فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۵۰ المؤمن

هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا شُيُوخًا وَمِنْكُمْ مَنْ يُتَوَفَّى مِنْ قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ هُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ فَإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۶۸﴾ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ أَنَّى يُصْرَفُونَ ﴿۶۹﴾ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِالْكِتَابِ وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۷۰﴾ إِذِ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلَاسِلُ يُسْحَبُونَ ﴿۷۱﴾ فِي الْحَمِيمِ ثُمَّ فِي النَّارِ يُسْجَرُونَ ﴿۷۲﴾ ثُمَّ قِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ تُشْرِكُونَ ﴿۷۳﴾ مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا بَلْ لَمْ نَكُنْ نَدْعُو مِنْ قَبْلُ شَيْئًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ الْكَافِرِينَ ﴿۷۴﴾

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی ئی تاسو د خاورونه بیا د نطفی نه بیا د ټکړی د وینی نه بیا را اوباسی تاسو واړه واړه بیا (پالی تاسو) چه اورسیږئ ځوانئ خپلی ته بیا (عمردرکوی) دپاره ددی چه بوډاگان شئ اوبعضی ستاسو نه هغه دی چه مړه کړی شی مخکښی او (ساتی تاسو) دپاره ددی چه اورسئ تاسو نیټی مقرری ته او دی دپاره چه دعقل نه کارواخلئ ﴿۶۷﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه ژوندی کول او مړه کول کوی نوکله چه اراده اوکړی دیو کار نو یقیناً اوائی هغه ته اوشه نوهغه اوشی ﴿۶۸﴾
آیا ته نه گوری هغه کسانوته چه جگړی کوی په آیاتونو د اللّه تعالٰی کښی څه رنگ اړولی کیدی شی د حق نه ﴿۶۹﴾
داهغه کسان دی چه تکذیب کوی د کتابونو اود هغه خبری چه رالیږلی دی مونږ په هغی سره رسولان زمونږ نوزر ده چه دوی به پوهه شی ﴿۷۰﴾
په هغه وخت چه طوقونه به په سټونو ددوی کښی وی او زنځیرونه (په خپو کښی وی) راښکلی کیږی به ﴿۷۱﴾
په ایشیدلو اوبو کښی بیا به اور کښی رواته کړی شی ﴿۷۲﴾
بیابه اوئیلی شی دوی ته کوم ځای دی هغه کسان چه تاسو شریکول د اللّه تعالٰی سره ﴿۷۳﴾
سیوا د اللّه تعالٰی نه دوی به اوائي روک شو زمونږ نه بلکه نه دی رابللی مونږ ددی نه مخکښی هیڅ څیز دغه شان په خطا کوی اللّه تعالٰی کافرانو لره ﴿۷۴﴾

[۶۷] دا هم دلیل دی مشتمل دی په مختلفو حالتونو د انسان باندی په وخت د ابتدائی پيدائش کښی نو دیته دلیل انفسی وئیلی کیږی (طِفْلًا) جنس دی په معنیٰ دجمع سره او طفولیة تابعدارئ ته وئیلی کیږی نو څو پوری چه بچی موراوپلارته محتاج وی په خوراک او سکاک کښی اوپه جامه اغوستلو کښی نودی تابع دی د مور او پلار -
[۶۸] داهم دلیل دی مخکښی خاص د انسانانو حیات او ممات ذکرشو اوپه دی کښی عام ذکرکوی -
[۷۰،۶۹] دا بیا زجر دی مجادلینوته یعنی دغه دلیلونه چه تیرشول په دی کښی جگړی کوی او خپل شرک ثابتوی او ددی مجادلینو حال ئی بیان کړی دی (بِالْكِتَابِ) جنس کتابونه الٰهیه ترینه مراد دی یا صرف قرآن مراد دی (وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا) مرا ددی نه مسئله د توحید ده چه هغه په سورة انبیاء (۲۵) او سورة نحل (۳۶) کښی ذکرده -
[د ۷۱ نه تر ۷۶ ] پوری په دی آیاتونو کښی تخویف اخروی ذکرکوی دپاره د مجا دلینو اودا تخویف مشتمل دی په لس امورو باندی (وَالسَّلَاسِلُ) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ سلاسل به هم ددوی په سټونو کښی وی، دوهمه معنیٰ داده سلاسل به ددوی په خپو کښی واچولی شی (ثُمَّ فِي النَّارِ يُسْجَرُونَ) یعنی په شان د خشاک به په دوی سره اور توده ولی شی یا معنیٰ دا چه روتولی به شی په اور کښی یا په معنیٰ د ډکولو سره دی یعنی ډکولی به شی په دوی سره اورد جهنم (ثُمَّ قِيلَ لَهُمْ) دا تپوس دپاره د سخت زجر دی هغه چاته چه په دنیا کښی شرک فی الدعاء ئی کړی وؤ (أَيْنَ مَا كُنْتُمْ تُشْرِكُونَ، مِنْ دُونِ اللَّهِ) یعنی کوم ځای دی چه آواز کړئ ورته چه تاسو ددی عذاب نه بچ کړی نودوی به اول جواب اوکړی (ضَلُّوا عَنَّا) روک شو زمونږ نه اودا جمله مستلزم ده ددوی اقرار کولو لره په شرک ددوی باندی نوبیا به ئی خیال راشی چه دا خو مونږ بد کار اوکړو چه دځان نه مو اقرار اوکړو نو دوهم جواب به اوکړی (بَلْ لَمْ نَكُنْ نَدْعُو مِنْ قَبْلُ شَيْئًا) یعنی انکار به اوکړی د شرک فی الدعاء نه لکه سورة انعام (۲۳) کښی تیرشوی دی (تَفْرَحُونَ) فرق د فرح او مرح دادی چه اول د زړه سره تعلق لری او دوهم دظاهر سره تعلق لری، اودوهم قول ددی برعکس دی قرطبی دوهم فرق ته اشاره کړی ده وئیلی دی په معنیٰ د تفرحون کښی مراد دادی چه ښکاره کوله تاسو خوشحالی په گناه کولو او په ډیرو مالونو او ډیرو نوکرانواوپه صحت او عافیت سره نوپه دی کښی عرسونه دپیرانو هم داخل دی چه په شرک کولو سره خوشحالی ښکاره کوی او تَمْرَحُونَ، دادی چه په رفتار او گرځیدلو کښی تکبراو لوئي کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>