إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۲ الشورىٰ
فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿۱۱﴾ لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۲﴾ شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ يُنِيبُ ﴿۱۳﴾
اول پیدا کوؤنکی د آسمانونو او دځمکی دی جوړ کړی دی تاسولره ستاسو د جنس نه جوړئ او د څاروؤ نه هم جوړئ خوره وی تاسولره په دی انتظام کښی نیشته دهغه په شان هیڅ څیز اوهغه هرڅه آوری هرڅه وینی ﴿۱۱﴾
خاص هغه لره کنجیانی د آسمانانو او د ځمکی دی فراخوی روزی چالره چه اوغواړی او تنگوی یقیناً هغه په هرڅیزباندی عالم دی ﴿۱۲﴾
(ښکاره) مقرر کړی دی تاسولره د دین نه هغه چه پوخ حکم ئی کړی وؤ په هغی سره نوح علیه السلام ته او هغه چه وحی کړی ده مونږ تاته اوهغه چه پوخ حکم کړی وؤ مونږپه هغی سره ابراهیم علیه السلام او موسیٰ علیه السلام او عیسیٰ علیه السلام ته چه کلک او چلوی دین لره او ډلی مه جوړوئ په دی کښی گران دی په مشرکانو باندی هغه دین چه ته بلنه کوی د دوی هغی ته اللّه تعالٰی را کاږی دین ته هغه چالره چه اوغواړی او هدایت ورکوی دی ته هغه چالره چه حق ته ورگرځی ﴿۱۳﴾
[۱۲،۱۱] دا عقلی دلیلونه دی په رد د شرک فی الولایة و الحکم باندی په لس جملوسره اول ایت کښی شپږ جملی دی اوپه دوهم کښی څلور جملی دی - حاصل ئی دادی چه تصرف کوؤنکی په پیدائش د آسمانونو او ځمکی او د ازواجو په انسانانو او څاروؤ کښی صرف اللّه تعالٰی دی او بغیر دحاجت نه اسبابوته او اختیارمند دخزانو او درزق په فراخولو او تنگولو سره اوپه هرڅیزباندی علم لرونکی صرف اللّه تعالٰی دی نودهغه سره په ولایت او حکم کښی شریک مه جوړوئ (يَذْرَؤُكُمْ) دا فائده د تزویج (نکاح کولو) ذکرکوی چه افرائش دنسل دی دا دلیل دی چه هرهغه منصوبه چه په هغی کښی نسل کشی کیږی د حکمت د تزویج نه مخالفت کول دی اودا ناجائزده (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ) په دی کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی په دی تصرفاتو کښی اسبابوته محتاج نه دی په شان دمخلوق اودارنگ په مخلوق کښی هیڅ څوک د اللّه تعالٰی سره په تصرفاتو د الوهیت کښی مشابه او مماثل نشی کیدی نوپه دی جمله کښی نفی ده د تشبیه د اللّه تعالٰی د مخلوق سره او نفی د اشتراک دمخلوق د اللّه تعالٰی سره اودا پوره مقصد دتوحید دی - معلومه شوه چه دا آیت رد دی په مشبهو او مجسمو باندی چه هغوی د اللّه تعالٰی دپاره صفات دلاس او سترگی اوپورته والی اوپه عرش باندی کیناستل وغیره ثابته وی او وائی چه داصفتونه بالکل د مخلوق دصفتونو په شان دی اوڅوک ورله ددی تشبیه سره جسم هم دمخلوق په شان ثابته وی اودا باطله عقیده ده اوکه څوک د اللّه تعالٰی ددی صفتونو نه انکارکوی په طریقه د تاویل لکه جهمیه او منکرین صفات نوهغه هم صریح گمراه دی -
[۱۳] په دی کښی دلیل وحی دی په رد دشرک فی الولایة والحکم باندی یعنی اختیار د تشریع د احکامو صرف د اللّه تعالٰی سره دی اودا متعلق دی د فحکمه الی اللّه سره - اودرنگ توحید شرع د اللّه تعالٰی ده او انبیاء علیهم السلام دشرع بیان کوؤنکی دی (مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا) اشاره ده چه اول تشریعی پیغمبر نوح علیه السلام وؤ یعنی چه توحید او نور احکام شرعیه ئی راوړی دی سره دمقابلی کولو نه د مخالفینو سره او آدم علیه السلام خو اول نبی دی لیکن په هغه وخت کښی مخالفین دتوحید اودشرع موجود نه وو (وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى) ددوی تخصیص ددی وجی نه اوشو چه ددوی شرائع مشهور وو (أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ) اقامة نه مراد چلول دهغه دین دی په ځپل ځان کښی په عمل سره اوپه نورو خلقو کښی په دعوت سره په دلیلونو او په دفع دشبهاتو سره - الدِّينَ، مراد ددی نه هغه اصول دی چه په ټولو شرائعو کښی یوشان دی چه هغه توحید، مونځ، زکوٰة، روژی، حج، طاعت د احکامو د اللّه تعالٰی، ایمانیات، تحریم د هرقسم کفراو شرک اواحکام دزنا و قتل، دروغ، ظلم، خیانت وغیره دی (كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ) دا علت د اقامة الدین دی یعنی مشرکان دا دین نه غواړی او هغوی په کښی تفرق پیدا کول غواړی لیکن تاسو دهغی اقامت کوئ - په دی کښی اشاره ده چه څوک ددین اسلام او توحید اودهغی نور اصولوته بد گوری نوهغه مشرک دی (اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَنْ يَشَاءُ) اجتباء او هدایت کښی یوفرق دادی چه اجتباء نه مراد نبوت ورکول دی اوهدایت نه مراد توفیق د ایمان ورکول دی دوهم داچه اجتباء نه مراد توفیق د اقامت دین ورکول دی اودهدایت نه مراد توفیق دقبلولو دی او اجتباء صرف په اختیار د اللّه تعالٰی سره ده په دی کښی دانسان دخل نیشته ددی وجی نه مَنْ يَشَاءُ ئی اوئیل اود هدایت دپاره اول انابت شرط دی ددی وجی نه ینیب ئی ذکرکړو -