فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۵۸ حٰمٓ السجدة
فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي أَيَّامٍ نَحِسَاتٍ لِنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَى وَهُمْ لَا يُنْصَرُونَ ﴿۱۶﴾ وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۷﴾ وَنَجَّيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴿۱۸﴾ وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَاءُ اللَّهِ إِلَى النَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿۱۹﴾
نو راولیږله مونږ په دوی باندی سیلئ تیزه په ورځو سپیرو کښی دپاره ددی چه اوڅکوؤ مونږ دوی ته عذاب درسوائی په ژوند دنیوی کښی او خامخا عذاب داخرت ډیر رسوا کوؤنکی دی اودوی سره به مدد نشی کیدلی ﴿۱۶﴾
اوهرچه ثمودیان وؤ نوهدایت اوکړو مونږ هغوته (په واسطه درسولانو) نوخوښ کړو هغوی ړوندوالی په هدایت باندی نو اونیول هغوی چغی د عذاب دذلت په وجه دهغه عملونو چه دوی کول ﴿۱۷﴾
او بچ کړل مونږ هغه کسان چه ایمان ئی راوړی وؤ او وؤ چه ځان ئی ساتلو دشرک نه ﴿۱۸﴾
اوپه کومه ورځ چه جمع به کړی شی دشمنان د اللّه تعالٰی اورته نودوی به تقسیم شی په ډلو ډلو ﴿۱۹﴾
[۱۶] دا تفسیر دصاعقی دعادیانو دی (صَرْصَرًا) سخته تیزه او سخته یخه آواز کوؤنکی وه دا لفظ دلالت کوی په دی ټولو معانیوباندی نوپه هغه سیلئ کښی دا دری صفتونه موجود وو (أَيَّامٍ نَحِسَاتٍ) ددغه ورځو شماره په سورة الحاقة (۷) کښی ذکرده نَحِسَاتٍ، نحس مقابل دسعد دی یعنی سپیری وی په حق دهغوی کښی یامراد دی په معنیٰ دپرله پسی یا سختی یخی یا ډیردوړو والا -
[۱۸،۱۷] دا ذکرد دوهمی نمونی دعذاب دی (فَهَدَيْنَاهُمْ) یعنی په واسطه درسولانو دوی ته توحید او ایمانیات په دلیلونوسره بیان شول او دوی واوریدل لیکن (فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى) حاصل دادی چه عادیانو دسره هدایت ته غوږ نه وؤ کیخودلی دوجی د استکبارنه او ثمودیانو خو غوږ کیخودلو لیکن گمراهی (شرک کفر) ورته ښائسته ښکاریدله نو ددی وجی نه اعراض ئی اوکړو ددی نه معلومه شوه چه کفرکوؤنکی دوه قسمه دی یوقسم ضدیان عنادیان چه حق پیژنی لیکن نه منی او دوهم قسم چه شرک اوکفرورته جائز او دثواب کار ښکاریږی نوتوحید نه منی او دواړه قسمونه اوس هم موجود دی -
[۱۹] روستو دتخویف دنیوی نه تخویف اخروی ذکرکوی (أَعْدَاءُ اللَّهِ) هرمشرک او کافر او د اللّه اودرسول دحکم مخالفت کوؤنکی په دی لفظ کښی داخل دی لیکن هغه خلق چه دقرآن نه اعراض کوی اونه ئی آوری اونورخلق ترینه منع کوی دا اول نمبردشمنان د اللّه تعالٰی دی په دی سورة کښی داصفت والا خلق ذکرشوی دی ددی وجی نه خاص په دی سورة کښی اعداء اللّه ئی وصف ذکرکړی دی (يُوزَعُونَ) یعنی روستو دجمع کولو نه به په مختلف ډلوکښی تقسیم کړی شی اواورته به داخل کړی شی -