فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۶۵ حٰمٓ السجدة
إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا أَفَمَنْ يُلْقَى فِي النَّارِ خَيْرٌ أَمْ مَنْ يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۴۰﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَاءَهُمْ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ ﴿۴۱﴾ لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ ﴿۴۲﴾ مَا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِكَ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ ﴿۴۳﴾
یقیناً هغه کسان چه کږلیچ کوی په آیاتونو ځمونږ کښی نه شی پټیدلی ځمونږنه آیا نو هغه څوک چه غورځولی کیږی په اورکښی غوره دی اوکه هغه څوک چه راځی به امن والا په ورځ دقیامت عمل کوئ څه مو خوښه وی یقیناً اللّه تعالٰی په هغه عملونو چه کوئ تاسو لیدونکی دی ﴿۴۰﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی په قرآن باندی هرکله چه راغی دوی ته (هلاک به شی) او یقیناً دا کتاب دی عزتمند ﴿۴۱﴾
نه شی راتللی ده ته باطل دمخکښی دده نه اونه د روستو دده نه نازلول دده دی د طرف د حکمت والا ستائیلی شوی نه ﴿۴۲﴾
نه وئیلی کیږی تاته مگر هغه چه وئیلی شوی دی رسولانوته ستانه مخکښی یقیناً ستا رب خامخا مالک دبخنی دی او مالک دعذاب دردناک دی ﴿۴۳﴾
[۴۰] دا متعلق دی د لاتسمعو الهذا القرآن، سره یعنی الحاد په آیاتونو کښی په داسی طریقه کوی چه خلق ئی د آوریدلو نه منع کوی او تحریف او باطل تاویلونه کوی اومقابلی کوی نودوی لره زجر او تخویف ورکوی په دری طریقو سره -
[۴۲،۴۱] دا هم زجردی ملحدینو دقرآن ته سره دبیان دصدق د قرآن نه په څلورو صفتونو سره (عَزِيزٌ) ددی ډیری معنی دی اوهغه ټولی مراد دی - عزت مند دی په نیز د اللّه تعالٰی، غالب دی په هرکتاب باندی، بی مثله بی نظیره دی، گران دی یعنی څوک ئی مقابله نشی کولی (لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ) باطل نه مراد تغیر اوتبدیل دی یا تکذیب دی یا شیطان دی (مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ) دوه طرفونه ئی ذکرکړه مراد ترینه هرطرف دی یعنی د هیڅ جهت نه په کښی باطل (په دغه دری معانیوسره) نشی راتلی یا مراد ددی نه تیرشوی واقعات او راتلونکی پیشنگوئی دی اوباطل نه مراد تکذیب دی یامراد ددی نه مخکښی نازل کړی شوی کتابونه دی او روستو کتاب نازل کیدل دی یعنی تیرشوی کتابونو کښی ددی قرآن تکذیب نیشته او روستو هم ددی نه منسوخ کوؤنکی نشی راتللی اودا دلیل دی چه دا آخری کتاب دی چه په آخری نبی باندی نازل شوی دی -
[۴۳] دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته روستو دذکر دملحدینوته او د آیت دوه تفسیرونه دی اول داچه مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ ، نه مراد نسبت د ساحر، کذاب، مجنون، گمراه وغیره طعنونه کول دی - دوهم داچه مراد هغه وحی دتوحید ده چه مخکښی رسولانو ته رالیږلی شوی وه -