فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۵۹ حٰمٓ السجدة
حَتَّى إِذَا مَا جَاءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۰﴾ وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنْطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنْطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۱﴾ وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَنْ يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَا أَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَكِنْ ظَنَنْتُمْ أَنَّ اللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۲۲﴾ وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنْتُمْ بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۲۳﴾ فَإِنْ يَصْبِرُوا فَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ وَإِنْ يَسْتَعْتِبُوا فَمَا هُمْ مِنَ الْمُعْتَبِينَ ﴿۲۴﴾
ترهغی پوری چه کله راشی اورته گواهی به اوکړی په دوی باندی غوږونه ددوی او سترگی ددوی اوڅرمنی ددوی په هغه عملونو باندی چه دوی کول ﴿۲۰﴾
او دوی به اوائي څرمنو خپلوته ولی گواهی اوکړه تاسو په مونږباندی دوی به اوائی گویائیی راکړه مونږته اللّه تعالٰی هغه ذات چه گویائی ورکړی ده هرڅیزته او هغه پیدا کړی ئی تاسو اول ځل اوهغه ته به اوگرځولی شئ تاسو -
تخصیص د څرمنو ئی اوکړو ددی وجی نه چه دغوږونو او دسترگوسره خطاب نشی کیدی او باقی اندامونه سره مخاطبه کیدی شی اوبله وجه دا چه جلود ټولو اندامونو ته شامل دی ﴿۲۱﴾
اونه وی تاسو چه پرده مو کوله ددی نه چه گواهی به اوکړی په تاسوباندی غوږونه ستاسو اونه سترگی ستاسو اونه څرمنی ستاسو لیکن گمان کوئ تاسو چه اللّه تعالٰی نه دی عالم په ډیرو دهغه کارونو چه تاسو ئی کوئ ﴿۲۲﴾
اودا گمان ستاسو دی داسی گمان چه کړی دی تاسو په رب خپل باندی هلاک ئی کړئ تاسو نوشوئ د تاوانیانونه ﴿۲۳﴾
که دوی صبرکوی نو اور ځای د اوسیدلو ددوی دی اوکه دوی واپسی غواړی نودوی به نشی واپس کیدی ﴿۲۴﴾
[۲۰] هرکله چه سورة مؤمن کښی ذکر کړی وو چه دا مشرکان چه دا مشرکان به انکاراوکړی دشرک کولونه نوپه دی سورة کښی په هغوی باندی شهادت د خپلو اندامونو ذکرکوی -
[۲۱] تخصیص د څرمنو ئی اوکړو ددی وجی نه چه دغوږونو او دسترگوسره خطاب نشی کیدی او باقی اندامونه سره مخاطبه کیدی شی اوبله وجه دا چه جلود ټولو اندامونو ته شامل دی -
[۲۲] داهم په تخویف کښی داخل دی دا هم قول دڅرمنو دی یا د اللّه تعالٰی دطرف نه دی په آخرت کښی یا زجر دی په دنیا کښی -
[۲۳] اهل علم وائی ظن دوه قسمه دی یو حسن دی او بل سوء او فاسد دی - حسن دادی چه اللّه تعالٰی خاوند د رحم اود فضل گنړی او طاعت کوی او ظن فاسد هغه دی چه اللّه تعالٰی عالم الغیب نه گنړی یا هیڅ طاعت نه کوی -
[۲۴] داهم په تخویف اخروی کښی داخل دی یعنی که صبرکوی اوکه نه کوی خو جهنم ته به ضرور داخلیږی لکه سورة طور (۱۶) (وَإِنْ يَسْتَعْتِبُوا) داد عتبیٰ نه اخستلی شوی دی په معنیٰ درجوع سره دی یعنی که چیری دوی دنیا ته واپسی طلب کوی نودا نشی منلی کیدی اوقرطبی اول قول داسی ذکرکړی دی چه دا په دنیا کښی مراد دی یعنی که دوی په دنیا کښی عمل داوروالو باندی ټینگ وی نواورته به داخلیږی اوکه چیری دوی سره دکفرنه توبی او استغفار کوی نوداسی توبه ئی نه قبلیږی -