إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۴ الشورىٰ

اللَّهُ الَّذِي أَنْزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ ﴿۱۷﴾ يَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا وَالَّذِينَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ أَلَا إِنَّ الَّذِينَ يُمَارُونَ فِي السَّاعَةِ لَفِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ﴿۱۸﴾ اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ ﴿۱۹﴾ مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ ﴿۲۰﴾

اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه نازل کړی دی کتاب دحق دپاره او تله او څه څیز تاله خبردرکوی په باره دقیامت کښی یقیناً قیامت خو نزدی دی ﴿۱۷﴾
په تلواری غواړی دی لره هغه کسان چه ایمان نه راوړی په دی باندی اوهغه کسان چه ایمان راوړی او ویریږی دقیامت نه اویقین کوی چه یقیناً‌ دا (قیامت) حق دی خبرشئ یقیناً هغه کسان چه جگړه کوی په باره دقیامت کښی خامخا په گمراهئ لری کښی دی ﴿۱۸﴾
اللّه تعالٰی پوره مهربانی کوی دبندگانو خپلوسره روزی ورکوی چاله چه اوغواړی او اللّه تعالٰی قوت والا دی زورآور دی ﴿۱۹﴾
څوک چه اراده کوی (په عمل خپل سره) گټه د آخرت زیات ورکوؤ مونږ ده لره په گټه دهغه کښی اوڅوک چه اراده کوی په عمل سره گټه ددنیا ورکوؤ مونږ ده ته دهغی نه او نه به وی ده لره په آخرت کښی هیڅ برخه ﴿۲۰﴾

[۱۷] په دی کښی ترغیب دی حجت د اللّه تعالٰی ته روستو دابطال دحجت د مخالفینو نه (الْكِتَابَ) مراد ترینه جنس کتابونه مخکنی دی (وَالْمِيزَانَ) مراد ددی نه قرآن کریم دی یا مراد د دواړنه قرآن دی اوعظف دصفت دی په صفت باندی یا مراد د المیزان نه تحقیق د دلیلونو دی دپاره دفرق دحق او باطل ددی دپاره چه دطریقی داهل جهل اوتقلید نه بچ شی - (سراج المنیر)
[۱۸] په دی کښی ذکردحال دقیامت دی او زجردی منکرینو ته په استعجال او مِراء (جگړه کولو) سره او مدح دمؤمنانو ده په اشفاق او یقین کولوباندی -
[۱۹] دا دلیل عقلی دی په رد دشرک فی الولایة والکحم باندی او (لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ) کښی اشاره ده چه لوی لطف او مهربانی انزال د قرآن دی - تفسیرقرطبی کښی دلطیف شل معنی ذکردی او امام رازی وئیلی دی چه دا لفظ‌ مشتمل دی په دی اوصافو دعلم باندی په باریکو امورو سره او رحمت خاصه دی او رفق (مهربانی) ده -
[۲۰] روستو د ذکرکولود رزق ددنیا نه تزهید فی الدنیا او ترغیب آخرت ذکرکوی (حَرْثَ) کرونده کول دی مراد ددی نه جزاء ده او بِعَمَلِهِ پټ دی یعنی په نیک عمل کښی اراده دجزاء د آخرت کوی یا بِرِزْقِهِ پټ دی یعنی کوم مال چه اللّه تعالٰی ورکړی دی نوپه هغی سره آخرت گټی (نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ) په دنیا کښی زیادت دادی چه مال کښی ورله برکت اچوی اودنیک اعمالو توفیق ورکوی (وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا) یعنی مال ذریعه اوگرځوی ددنیا د رفعت اوعزت حاصلولو دپاره یاپه نیک عمل کښی اراده ددنیا کوی یعنی عبادت او ددین کار قرآن لوستل وغیره ددنیا په نیت باندی کوی (وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ) په دی کښی اشاره ده چه چا یو نیک عمل سره ددنیا اقتدار یا اجرت اراده کړی وی نو هغه اجرت اخستل به یا جائزوی یا ناجائز لیکن آخرت کښی به ئی ثواب برباد وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>