فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۸ المؤمن
وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَلَا الْمُسِيءُ قَلِيلًا مَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿۵۸﴾ إِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ لَا رَيْبَ فِيهَا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۵۹﴾ وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ ﴿۶۰﴾ اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ ﴿۶۱﴾
اوبرابر نه ړوند او لیدونکی اوهغه کسان چه ایمان ئی رواړی دی او عملونه کړی دی د سنت برابر اونه بد عمله ډیر لږ نصیحت اخلئ تاسو ﴿۵۸﴾
یقیناً قیامت خامخا راتلونکی دی هیڅ شک نیشته په هغی کښی لیکن ډیر دخلقونه ایمان نه راوړی ﴿۵۹﴾
وئیلی دی رب ستاسو حاجتونه غواړئ ځمانه زه به پوره کوؤم حاجتونه ستاسو یقیناً هغه کسان چه لوئي کوی ددعا ځمانه زر ده داخل به شی جهنم ته ذلیلان به وی ﴿۶۰﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه جوړه کړی ده تاسولره شپه (تیاره) چه آرام کوئ په هغی کښی او ورځ رنړاوالا یقیناً اللّه تعالٰی فضل والا دی په خلقو باندی لیکن ډیر دخلقو نه شکرنه کوی ﴿۶۱﴾
[۵۸] دا هم استدلال دی په اثبات دقیامت باندی په طریقه د دلیل لمّی سره یعنی فرق په مینځ ددی فریقینو په دنیا کښی په عقیده او عملونو کښی دلیل دی په فرق کولو سره په جزا او سزا کښی او میدان دجزا اوسزا خوغیروی دمیدان دعمل نه نومعلومه شوه چه قیامت حق دی -
[۵۹] دا نتیجه د دواړو ماقبل دلیلونو ده -
[۶۰] هرکله چه په قیامت کښی دنجات دپاره عقیده او عمل دتوحید ضروری دی نواوس په دی آیت کښی توحید فی الدعاء ته (چه دعویٰ دسورة ده) ترغیب ورکوی او دا دلیل وحی دی دپاره د اثبات د دعوی (أَسْتَجِبْ لَكُمْ) هرکله چه مراد دعا نه شرعی دعا ده چه هغه مشروط ده په شرطونو په نورو آیاتونو کښی او احادیثو کښی اودهغی سره وعده د استجابت لازمه ده ددی وجی نه ئی استجب سره ئی قید نه دی لگولی (يَسْتَكْبِرُونَ) استکبارپه طریقه د مجادلی سره اوپه طریقه دشرک کولو سره دی (عَنْ عِبَادَتِي) مراد دعبادت نه دعا ده په طریقه د توحید سره اوپه دی باندی دلالت کوی هغه حدیث صحیح چه الدعاء هوالعبادة -
[۶۱] مخکښی آیت کښی توحید د دعویٰ ذکرشوه نواوس دهغی داثبات دپاره عقلی دلیلونه ذکرکوی اوپه دی دلیلونو کښی غټ غټ نعمتونه ذکرکوی چه ددی پیدا کوؤنکی او مالک صرف اللّه تعالٰی دی نو د نورو نه حاجات مه غواړئ - په دی دلیل کښی دوه غټ نعمتونه ذکردی - او اللَّيْلَ، ئی مخکښی ذکرکړی دی ځکه چه دمیاشتو په حساب کښی شپه مقدم وی په ورځ باندی او لفظ دالناس ئی دوه کرته ذکرکړو د تاکید دزجر دپاره یا اول (الناس) کښی ټول انسانان مراد دی او دوهم کښی اکثرمراد دی -