فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۴۹ المؤمن
ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿۶۲﴾ كَذَلِكَ يُؤْفَكُ الَّذِينَ كَانُوا بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ ﴿۶۳﴾ اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۴﴾ هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۵﴾ قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَمَّا جَاءَنِيَ الْبَيِّنَاتُ مِنْ رَبِّي وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۶﴾
دغه ذات اللّه تعالٰی دی رب ستاسو دی پیدا کوؤنکی دهر څیز دی نیشته حق دار دبندگئ سیوا دهغه نه نو څه رنگه اړولی شئ تاسو دحق نه ﴿۶۲﴾
دغه شان اړولی کیدل هغه کسان چه وؤ د آیاتونو د اللّه تعالٰی انکار ئی کوؤ ﴿۶۳﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه جوړه کړی ده تاسو لره ځمکه د آرام دپاره او آسمان چت او شکلونه ئی درکړی دی تاسوته نو ښائسته کړی دی شکلونه ستاسو او روزی ئی درکړی ده د پاک خوراکونونه دغه اللّه تعالٰی رب ستاسودی نو برکتونو والا اللّه تعالٰی دی چه رب د عالمینو دی ﴿۶۴﴾
اللّه تعالٰی ژوندی دی همیشه، نیشته حق دار دبلنی سیوا دهغه نه نوبلئ هغه لره چه اخلاص کوونکی ئی هغه لره د بلنی صفتونه د خدائی توب خاص اللّه تعالٰی لره دی چه رب دعالمینو دی ﴿۶۵﴾
ته اوایه یقیناً زه منع کړی شوی یم چه بندگی اوکړم د هغه کسانو چه تاسوئی بلئ سیواد اللّه تعالٰی نه هرکله چه راغلل ماته ښکاره دلیلونه د طرف د رب زمانه او حکم کړی شوی دی ماته چه تابع اوسم رب د عالمینو لره ﴿۶۶﴾
[۶۲] په دی کښی دلیل دی او نتیجه ده دمخکښی دلیل دپاره هم - توحید دربوبیت او توحید د الوهیت دواړه ئی په دی آیت کښی جمع کړی دی -
[۶۳] په دی آیت کښی علت د آوړیدلو ئی ذکر کړو چه انکار د آیات اللّه دی اودامشترک علت دی دپاره دمنکرینو -
[۶۴] دا هم دلیل دی اوپه دی کښی څلور لوی لوی انعامات ذکرکوی هغه مخکښی انعامات زمانیه وو اودا انعامات مکانیه دی او دمکان سره ئی ذکر دمکین (انسان) هم کړی دی نوپه دی آیت کښی افاقی علوی او سفلی او انفسی نعمتونه ئی دپاره د لیلونو یو ځای کړی دی (فَتَبَارَكَ) دا تفریع ده په تیرشوی نعمتونو باندی اوبرکت په معنیٰ د ډیرو فائدو پيدا کولودی او فائدی وخت په وخت زیاته ولو ته وئیلی کیږی او ددی تشریح مخکښی تیره شوی ده -
[۶۵] دا هم دلیل دی او توحید دالوهیت او توحیدفی الدعاء ئی سره دحمدنه په طور د نتیجی سره ذکر کړی دی -
[۶۶] دا نتیجه د دلیلونو مخکنو ده یعنی دغه دلیلونه مستلزم د شرک نه د نهی دپاره او دتوحید د امر دپاره دی او دارنگ دا جواب دی مشرکانوته هرکله چه هغوی دعوت ورکوی بندگئ د غیراللّه ته نو دا جواب به ئی کیدی شی -