فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۰ المؤمن

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ ﴿۲۶﴾ وَقَالَ مُوسَى إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ مِنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ ﴿۲۷﴾ وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ مِنْ رَبِّكُمْ وَإِنْ يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ وَإِنْ يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ ﴿۲۸﴾

او اوئیل فرعون پریږدئ مالره چه قتل کړم موسیٰ علیه السلام لره او مدد دی اوغواړی درب خپل نه یقیناً زه ویریږم چه بدل به کړی ستاسو دین یابه ښکاره کړی په ملک کښی فساد کول ﴿۲۶﴾
او اوئیل موسیٰ علیه السلام یقیناً ما پناهی غوښتلی ده په رب ځما اوپه رب ستاسو دهرمتکبرنه چه ایمان نه لری په ورځ دحساب ﴿۲۷﴾
او اوئیل یوسړی مؤمن دکورنئ‌ دفرعون نه وؤ پټوؤ ده ایمان خپل آیا قتل کوئ تاسوسړی چه وائي‌ رب ځما اللّه تعالٰی دی او یقیناً راغلی دی تاسوته په ښکاره حکمونوسره ستاسو درب دطرف نه اوکه چیری دی دروغژن وی نوپه ده باندی دی وبال د دروغو دده اوکه چیری رشتینی وی دی نو اوبه رسی تاسوته بعضی دهغه عذاب نه چه وعده کوی تاسوسره دی یقیناً اللّه تعالٰی هدایت نه ورکوی هغه چاته هغه دحدنه تیروتونکی ډیر دروغژن دی ﴿۲۸﴾

[۲۶] سبب ددی هغه رعب موسیٰ علیه السلام دی په فرعون باندی نوچا منع کړی نه دی لیکن هسی وائی چه ما پریږدئ چه دی قتل کړم (وَلْيَدْعُ رَبَّهُ) دا هم وهم دخلقو دفع کوی چه د موسیٰ دخیرو کولونه زه نه ویریږم اوتاسو هم مه ویریږئ (إِنِّي أَخَافُ) فرعون ذکرکوی سبب دقتل د موسیٰ علیه السلام ځکه چه یو د دوؤ خطرونه شته چه یابه دی ستاسو عقیدی او دین خراب کړی اویابه کم از کم ډله خپله جوړه کړی نوپه وطن کښی به جنگونه او فساد جوړ کړی نو اول فساد ددین دی او دوهم فساد ددنیا دی -
[۲۷] (مِنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ) قاتل په ناحقه او ظالم هغه څوک دی چه دا دواړه صفتونه په کښی وی ځان لوی گنړی نودچا حق خبره نه منی او طبیعت ئی غواړی چه په لاندی خلقو باندی ظلم اوکړی لیکن بعضی طبیعت دانسان ظلم کول غواړی لیکن دقیامت دحساب نه ویره کوی اوچه دحساب نه هم نه ویریږی نو دا ډیر لوی ظالم وی -
[۲۸] ددی آیت دعوت درجل مؤمن شروع دی هرکله چه موسیٰ علیه السلام په اللّه تعالٰی سره پناهی اوغوښتله نو اللّه تعالٰی دهغه د امداد دپاره دا رجل مؤمن را اوچت کړو چه فرعون ئی منع کوؤ دقتل د موسیٰ علیه السلام نه اوپه دی کښی تشجیع ده په دعوت باندی او ذکر دطریقی ددعوت دی او تسلی ده اهل حق ته اوپه مکالمه درجل مؤمن کښی څلور حصی دی اوله حصه په دوه آیاتونو کښی ده په دی کښی ذکرکوی بچ کول د موسیٰ علیه السلام دقتل کولو نه په نرمه ناصحانه طریقی سره اواشاره کوی چه دبادشاهئ دغرور دوجی نه دحق مقابله مه کوئ تباه به شئ (مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ) مفسرینو وئیلی دی چه دفرعون دتره ځوی وؤ او ددی وجی نه فرعون ورته ډیر مهلت ورکړو اودهغه بیان ئی هم واوریدو که اسرائیلی وی نو فرعون داسی مهلت نه ورکوؤ (يَكْتُمُ إِيمَانَهُ) دا طریقه د دعوت ده چه په وخت دابتداء کښی دا ضروری خبره نه ده چه داعی دی خپل مسلک خلقو ته ښکاره کړی دپاره ددی چه خلق دابتداء نه نفرت اونه کړی - اودا کتمان گناه نه دی بلکه رخصت دی ځکه چه یو کتمان دحق دی چه بیان دحق نه کوی اوبل کتمان دحال دی اوپه دی سره دهغه ایمان ته هیڅ نقصان نه دی رسیدلی ددی وجی نه اللّه تعالٰی ورته مؤمن صفت وئیلی دی او روستو هغه ایمان ښکاره کړی دی (بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ) مراد ترینه عذاب ددنیا دی لکه چه سورة طٰهٰ (۴۸) کښی ذکردی اوباقی عذاب به په آخرت کښی وی (إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ) جواب سوال دی چه آیا په دی بیان سره فرعونیانو ته څه فائده اورسیدله نوجواب اوشو چه مسرف کذاب ته فائده نه رسیږی دمسرف نه مشرک مراد دی او كَذَّاب، په دعویٰ دربوبیت کښی دی او دا اوصاف د فرعون وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>