فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۷ المؤمن

يَوْمَ لَا يَنْفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ ﴿۵۲﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْهُدَى وَأَوْرَثْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ ﴿۵۳﴾ هُدًى وَذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ ﴿۵۴﴾ فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ ﴿۵۵﴾ إِنَّ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ إِنْ فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَا هُمْ بِبَالِغِيهِ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿۵۶﴾ لَخَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۵۷﴾

په هغه ورځ نفع به نه ورکوی ظالمانوته بهانی دهغوی او دوی دپاره لعنت دی او دوی لره ناکاره کور دی ﴿۵۲﴾
اویقیناً ورکړی وؤ مونږ موسیٰ علیه السلام ته هدایت او پاتی کړو مونږ په بنی اسرائیلو کښی کتاب (تورات) ﴿۵۳﴾
چه هدایت او نصیحت وؤ خالص عقل والو لره ﴿۵۴﴾
نوصبر کوه یقیناً وعده د اللّه تعالٰی رشتیا ده او بخنه غواړه دپاره دخطائی خپلی او پاکی وایه سره دستائینی درب ستانه بیگاه او صبا ﴿۵۵﴾
یقیناً هغه کسان چه جگړه کوی په آیاتونو د اللّه تعالٰی کښی یغیر د دلیل نه چه دوی ته راغلی وی نیشته په سینو ددوی کښی مگر لوی حسد دی چه نه دی دوی رسیدونکی دهغی پوره کیدلوته نو پناهی غواړه په اللّه تعالٰی سره یقیناً هغه هرڅه آوری هرڅه وینی ﴿۵۶﴾
خامخا پیدائش د آسمانونو او دځمکی ډیرلوی دی د پیدائش د انسانانونه لیکن ډیر ددی انسانانو نه نه پوهیږی ﴿۵۷﴾

[۵۲] د مظلومانو دبشارت نه روستو دظالمانو حال ذکرکوی -
[۵۴،۵۳] داهم یو نوع نصرت الٰهیه او دارنگ دا سبب دی دپاره دحصول دنصرت الٰهیه او دا دلیل نقلی دی د کتاب د موسیٰ علیه السلام نه -
[۵۵] دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ لره او آداب ذکرکوی دپاره دداعی الی الحق اوپه دی آیت کښی دری آداب ذکردی (۱) صبرپه مصیبتونوباندی (۲) استغفار (۳) تسبیح او حمد -
[۵۶] په دی آیت کښی څلورم ادب ذکرکوی یعنی استعاذه باللّه په وخت دجدال د مجادلینو کښی او زجردی دهغوی ته او تسلی ده چه مجادلین خپل مقصد ته نشی رسیدلی (إِنْ فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ) مرا د کبر نه امرکبیر (لوی مقصد) دی هغه په (۵) کښی تیرشوی دی یعنی حق لره مغلوب کول او حق پرستو لره ختمول (مَا هُمْ بِبَالِغِيهِ) دوی دغه مقصد ته نشی رسیدلی یعنی دغه مقصد ددوی نه حاصلیږی یا مراد د کِبرنه تکبراولوئی ده یعنی ددوی په سینو کښی تکبردی دحق منلونه اونشی رسیدلی دوی مقتضیٰ ددی تکبرته او مقتضیٰ دتکبر حق لره ختمول دی -
[۵۷] په دی آیت کښی زجردی په انکار دبعث بعدالموت روستو دزجر نه په انکار دتوحید باندی او اثبات دقیامت دی په دلیل اِنِّی سره یعنی پیدائش د آسمانونو او ځمکی د آثارو دقدرت د اللّه تعالٰی دی خو دا دلیل دی په دی باندی چه دخلقو په دوباره ژوند باندی قدرت لری نو دا استدلال دی د آثارونه اودی ته دلیل انی وئیلی کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>