فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۵۷ حٰمٓ السجدة
فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۱۲﴾ فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنْذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ ﴿۱۳﴾ إِذْ جَاءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ قَالُوا لَوْ شَاءَ رَبُّنَا لَأَنْزَلَ مَلَائِكَةً فَإِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿۱۴﴾ فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿۱۵﴾
نوپوره ئی کړو هغه اووه آسمانونه په اندازه د دوه ورځو کښی او وحی اولیږله په هر آسمان کښی دکار دهغی او ښائسته کړی دی مونږ آسمان نزدی په چراغونو سره او ساتنه کړی ده مونږ دهغی د تقدیر د زورآورپوهه دی ﴿۱۲﴾
نوکه دوی مخ اوگرځوؤ نوته ورته اوایه ویره درکوؤمه تاسوته دعذاب په شان دعذاب د عادیانو او ثمودیانو ﴿۱۳﴾
کله چه راغلل دوی ته رسولان مخکښی ددوی نه او روستو ددوی نه چه مه کوئ بندگی سیوا د اللّه تعالٰی نه دوی اوئیل که غوښتلی رب ځمونږ نو نازل کړی به ئی وؤ ملائک نویقیناً مونږپه هغه څیزباندی چه تاسو پری رالیږلی شوی ئی انکار کوؤ ﴿۱۴﴾
نوهرچه عادیان وؤ نو لوئي اوکړه په ملک کښی په ناحقه سره اودوی اوئیل څوک دی سخت زمونږ نه په قوت کښی آیا دوی نه گوری یقیناً هغه اللّه چه پیدا کړی دوی هغه خو ډیر زیات دی ددوی نه په قوت کښی او وؤ دوی زمونږ ایاتونو نه ئی انکار کوؤ ﴿۱۵﴾
[۱۲] داهم دلیل عقلی دی مشتمل دی په څلورتصرفات الٰهیه باندی (وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا) مراد دادی چه هرآسمان کی ملائک دی نوهغوی ته ئی دهغی مناسب احکام اولیږل یا اوحٰی په معنیٰ د انفذ دی اوبچلوؤ په آسمان کښی انتظام مناسب دهغی -
[۱۳] روستو د دلیلونو نه تخویف دنیوی دی اعراض کوؤنکوته په ذکر د دوه نمونو د مخکنو قومونو چه عاد اوثمود دی (فَإِنْ أَعْرَضُوا) مرا دد أَعْرَضُوا نه دوام داعراض دی یعنی که په اعراض کولوئی همیشوالی اوکړه اوتوبه ئی اونه کړله، او ذکردعاد اوثمود اشاره ده چه دچا قوت دبدنونو او د چا قوت د هنرمندی د اللّه تعالٰی د عذاب نه بچ کول نشی کولی (صَاعِقَةِ) یعنی سخت عذاب چه دهغی نه چغی وهل پیدا کیږی او انسانانولره ئی بی هوشه کړی یائی مړه کړی -
[۱۴] دا ذکر دسبب دعذاب دی په دی دواړو قومونو باندی (أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ) معلومه شوه چه ټول رسولان متفق وو په مسئله د توحید فی العبادت باندی (قَالُوا) دا انکار ددوی ذکرکوی او دا سبب د عذاب دی اوحاصل دانکارئی دادی چه مونږ رسول بشرنه منو که ملائک رسولان وی نومونږ به منلی وی - (بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ) اشاره ده چه اصل انکار ددوی د مسئلی دتوحید نه وو چه په هغی باندی رسولان را لیږلی شوی وو -
[۱۵] دمشترکه انکار ذکرکولو نه روستو دیو قوم جدا جدا طریقه د کفراو عذاب ذکرکوی - نو د عادیانو مرض د استکباروؤ او سبب د استکبار غټووالی د بدنونو ددوی وو نومراد استکبارنه دادی چه دوی دهود علیه السلام خبری ته غوږنه کیخودلو او پرواه ئی نه کوله -