إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۳ الشورىٰ
وَمَا تَفَرَّقُوا إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ ﴿۱۴﴾ فَلِذَلِكَ فَادْعُ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَقُلْ آمَنْتُ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنْ كِتَابٍ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۱۵﴾ وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ﴿۱۶﴾
او ډلی نه دی جوړی کړی دوی مگر روستو دهغی نه چه راغی دوی ته علم دوجی دضد کولو په مینځ خپل کښی او که چیری نه وی نیټه چه مقرر شوی ده مخکښی د طرف درب ستانه ترنیټی مقرری پوری نوفیصله به شوی وه په مینځ ددوی کښی اویقیناً هغه کسان چه پاتی کړی شوی دی دوی ته کتاب روستو دمشرانو نه خامخا په شک کښی دی ددی نه پوخ شک ﴿۱۴﴾
نودی دپاره ته دعوت کوه او ټینگ شه لکه چه حکم کړی شوی دی تاته او تابعداری مه کوه د خواهشاتو ددوی او وایه چه ایمان راوړی دی ما په هغه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی چه هرکتاب وی اوحکم کړی شوی دی ماته چه انصاف اوکړم ستاسو په مینځ کښی اللّه تعالٰی رب ځمونږ اورب ستاسو دی مونږلره عملونه زمونږ دی او تاسولره علمونه ستاسو دی نیشته هیڅ جگړه په مینځ زمونږ او په مینځ ستاسو کښی اللّه تعالٰی به جمع کوی په مینځ ځمونږ کښی اوخاص هغه ته گرځیدل دی ﴿۱۵﴾
اوهغه کسان چه جگړه کوی په توحید د اللّه تعالٰی کښی روستو دهغی نه چه قبولیت کړی شوی دی دهغی نو دلیل ددوی باطل دی په نیزد رب د ددوی اوپه دوی باندی غضب دی اودوی لره عذاب سخت دی ﴿۱۶﴾
[۱۴] په دی آیت کښی جواب ددریمی شبهی دی هغه داده چه تاسو چه دعوت ورکوئ کوم دین ته ددی نه ډیر علماء مخالفت کوی نو معلومیږی چه دا دین صحیح نه دی؟ حاصل دجواب دادی چه مخالفت ددی علماؤ ته اعتبار نیشته ځکه چه ددوی تفرق او اختلاف دعلم او دلیل نه مخالف هم دی اودارنگ ددوی مخالفت په ضد او عناد باندی بنا دی (وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِهِمْ) مراد ددی نه هغه عوام او نیمگړی ملایان دی چه دکتاب وارثان دی یعنی پوره علم ئی نه دی حاصل کړی حاصل دادی چه غټو ملایانو دضد او عناد دوجی نه دتوحید او دحق مخالفت اوکړو اودهغی په مقابله کښی ئی دشرک کتابونه اولیکل روستو نیمگړی ملایانو او امیانو د غټو علماؤ موافقت ئی اوکړو او دکتاب دشرک تقلید ئی اوکړو اود توحید نه ئی انکار اوکړو -
[۱۵] ددی آیت نه تر (۳۵) پوری دوهم باب دی په دی کښی ترغیب دی دعوت ته په لس جملوسره بیازجردی مقابله کوؤنکوته اوهغوی ته دعوت دقرآن دی سره تخویف نه بیا دریم دلیل عقلی دی سره د تزهیدفی الدنیا نه بیا یو زجردی په شرک فی التحکیم سره اوتخویف اوبشارت دی او دوهم زجردی په انکار درسول سره دترغیب الی التوبه نه - بیا دری عقلی دلیلونه دی اوبیا تخویف دنیوی دی او دلیل عقلی دی، په دی (۱۵) کښی ترغیب دی دعوت ته اودا علاج دی دپاره د دفع کولو دتفرق چه مخکښی آیت کښی تیرشو اوپه دی کښی دداعی دپاره لس جملی ذکرکوی اودا آداب ددعوت دی (فَلِذَلِكَ فَادْعُ) معنیٰ داده دوجی ددفع کولو دتفرق او اختلاف نه دعوت دحق کوه، یا لام په معنیٰ د الٰی دی او ذالک اشاره ده دین دتوحید ته چه په (۱۳) کښی ذکرشوی وؤ یا اشاره ده قرآن ته (أَهْوَاءَهُمْ) مراد ترینه بی دلیله مسئلی دی چه ملایانو دځان نه جوړکړی دی (وَقُلْ آمَنْتُ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ) یعنی هرکله چه مخالفین استدلال کوی په نورو کتابونو دپاره داثبات دشرک اوبدعت نو ته جواب کښی اوایه چه زه صرف منزل کتاب باندی ایمان لرم -
[۱۶] دا تسلی ده دعوت کوؤنکی ته چه ستا دمخالفینو دلیلونه باطل دی اوبی کاره دی دهغی پرواه مه کوه - (اسْتُجِيبَ لَهُ) یعنی هوښیارو خلقو د اللّه تعالٰی دعوت دتوحید قبول کړی دی، نوداهم یو الزامی حجت دی په منکرینوباندی -