إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۵ الشورىٰ

أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۱﴾ تَرَى الظَّالِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ ﴿۲۲﴾

آیا شته ددوی شریکان (د اللّه تعالٰی سره) چه جوړکړی وی دوی لره د دین نه هغه خبری چه اجازت نه دی ورکړی د هغی اللّه تعالٰی اوکه چیری نه وی نیټه لیکلی شوی د فیصلی نوفیصله به (اوس) کړی شوی وی په مینځ ددوی کښی اویقیناً ظالمان دوی لره عذاب درد ناک دی ﴿۲۱﴾
وینی به ته ظالمان ویریدونکی د هغه عملونو نه چه دوی کړی دی او (سزا) دهغی به را پریوځی په دوی باندی او هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی برابردسنت سره په باغیچو دجنتونو کښی به وی دوی لره به هغه څه وی چه دوی غواړی په نیز درب ددوی دا فضل ډیر لوی دی ﴿۲۲﴾

[۲۱] دا زجردی په شرک فی التشریع و الحکم باندی متعلق دی د (۱۳) او (۱۷) سره - یعنی په شرع او کتاب د اللّه تعالٰی کښی خو شرک او دا کارونه مشرکانه جائزنه دی نو آیا دا کارونه دوی لره نورو الِهؤ جائز گرځولی دی او نور الٰهه سیوا د اللّه تعالٰی نه خو نشی کیدی نومعلومه شوه چه شرک کول په ټولو انواعو سره جائزنه دی اوددی آیت نه ډیری مسئلی معلومیږی اول داچه یوقسم د اقسامو دشرک نه شرک فی الحکم والتشریع دی او دیته شرک فی الاطاعة او شرک فی التحلیل والتحریم هم وئیلی کیږی، دوهم داچه شارع په حقیقت کښی یو اللّه تعالٰی دی که چیری پیغمبرباندی اطلاق کړی شوی وی نوهغه په معنیٰ دشرع بیانوونکی وی - دریمه مسئله ائمه مجتهدین شرع جوړوؤنکی نه دی بلکه ددلیل شرعی نه احکام را ویستونکی دی نوکله به صحیح وی اوکله به خطا وی - څلورمه مسئله یو امام مجتهد یا مفسر، استاد، پیر دتحلیل او تحریم اختیارمند گنړل دا هم شرک دی، پنځمه مسئله دکوم یو عالم او پیر په کارونو دشرک او بدعاتو اوفسق و فجور کښی تابعداری کول دا تقلید شرکی دی - شپږمه مسئله دیو امام مجتهد تقلید په داسی طریقه کول چه آیات قرآنیه اوحدیث صحیحه صریح نه قول دهغه مخالف ښکاره شی لیکن بیاهم په قول دهغه امام باندی عمل کوی په دی بهانی سره چه دی زمونږنه ښه پوهیدلو دا تقلید هم گمراهی ده -
[۲۲] په دی آیت کښی دوه ډلی ذکرکوی یو شرک فی التشریع کوؤنکی نوهغوی ته تخویف اخروی ورکوی اودوهمه ډله مؤحدین چه په دلیل شرعی پسی روان وی نوهغوی ته بشارت اخرویه ورکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>