فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۶۳ حٰمٓ السجدة
وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ ﴿۳۴﴾ وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ ﴿۳۵﴾ وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۶﴾
او برابر نشی کیدی ښه او بد دفع کوه (بدولره) په هغه طریقه چه ښائسته ده نودغه وخت به هغه څوک چه په مینځ ستا او په مینځ دهغه کښی دشمنی وی گویا که دی دی دوست گرم (مخلص) ﴿۳۴﴾
او نشی ورکیدی دا خصلت مگر هغه کسانوته چه صبرئی کړی دی او نشی ورکیدی دا مگر لوی برخی والاته ﴿۳۵﴾
اوکه چیری اورسیږی تاته د شیطان دطرف نه چوکه نوپناهی غواړه په اللّه تعالٰی سره یقیناً هغه هرڅه آوری په هرڅه پوهه دی ﴿۳۶﴾
[۳۴] په دی آیت کښی دوه آداب ذکرکوی اول وَلَا تَسْتَوِي، یعنی داعی له ضروری دی چه د حسنه او سیئه فرق پوره اوپیژنی دپاره ددی چه په حسنه باندی امرکوی اود سیئه نه نهی کوی او (الْحَسَنَةُ) توحید او سنت ته وئیلی کیږی او سیئه شرک بدعات او فسق فجور ته وئیلی کیږی یامراد دحسنه نه ښائسته اخلاق دی او دسیئه نه بد اخلاق دی - دوهم ادب تفریع په ماقبل جمله باندی (ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) یعنی په بیان دحسنه سره چه توحید او سنت دی دفع کوه شرک او بدعت او گناهونو لره اشاره ده چه د مسئلی مقابله په مسئلی سره کوه په کنځلو او جگړی کولوسره مه کوه یامراد دادی چه په صبرحلم او عفو او کرم وغیره د مخالفینو دغضب او کنځلو او دظلم وغیره مدافعت کوه (فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ) دا بیان دفائدی ددغی طریقی ددعوت اود هغی ثمره او نتیجه ذکرکوی (وَلِيٌّ) یعنی قریب به شی (حَمِيمٌ) مخلص به اوگرځی (سوال) ددی ادابو خو انبیاء علیهم السلام ټول ښه پابند وؤ خاص کربیا زمونږ نبی ﷺ خوپه دی آدابو باندی پوره متصف وو او حال داچه دهغه بعضی دشمنان لکه ابوجهل، ابولهب وغیره خو دوستان نه شول؟ (جواب) دا چه مرادد دشمن نه په دی آیت کښی دشمن دجهل د وجهی نه دی عنادی دشمن مراد نه دی عَدَاوَةٌ کښی تنکیر دپاره دخاص نوع دی په قرینه دسورة عنکبوت (۴۶) چه دی کښی د عنادیانو استثناء ئی کړی د جدال بالاَ حسن نه -
[۳۵] په دی آیت کښی عظمت شان ددغه خصلت ذکرکوی یعنی دفاع په احسن طریقی سره دصبرناکو اود جنتیانو خصلت دی (ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ) ددی نه مراد جنت دی ددی نه معلومه شوه چه دعوت کوونکی حق ته په داسی خصلتونوسره د اللّه تعالٰی په نیزباندی د لوی برخی خاوند دی او جاهلان خلق د برخی خاوند هغه چا ته وائی چه لیونی او مجذوب وی اودا ناکاره عقیده ده -
[۳۶] په دی آیت کښی بل ادب ذکرکوی دپاره دداعی (وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنی هرکله چه مخالفین سب وشتم کوی نو شیطان انسی یا جنی تاته وسوسه اوکړی چه ته هم ورته کنځل اوکړه اوجگړی ته دی آماده کوی (فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ) د استعاذه باللّه قرآن کښی په دوه حالتونو کښی امردی اول په وخت د شروع کولو دقرائت دقرآن کښی لکه سورة نحل (۹۸) اودوهم په وخت د غضب او غصه کیدلو کښی لکه چه سورة اعراف (۲۰۰) کښی دی -