فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۶ المؤمن
قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُلٌّ فِيهَا إِنَّ اللَّهَ قَدْ حَكَمَ بَيْنَ الْعِبَادِ ﴿۴۸﴾ وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِنَ الْعَذَابِ ﴿۴۹﴾ قَالُوا أَوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا بَلَى قَالُوا فَادْعُوا وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ ﴿۵۰﴾ إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ ﴿۵۱﴾
اوبه وائي هغه کسان چه لوئي ئی کړی ده یقیناً مونږ ټول په دی کښی پراته یو یقیناً اللّه تعالٰی فیصله کړی ده په مینځ د بندگانو کښی ﴿۴۸﴾
او اوبه وائی هغه کسان چه په اور کښی دی څوکیدارانو د جهنم ته دعا اوغواړئ د رب خپل نه چه اسان کړی زمونږنه یو ورځ د عذاب نه ﴿۴۹﴾
دوی به اوائی آیا نه وؤ راغلی تاسوته رسولان ستاسو په ښکاره دلیلونو سره دوی به اوائی هان ولی نه اوبه وائی ملائک نودعا ځان له اوغواړئ اونه ده دعا د کافرانو مگربرباده ده ﴿۵۰﴾
یقیناً مونږ مدد کوؤ درسولانو خپلوسره او دمؤمنانو سره په ژوند دنیوی کښی اوپه هغه ورځ چه پیش به شی گواهان ﴿۵۱﴾
[۴۸] دا جواب دی د مستکبرینو په اظهار دعجزسره چه مونږ ځان نه شو خلاصولی نوتاسونه به څنگه عذاب دفع کړو -
[۴۹] هرکله چه په کورنئ کښی دیو بل مدد نه ناامیده شی نو څوکیدارو (ملائکو) د جهنم نه به طلب ددعا اوکړی -
[۵۰] دا جواب دی دملائکو دطرفه په تاکید سره په زورنه کښی (وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ) مراد ترینه دعا ده په آخرت کښی چه هغه برباده ده نه قبلیږی - دنیا کښی ددوی بعضی دعاگانی قبلیږی -
[۵۱] ددی سورة دریم باب دی ترآخر دسورة پوری په دی کښی تسلی ده ایمان والوته او امردی په صبراو استغفار او تسبیح سره دپاره ددعوت کوونکی - او امر دی په استعاذه سره په وخت دجدال دخلقو کښی بیا اثبات دقیامت دی په دوه دلیلونو سره - بیا رد دی په شرک فی الدعاء باندی چه دعویٰ دسورة ده اوپه هغی باندی تفصیلی اووه دلیلونه دی چه په هغی کښی تفصیل د نعمتونو د اللّه تعالٰی دی نو دبل چانه ولی حاجتونه غواړئ - بیا زجر اوتخویف شدید مجادلینوته او دلیل نقلی اجمالی دی د انبیاء علیهم السلام نه اوبیا دری عقلی دلیلونه دی او اختتام دی په تخویف دنیوی اوپه عدم قبولیت دتوبی سره په وخت دعذاب کښی، په دی (۵۱) کښی تسلی ده په نصرت الٰهیه سره او دا نتیجه ده د ماقبل چه فرعونیان ددنیا او د آخرت په عذابونو مبتلاء شول او مؤمنان بنی اسرائیل اللّه تعالٰی دعذاب نه بچ کړل او ددشمن په مقابله کښی ورسره مدد اوکړو نوداحال دټولو مؤمنانو دی (الْأَشْهَادُ) مراد ددی نه هغه شاهدان دی چه په جدا جدا آیاتونو کښی ذکرکړی دی - پیغمبران لکه سورة نساء (۴۱) مؤمنان لکه سورة بقره (۱۴۳) اندامونه لکه سورة یٰس (۶۵) او سورة نور (۲۴) او حٰم سجده (۲۰) ملائک لکه سورة ق (۲۱) کښی -