فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۶۴ حٰمٓ السجدة
وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿۳۷﴾ فَإِنِ اسْتَكْبَرُوا فَالَّذِينَ عِنْدَ رَبِّكَ يُسَبِّحُونَ لَهُ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا يَسْأَمُونَ۩ ࣛ ﴿۳۸﴾ وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۳۹﴾
او بعضی دلیلونو دتوحید نه شپه او ورځ او نمراو سپوږمئ دی سجدی مه کوئ نمرته اونه سپوږمئ ته او سجده خاص کوئ اللّه تعالٰی ته هغه اللّه تعالٰی چه پیدا کړی دی دا که چیری تاسو خاص هغه لره بندگی کوئ ﴿۳۷﴾
نوکه چیری دوی لوئی کوی نوهغه کسان چه ستادرب سره دی تسبیح وائی هغه لره دشپی او دورځی او دوی نه ستړی کیږی ﴿۳۸﴾
او بعضی ددلیلونو دتوحید نه دادی چه ته وینی ځمکه اوچه نو کله چه اوروو مونږ په هغی باندی اوبه تازه شی او بوگه شی یقیناً هغه ذات چه دائی تازه کړه خامخا ژوندی کوؤنکی د مړو دی یقیناً هغه په هرڅیز باندی قدرت لری ﴿۳۹﴾
[۳۷] په دی آیت کښی دلیل عقلی په توحید باندی ذکرکوی او اشاره ده چه داعی اگرچه غصه شی نو اعوذباللّه وئیلونه روستو دی دلیلونه پیش کوی (وَمِنْ آيَاتِهِ) په دی کښی اشاره ده چه دلیلونه دتوحید بی شماره دی (لَا تَسْجُدُوا) رد دی په هغه مشرکین باندی چه دنمر اوسپوږمئ عبادتونه کوی لکه چه قوم د ابراهیم علیه السلام وؤ دارنگ بلقیس او قوم دهغی وؤ او حدیث کښی وارد دی چه دنمر دطلوع او غروب په وخت کښی عبادت کوؤنکی دشمس هغی ته سجدی لگوی او دا هغه خلق دی چه درنړا عبادت کوی نودا په اصل کښی د مجوسیانو یوه ډله ده -
[۳۸] دا زجردی په پریخودلو دسجدی سره دوجی د استکبارنه په شان دابلیس چه تسبیح وئیل د ملائکو دپاره امرگرځیدلی دی لکه انسان چه ساه اخلی اوپه هغی باندی نه ستړی کیږی -
[۳۹] دا بل دلیل عقلی او اشاره ده چه په باران سره ځمکه کښی انقلاب پیدا کیږی دارنگ په قرآن بیانولو سره په خلقو کښی انقلاب پیدا کیږی (خَاشِعَةً) اوچه او شاړه او دوړووالا چه بوټی په کښی نه وی (اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ) دا حالت مخکښی دبوټی د راوتلو نه وی یعنی ځمکه په وخت دبوټی راوتلو کښی اوخزیږی یعنی ځای د راوتلو فراخه شی اودا ځمکه اوپړسیږی یعنی نرمه شی - یا دا روستو دبوټی راوتلونه صفتونه دبوټی دی ځمکی ته ئی نسبت مجازیه دی یعنی تیغ دبوټی په وخت د راوتلو کښی اوخوزیږی اوبیا پورته شی بره طرف ته (إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا) دا استدلال دی ددی حالت نه په دوباره ژوند ثابتولو باندی او دارنگ دا تذکیردقیامت دی یعنی هرکله چه انسان خپل فصل دځمکی اوینی نوهسی نه چه دنیا د محبت دوجی نه بعث بعدالموت هیرکړی -