فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۳ المؤمن

الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ وَعِنْدَ الَّذِينَ آمَنُوا كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ ﴿۳۵﴾ وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا هَامَانُ ابْنِ لِي صَرْحًا لَعَلِّي أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ ﴿۳۶﴾ أَسْبَابَ السَّمَاوَاتِ فَأَطَّلِعَ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا وَكَذَلِكَ زُيِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ وَصُدَّ عَنِ السَّبِيلِ وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِي تَبَابٍ ﴿۳۷﴾ وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ ﴿۳۸﴾

هغه کسان چه جگړی کوی په آیاتونو د اللّه تعالٰی کښی بغیر ددلیل نه چه راغلی وی دوی ته ډیره غټه ده دا جگړه په نیز د اللّه تعالٰی اوپه نیز دمؤمنانو دغه شان مهروهی اللّه تعالٰی په ټول زړه دتکبر کوؤنکی زور ښکاره کوؤنکی ﴿۳۵﴾
او اوئیل فرعون ای هامانه جوړه کړه ماله دنگه بنگله دپاره ددی چه اورسم دروازوته ﴿۳۶﴾
دروازو د آسمانونو ته نو ورښکاره به شم الٰه د موسیٰ علیه السلام ته اویقیناً زه گمان کوؤم په ده باندی د دروغژن او دغه شان ښائسته کړی شوی دی فرعون ته ناکاره عمل دده او بند کړی شوی وؤ دحق لاری نه او نه وؤ چل ول دفرعون مگرپه تباهئ کښی وؤ ﴿۳۷﴾
او اوئیل هغه کس چه ایمان ئی راوړی وؤ ای ځما قومه تابع شئ ځما اوبه ښائم تاسوته لاد دکامیابئ ﴿۳۸﴾

[۳۵] دا ترقی ده ددوی په گمراهئ کښی چه اول شک وی بیا ارتیاب راشی بیا گمراهی شی نو ورپسی جدال کول شی په حق کښی (عَلَى كُلِّ قَلْبِ) کل ئی مقدم ذکرکړی دی اشاره ده چه دهر مکتبرپه زړه باندی مهر نه وهی لیکن هرکله چه د بعضی متکبر په زړه مهرلگوی نو دا مهر احاطه اوکړی دهغه په زړه باندی ټول زړه ئی بند کړی ( مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ) اول په حقوق اللّه کښی دی او دوهم په حقوق العباد کښی دی -
[۳۶] دا جواب دی دفرعون نه په طریقه دتلبیس سره دپاره ددی چه دخلقو په زړونو کښی کلام د رجل مؤمن اثر اونه کړی یعنی خلقو ته دا ښکاره کوی چه په ځمکه کښی خو الٰه زه یم او د موسیٰ علیه السلام الٰه که چیری وی نوپه آسمانونو کښی به وی نودهغی د مقابلی دپاره داسباب جوړولو حکم ئی هامان ته اوکړو -
[۳۷] اودا قول دفرعون په دی عقیده باند بنا دی چه اللّه تعالٰی یوجسم دی اوپه اوچت مکان باندی ناست دی لکه ددنیا د بادشاهانو په شان اودهغه سره مقابله کیدی شی اودا عقیده هم کفردی (وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا) دا لفظ د تلبیس دپاره دی یعنی محل جوړول او آسمانونو ته ختل او الٰه معلومول چه ضروری خبره نه وه ځکه چه غالب گمان یا یقین دادی چه موسیٰ علیه السلام په دعویٰ د الٰه کښی اوپه دعویٰ د رسالت کښی دروغژن دی (وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِي تَبَابٍ) دا جواب دسوال دی چه آیا په دی مکر دفرعون سره څه کامیابی حاصله شوه نوجواب اوشو حاصل دجواب دادی چه دا صرح ئی جوړکړی نه دی یا‌ئی جوړکړو اودمال او د وخت تاوان ئی اوشو لیکن اللّه تعالٰی هغه محل تباه کړو اوفرعون اود هغه قوم ئی غرق کړو -
[۳۸] دا دریمه حصه ده دمکالمی د رجل مؤمن تر (۴۰) پوری په دی کښی دعوت ورکوی خپلی اتباع ته او تزهید فی الدنیا او بشارت اخرویه ذکرکوی (أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ) دا په مقابله د قول دفرعون کښی دی چه په (۲۹) کښی تیرشو اوپه دی کښی تصریح اوکړه رجل مؤمن دخپل مسلک او دمقابلی کولو د فرعون سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>