فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۶۶ حٰمٓ السجدة

وَلَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا أَعْجَمِيًّا لَقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى أُولَئِكَ يُنَادَوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۴۴﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ ﴿۴۵﴾ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ ﴿۴۶﴾

اوکه چیری نازل کړی وی مونږ دا قرآن په ژبه عجمی خامخا دوی به وئیل چه ولی نه دی جدا جدا آیاتونه دده او آیا کتاب عجمی دی او پیغمبر عربی دی ته اوایه دا د مؤمنانو دپاره هدایت او شفاء‌ ده اوهغه کسان چه ایمان نه راوړی په غوږونو دهغوی کښی دروندوالی دی اودا قرآن په هغوی باندی حجت دی دغه کسان داسی دی لکه چه آواز ورکیدی شی دوئ‌ ته دځای لری نه ﴿۴۴﴾
او یقیناً ورکړی دی مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب (تورات) نو اختلاف کړی شوی دی په هغی کښی اوکه چیری نه وی نیټه دعذاب چه مخکښی مقرر شوی ده ستا درب دطرف نه نواوس به فیصله کړی شوی وی په مینځ دووی کښی اویقیناً‌ دوی په خامخا په شک کښی دی ددی نه پوخ شک ﴿۴۵﴾
چاچه عمل کړی وی برابر دسنت سره نوخپلی فائدی دپاره دی اوچاچه بدعمل کړی وی نوضرربه ئی په هغه باندی وی اونه دی ستارب هیڅ ظلم کوؤنکی په بندگانو باندی ﴿۴۶﴾

[۴۴] ددی نه ترآخره پوری دریم باب دی په دی کښی جواب ددریمی شبهی دی بیا سبب دعذاب ئی ذکرکړی دی چه هغه اختلاف فی الکتاب دی بیا دلیل عقلی دی سره دتخویف اخروی نه بیا څلورزجرونه دی او آخرکښی اتم دلیل عقلی دی - په دی (۴۴) کښی جواب دشبهی د مشرکانودی هرکله چه دقرآن او درسول صدق ذکرشو نومنکرینو بل اعتراض اوکړو چه دا قرآن په عجمئ ژبی سره ولی نه راوړی خو معلومیږی چه دا تا د ځان نه جوړکړی دی نوجواب اوشو حاصل جواب دادی چه اوس خو تاسو یو شبهه کوئ اوکه په عجمی ژبه باندی نازل شوی وی نوبیا به تاسو دوه اعتراضونه کولی یو دا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ، ځکه چه کوم تفصیل او وضاحت په لغت عربیه کښی دی هغسی په نورو لغتونو کښی نیشته دوهم دا أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ، آیا کتاب عجمی دی اورسول عربی دی - فرق په مینځ د اعجمی او عجمی کښی دادی - اعجمی هغه دی چه هیڅ وضاحت نشی کولی برابره خبره ده که عربی وی اوکه غیرعربی وی او عجمی هغه دی چه دعربی نسب نه نه وی اگرچه هغه هم فصیح او بلیغ وی په شان دعربو (أُولَئِكَ يُنَادَوْنَ) دا اشاره ده بل مثال ددوی ته یعنی دوی چه قرآن نه آوری نومثال ئی دهغه سړی دی چه هغه ډیر لری وی اوڅوک ورته آوازونه کوی نوهیڅ نه اوری اونه پوهیږی -
[۴۵] دا تسلی ده نبی ﷺ ته لکه چه ستا کتاب قرآن کښی ددی خلقو اختلاف دی نودارنگه په کتاب د موسیٰ علیه السلام کښی اختلاف کړی شوی وو (وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ) دا جواب دسوال دی هرکله چه قرآن حق دی اودا خلق ئی انکارکوی نوپه دوی باندی عذاب ولی نه راځی حاصل دجواب دادی چه د دوی عذاب اللّه تعالٰی په حکم تقدیری سره روستو کړی دی او دا احسان د اللّه تعالٰی دی -
[۴۶] دا ذکر دفریقینو دی په وخت د اختلاف اود شک کښی اودهریو حال ئی ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>