فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۵ المؤمن

فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿۴۴﴾ فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ ﴿۴۵﴾ النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ ﴿۴۶﴾ وَإِذْ يَتَحَاجُّونَ فِي النَّارِ فَيَقُولُ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنَّا نَصِيبًا مِنَ النَّارِ ﴿۴۷﴾

نوزر ده چه یاد به کړئ تاسو هغه چه زه وایم تاسوته او سپارم خپل کار اللّه تعالٰی ته یقیناً‌ اللّه تعالٰی لیدونکی دی دبندگانو خپلو ﴿۴۴﴾
نو بچ اوساتلو اللّه تعالٰی هغه لره د بدو (اثارو) چلونو دهغوی نه او راگیرکړو فرعونیانولره ناکاره عذاب ﴿۴۵﴾
اور پیش کیدی شی دوی په هغی باندی صبا او بیگاه اوپه هغی ورځی چه قائم شی قیامت (اوبه وئیلی شی) داخل کړئ فرعونیان ډیرسخت عذاب ته ﴿۴۶﴾
اوکله چه دوی به بحثونه کوی په اورکښی نووائي به کمزوری هغه کسانوته چه لوئي‌ ئی کړی ده یقیناً‌ مونږ تاسو دپاره تابعدار وؤ نوآیا تاسو لری کولی شئ زمونږ نه یوه برخه د اور ﴿۴۷﴾

[۴۴] دا خاتمه دبیان ده چه اوس ځما دعوت نه منئ لیکن بیابه ارمان اوکړئ په وخت دنزول دعذاب کښی بیا تفویض او توکل علی اللّه دی -
[۴۵] دا برکت ددعوت د الی اللّه دی چه په هغه قوم باندی عذاب راغی او دی ترینه بچ شو (سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا) مراد هغه عذابونه دی چه وخت په وخت په فرعونیانوباندی نازلیدل او هغه په سورة اعراف کښی ذکردی یا مراد ترینه غرق دی -
[۴۶] (غُدُوًّا وَعَشِيًّا) مراد ددی نه صبا او بیگاه دی ددنیا دورځو په حساب باندی یعنی اورباندی پیشی به دا دوه وخته وی اوباقی اوقاتو کښی نور عذابونه دی یا دا کنایه ده د همیش والی نه - او ابن کثیرپه سند د ابی حاتم سره حدیث نقل کړی دی چه ارواح دفرعونیانو دتورو مارغانو په خیټوکښی دی او صبا بیگاه په جهنم باندی پیش کیږی اود قتادة روایت دی چه دا حال دروح د هرکافر دی اوحدیث بخاری او مسلم کښی په روایت د ابن عمر رضی اللّه عنهما سره وارد دی چه ټول اهل نارباندی معقد دهغه پیش کیږی صبا او بیگاه ترقیامته پوری -
فائده: ددی آیت نه ډیرو مفسرینو او محدثینو او علماء‌ د عقائدو استدلال کړی دی په دی خبره چه عذاب قبرحق دی او امام بخاری په ترجمة الباب دعذاب القبرکښی دا آیت کریمه ذکرکړی دی په دی باب کښی اوله ضروری خبره داده چه په احادیثو صحیحو کثیره کښی خو لفظ د عذاب القبر راغلی دی او عذاب فی القبر هم راغلی دی (انهما لیعذبان فی قبورهما، الحدیث) په دی باندی دلیل دی نو ددی تعبیر نه انکار کول گمراهی ده هان تفصیلی کیفیت دهغی زمونږ دشعور او علم نه اوچت دی بعضی هغه تفصیلات صحیح احادیثو کښی راغلی دی مثلاً سوال جواب کول اودهغی دپاره کینول د مړی اودچا دپاره وسعت دقبر او دچادپاره دتنگسیا دقبر دمرغو په اجوافو او حواصلوکښی دروح اوچول وغیره ددی منل ضروری دی -
[۴۷] دا تخوریف اخروی دی مرتب دی په واقعه دفرعونیانو لکه چه آل فرعون د فرعون تابعداری کړی ده په کفر او شرک کښی داسی هرهغه څوک چه دباطل پرستو ملایانوپیرانو اقتداروالو تابعداری کوی نوپه جهنم کښی به دننه دوی جگړه کوی (الضُّعَفَاءُ) مراد ترینه هغه خلق دی چه په علم او عقل کښی کمزوری وی په بدن کښی کمزوری ترینه مراد نه ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>