فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۴ المؤمن
يَا قَوْمِ إِنَّمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِيَ دَارُ الْقَرَارِ ﴿۳۹﴾ مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۴۰﴾ وَيَا قَوْمِ مَا لِي أَدْعُوكُمْ إِلَى النَّجَاةِ وَتَدْعُونَنِي إِلَى النَّارِ ﴿۴۱﴾ تَدْعُونَنِي لِأَكْفُرَ بِاللَّهِ وَأُشْرِكَ بِهِ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَأَنَا أَدْعُوكُمْ إِلَى الْعَزِيزِ الْغَفَّارِ ﴿۴۲﴾ لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِي إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِي الدُّنْيَا وَلَا فِي الْآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّارِ ﴿۴۳﴾
ای قومه ځما یقیناً دا ژوند دنیوی لږه مزه ده اویقیناً آخرت هغه کور دهمیشه آرام دی ﴿۳۹﴾
چاچه عمل کړی وی ناکاره نوبدله به نشی ورکیدی مگردهغی په شان اوچاچه عمل اوکړو موافق دسنت سره که نارینه وی اوکه زنانه دی اوحال داچه مؤحد وی نودغه کسان به داخلیږی جنت ته روزی به ورکیدی شی په هغی کښی بی حسابه ﴿۴۰﴾
او ای ځما قومه څه وجه ده مالره (اوتاسولره) چه زه رابلم تاسو نجات ته او تاسو بلئ مالره اورته ﴿۴۱﴾
تاسو رابلئ مالره دی دپاره چه کفراوکړم په اللّه تعالٰی اوشریک کړم دهغی سره هغه څوک چه نیشته مالره په شرکت دهغه باندی هیڅ دلیل او زه رابلم تاسو زورآور او بخنه کوؤنکی ذات ته ﴿۴۲﴾
خامخا هغه څوک چه تاسو بلئ مالره هغه ته نیشته د هغه په وس کښی دعا قبلول په دنیا کښی اونه په آخرت کښی اویقیناً واپسی ځمونږ اللّه تعالٰی ته ده او یقناً مشرکان دی همیشه اوسیدونکی په اور کښی ﴿۴۳﴾
[۳۹] په دی کښی تزهید فی الدنیا او ترغیب الی لآخرة ذکرکوی یعنی د دنیا داقتدار دپاره د پیغمبر مخالفت مه کوئ (الْآخِرَةَ) په معنیٰ دجنت دی یاپه معنیٰ دورځ د آخرت دی -
[۴۰] په دی کښی اشاره ده چه آخرت مکان دجزاء او دبدلی دی اوتخویف او بشارت ئی ذکرکړو -
[۴۱] ددی آیت نه تر (۴۴) پوری د مکالمی د رجل مؤمن څلورمه حصه ده اوپه دی کښی تفصیل دی د غایة دتوحید (نجات) او غایة دشرک (اور) ئی ذکرکړی دی، دجنت نه ئی تعبیرپه نجات سره اوکړو اشاره ده چه په جنت کښی د هرغم او مصیبت او تکلیف او فناء وغیره چه ددنیا اوصاف دی نجات حاصلیدل دی -
[۴۲] دا تفسیر د ماقبل دی - د النَّارِ، نه مراد کفر اوشرک دی او د النَّجَاةِ، نه مراد توحید دعزیز غفار دی -
[۴۳] دا صریح رد دی په شرک فی الدعاء باندی ( لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ) زجاج معنیٰ کړی ده لیس له اجابة دعوة یعنی دوی د هیچ چا حاجت او دعا نشی قبلولی نه په دنیا اونه په اخرت کښی اود کلبی نه نقل دی چه دوی لره شفاعت نیشته (شفاعت قهریه) په دنیا او آخرت کښی د عبادت او ددعا حقدار نه دی -