَّذِينَ يَدْعُونَ) دا رد دی په شرک فی الدعاء‌ باندی یعنی سیوا د اللّه تعالٰی نه ټول معبودان هیڅ حاجت نشی پوره کولی نومعلومه شوه چه د هغوی نه حاجتونه غوښتل او حاجت روا گنړل بی فائدی کار او ظلم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>