فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۲ المؤمن

وَيَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ يَوْمَ التَّنَادِ ﴿۳۲﴾ يَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِينَ مَا لَكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۳۳﴾ وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِمَّا جَاءَكُمْ بِهِ حَتَّى إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتَابٌ ﴿۳۴﴾

او ای قومه یقیناً زه ویریږم په تاسو باندی د ورځ د چغو وهلو نه ﴿۳۲﴾
هغه ورځ چه اوبه گرځی تاسو شا کوؤنکی نه به وی تاسو لره د اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک بچ کوؤنکی او هغه څوک چه بی لاری کړی اللّه تعالٰی هغه لره نو نیشته هغه لره هیڅ هدایت ورکوؤنکی ﴿۳۳﴾
او یقیناً راغلی وؤ تاسو ته یوسف علیه السلام ددی نه مخکښی په ښکاره حکمونو سره نوهمیشه وئ تاسو په شک کښی دهغی نه چه راوړی وؤ تاسوته ترهغی پوری چه کله مړشو نو تاسو اوئیل هیچ چیری به را اونه لیږی اللّه تعالٰی دده نه روستو هیڅ رسول دغه شان بی لاری کوی اللّه تعالٰی هغه چا لره چه حد نه تیریږی اوپوخ شک کوؤنکی وی ﴿۳۴﴾

[۳۳،۳۲] په دی کښی تخویف اخروی ذکرکوی (يَوْمَ التَّنَادِ) دا نوم دورځ دقیامت په دی وجه سره دی چه په دغه ورځ کښی ډیری نداگانی وی - نداگانی د جنت والو جهنمیانو ته او برعکس او آوازونه د اعراف والو دواړه طرفونو نه او نداء د ملائکو جنتیانو ته او آوازنه هرچا ته دهغوی د امام په نوم باندی اوفریادونه کول د کافرانو او ظالمانو او نداء د اللّه تعالٰی پیریانو او انسانانوته وغیره -
[۳۴] دا دلیل نقلی دی د یوسف علیه السلام نه او دی ئی ددی وجی نه خاص کړو چه په مصر کښی دی مشهور پیغمبر را لیږلی شوی وؤ او دارنگ دا روستنئ جملی مثال ذکرکوی (چه اللّه تعالٰی چالره بی لاری کړی نوڅوک ئی په لاری کولی نشی) (بِالْبَيِّنَاتِ) مراد ترینه هغه توحید تفصیلی دی چه په سورة یوسف ۳۹، ۴۰ کښی ذکردی - دا خطاب په اصل کښی ددوی مشرانو ته وؤ لیکن دوی (موجوده) دپلارانو په لاری روان وو نو دواړه په خطاب کښی یوشان اوگرځولی شول (لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ مِنْ بَعْدِهِ رَسُولًا) یعنی کلک شوئ تاسو په کفرباندی او تاسو وئیل ښه ده چه یوسف نه خلاص شو بل پیغمبربه بیا نه راځی یامراد دادی چه هرکله یوسف علیه السلام وفات شو او نظام دمصر گډوډ شو نوتاسو ارمان اوکړو چه ارمان دی داسی رسول به بیا رانشی اشاره ده چه اوس د موسیٰ علیه السلام نه انکارکوئ لیکن بیابه ورپسی ارمانونه کوئ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>