فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۳۹ المؤمن

أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ كَانُوا مِنْ قَبْلِهِمْ كَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ ﴿۲۱﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانَتْ تَأْتِيهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَكَفَرُوا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ إِنَّهُ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲۲﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿۲۳﴾ إِلَى فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ ﴿۲۴﴾ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاءَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ وَاسْتَحْيُوا نِسَاءَهُمْ وَمَا كَيْدُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ ﴿۲۵﴾

آیا دوی نه گرځی په ملک کښی نوچه اوگوری چه څه رنگ وؤ انجام د هغه کسانو چه وؤ دوی نه مخکښی وؤ هغوی ډیر سخت ددوی نه په قوت کښی او ډیرو نښو والا وؤ په ملک کښی نو اونیول هغوی لره اللّه تعالٰی په سبب دگناهونو دهغوی او نیشته دوی لره د اللّه تعالٰی نه هیڅ بچ کوؤنکی ﴿۲۱﴾
دا په دی وجه چه یقیناً راتلل به دوی ته رسولان په ښکاره حکمونو دوی به انکار کوؤ نو اونیول دوی لره اللّه تعالٰی یقیناً‌ اللّه تعالٰی قوت والا دی سخت عذاب ورکوؤنکی دی ﴿۲۲﴾
او یقیناً لیږلی وؤ مونږ موسیٰ علیه السلام په معجزاتو زمونږ سره او دلیل ښکاره ﴿۲۳﴾
فرعون ته اوهامان او قارون ته نو دوی اوئیل چه دا جادوگر ډیر دروغژن دی ﴿۲۴﴾
نو هرکله چه راوړو دوی ته حق زمونږ دنیزنه دوی اوئيل قتل کوئ ځامن دهغه چاچه ایمان راوړی وؤ دده په ملگرتیا کښی او حیا واخلئ‌ دزنانو ددوی نه اونه دی چل ول دکافرانو مگر په بربادئ کښی دی ﴿۲۵﴾

[۲۱] دا متعلق دی د (۵) سره او تخویف دنیوی دی منکرینو د دعویٰ دتوحید ته او د "والذین یدعون من دونه لایقضون بشیءٍ" دپاره دلیل دی چه تیرشوی مشرکان هلاک کړی شوی دی اودهغوی معبودانو هغوی لره بچ نه کړل (آثَارًا فِي الْأَرْضِ) دهغوی د مکانونو چتونه او دیوالونه دروازی مناری تواوسه پوری موجود دی لکه دثمویانو کهنډرات
[۲۲] دا تفصیل د بذنوبهم دی یعنی لوی گناه ددوی په گناهونو کښی انکار وؤ درسولانونه او د هغوی د بیّناتو نه په توحید باندی -
[۲۳] داد تخویف دنیوی مثال پیش کوی او أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً، نمونه ده -
[۲۴] ددی دریو کسانو خاص ذکر ئی اوکړو ځکه چه د موسیٰ علیه السلام سره ددشمنئ سبب د فرعون بادشاهی او دهامان وزارت او دقارون سرمایه داری وه او دا دری قوتونه اکثردحق په مقابله کښی اودریږی -
[۲۵] دا امر دقتل ددی دپاره دی چه خلق دده سره ملگرتیا اونه کړی په ده باندی ایمان رانوړی او ددی نه مخکښی امر دقتل ددی دپاره وؤ چه موسیٰ علیه السلام پیدا نشی اوددی قتل ذکر سورة اعراف (۱۲۷) کښی دی او د اول قتل ذکر سورة بقره (۲۹) کښی دی (وَمَا كَيْدُ الْكَافِرِينَ) دا جواب دسوال دی چه فرعونیانو دقتل منصوبی جوړی کړی آیا په دی سره خلق د ایمان د قبلولونه بندشول؟ جواب اوشو چه دکافرانو منصوبی او چلونه دحق نه په رکاوټ جوړولو کښی همیشه برباد وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>