إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۶ الشورىٰ
ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَنْ يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ ﴿۲۳﴾ أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَإِنْ يَشَإِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَى قَلْبِكَ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۲۴﴾ وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ﴿۲۵﴾
دا هغه څیز دی چه زیری ورکوی اللّه تعالٰی بندگانو خپلوته دا هغه کسان دی چه ایمان ئی راوړی دی او علمونه ئی کړی دی په برابردسنت سره ته اوایه زه نه غواړم ستاسونه په دی باندی هیڅ بدله مگرچه مینه اوکړئ په نزدیکت د اللّه تعالٰی کښی او چاچه اوکړه نیکی زیاتوؤ مونږ ده لره په هغی کښی ښائست یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی قبلوؤنکی د عملونو دی ﴿۲۳﴾
ایا دوی وائی چه جوړکړی دی ده په اللّه تعالٰی باندی دروغ نوکه اوغواړی اللّه تعالٰی مهربه اولگوی (که دروغ ئی جوړکړی وی) ستا په زړه باندی او ورانوی اللّه تعالٰی باطل لره او ښکاره کوی حق لره په خپلو کلمو سره یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه خبرو چه په سینو کښی دی ﴿۲۴﴾
او اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه قبلوی توبه دبندگانو خپلو نه اومعافی کوی دبدونه او پوهه دی په هغه کارونو چه تاسو کوئ ﴿۲۵﴾
[۲۳] د آیت په اول کښی تاکید دی دتیرشوی بشارت، او تاکید په پنځه طریقو سره دی (قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا) هرکله چه بشارت ورکولو کښی عادتاً خلق عوض غواړی اوهغه د اخلاص خلاف ده نو اوئیلی شو چه پیغمبر ﷺ په دی باندی هیڅ عوض نه غواړی نو سوال حقیقتاً او نه سوال حکماً یعنی طمع لرل هم نه کوی (إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى) یعنی ځکه هیڅ قسم اجرنه غواړم اوفرض کړئ که چیری مودة فی القربیٰ اجروی نوهغه غواړم لیکن هغه خو اجر نه دی ځکه اجردنیوی هغه څیز ته وئیلی کیږی چه په هغه سره دنیوی ترقی اجیرته حاصلیږی اوپه مودة فی القربیٰ سره خو فائده پیغمبر ته نه رسیږی اونه په هغی سره دنیوی ترقی دهغه حاصلیږی -
فائده: المودة فی القربیٰ کښی دری قولونه دمفسرینو دی اول قول دمجاهد او د حسن بصری دی اوقول دمجاهد لره قرطبی په سند مرفوع سره نقل کړی دی هغه دادی، چه غواړم ستاسو نه داخبره چه مؤدت د اللّه تعالٰی اوکړئ اوهغه ته تقرب حاصل کړئ په طاعت سره، نوقربیٰ په معنیٰ د دتقرب الی اللّه دی اودائی طرف د دمؤدت گرځولی دپاره د تاکید او دمبالغی، دوهم قول دشعبی او د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه قربیٰ په معنیٰ دقرابت نسبی د رسول اللّٰه ﷺ دی چه دقریشو ټولو خاندانونو سره دهغه خپلوی وه نو معنیٰ داده، چه زه خو ستاسو نه هیڅ اجرنه غواړم لیکن غواړم چه تاسول لحاظ اوکړئ ځما دقرابت او دخپلولی، دریم قول دکلبی او سدی نه نقل دی چه مراد د قربیٰ نه ذوی القرابت د نبی ﷺ دی چه هغه اهل بیت دهغه دی یعنی زه ستاسو نه هیڅ نه غواړم لیکن دا غواړم چه ځما داهل بیتوسره مؤدت او محبت کوئ هغوی ته اذیت مه ورکوئ، اوهغه د هغه ازواج مطهرات او آل دی - نواحترام او محبت د آل د رسول اللّٰه ﷺ او دبیبیانو دهغه سره لازم دی په امت باندی لیکن بغیر دافراط او تفريط نه -
[۲۴] دا زجردی په انکار د رسول یعنی هغه څوک چه مودة فی القربیٰ نه کوی بلکه الټه هغه ته نسبت د افتراء کوی (فَإِنْ يَشَإِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَى قَلْبِكَ) دقتاده په نیز معنیٰ داده، که اوغواړی اللّه تعالٰی (په هغه وخت چه په زړه ستاکښی اراده د افتراء راشی) نوستا په زړه باندی به مهراولگوی، بیابه په هیڅ باندی به نه پوهیږی - او دمجاهد په نیز دیختم معنیٰ یربط او یصبرده او ان په معنیٰ داذا سره ده یعنی اللّه تعالٰی به ستا زړه کښی ربط اوصبرپيدا کوی په وخت د انکار ددوی کښی (الْبَاطِلَ) نه مراد شبهات د منکرینودی چه یوه شبهه دهغی نه نسبت د افتراء کول دی پیغمبرته ﷺ ته -
[۲۵] ترغیب دی توبه کولوته د انکار د نبی ﷺ نه -