فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۱ المؤمن
يَا قَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ظَاهِرِينَ فِي الْأَرْضِ فَمَنْ يَنْصُرُنَا مِنْ بَأْسِ اللَّهِ إِنْ جَاءَنَا قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ ﴿۲۹﴾ وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ مِثْلَ يَوْمِ الْأَحْزَابِ ﴿۳۰﴾ مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعِبَادِ ﴿۳۱﴾
اوی قومه ځما ستاسو دپاره بادشاهی ده نن زورآور ئی په دی ملک کښی نوڅوک به مونږ سره مدد اوکړی د عذاب د اللّه تعالٰی نه که چیری راشی مونږ ته اوئیل فرعون زه رائی نه درکوؤم تاسوته مگرهغه چه مارائی درکړی ده اونه ښائم زه تاسوته مگر لار دکامیابئ ﴿۲۹﴾
او اوئیل هغه کس چه ایمان ئی راوړی وؤ ای قومه ځما یقینا ویره کوؤم په تاسو باندی په شان دورځ د عنادیانو ﴿۳۰﴾
په شان دحال دقوم د نوح علیه السلام او د عادیانو او ثمودیانو او دهغه کسانو چه ددوی نه روستو وؤ اونه غواړی اللّه تعالٰی هیڅ ظلم کول په بندگانو باندی ﴿۳۱﴾
[۲۹] په دی آیت کښی تزهید فی الدنیا دی سره دتخویف نه چه بادشاهئ او زورآورئ په سبب د عذاب د اللّه تعالٰی نه بچ کیدلی نشی (قَالَ فِرْعَوْنُ) هرکله چه فرعون اویریدلو چه ددی سړی په بیان سره په خلقو باندی اثرپریوځی نوپه هغه قوم باندی تلبیس اچوی چه زه ستاسو خیرخواه او مرشد یم ځما رائی باندی عمل کوئ (مَا أَرَى) دا ماخوذ دی د رائ نه مراد ددی نه قتل کول د موسیٰ علیه السلام دی (سَبِيلَ الرَّشَادِ) یعنی د موسیٰ علیه السلام نه انکار کول اوځما په دین باندی مضبوط پاتی کیدل دا هدایت او رشد دی او دغسی باطل پرستان خپلو باطلو طریقوته د رشد او هدایت په نظر سره گوری -
[۳۰] ددی آیت نه دمکالمی درجل مؤمن دوهمه حصه ده تر (۳۵) په دی کښی تخویف دنیوی او اخروی ذکرکوی او دلیل نقلی د یوسف علیه السلام نه او زجرپه صفاتو قبیحو باندی ذکرکوی (مِثْلَ يَوْمِ الْأَحْزَابِ) هغه قومونه چه تحزب او ډله بازی ئی کوله په مقابله درسولانو کښی دهغوی دعذابونو په شان -
[۳۱] دا تفصیل داجمال دی د لفظ د أْبِ، کښی اشاره دچه هغوی کفر او تکذیب او دهغی په سبب سره عذاب راتلل د ټولو یوعادت او حالت مستمره دی (وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعِبَادِ) دا جواب سوال دی که څوک اوائي چه دا قومونه هلاکول آیا ظلم نه دی؟ جواب اوشو په دی جملی سره یعنی بغیر دحجت نه او بغیر دگناه نه عذاب نه ورکوی -