إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۷ الشورىٰ

وَيَسْتَجِيبُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَيَزِيدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَالْكَافِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ﴿۲۶﴾ وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَكِنْ يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ ﴿۲۷﴾ وَهُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِنْ بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنْشُرُ رَحْمَتَهُ وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۲۸﴾ وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِنْ دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاءُ قَدِيرٌ ﴿۲۹﴾

او قبلوی اللّه تعالٰی (عملونه اودعا) دهغه کسانو چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی موافق دسنت سره اوزیاتی ورکوی دوی ته دفضل خپل نه او کافران چه دی دوی لره عذاب سخت دی ﴿۲۶﴾
او که فراخه کړی وی اللّه تعالٰی روزی بندگانو خپلولره خامخا سرکشی به ئی کړی وی په ملک کښی لیکن رالیږی اللّه تعالٰی په اندازی سره څومره چه اوغواړی یقیناً اللّه تعالٰی په بندگانو خپلو باندی خبردار لیدونکی دی ﴿۲۷﴾
او اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه راوروی باران روستو د ناامیده کیدلو دخلقو نه اوخوره وی رحمت خپل اوهغه اختیارمند ستائیلی شوی دی ﴿۲۸﴾
اوبعضی ددلیلونو د توحید نه پیدائش د آسمانونو او دځمکی دی اوهغه چه خواره کړی دی په دی دواړو کښی دزنده سرونه او اللّه تعالٰی ددوی په جمع کولوباندی کله چه اوغواړی قدرت لرونکی دی ﴿۲۹﴾

[۲۶] دا نور اکرم او بشارت دمؤمنانو ذکرکوی (وَيَسْتَجِيبُ) دا عام دی دعاگانی قبلول او عبادتونه قبلول او سفارشونه د نورو رونړو دپاره ټولو ته شامل دی اودی زیات تاکید دپاره ئی یستجیب متعدی باالذات اوگرځوؤ -
[۲۷] دا جواب دسوال دی چه هرکله اللّه تعالٰی د مؤمنانو دعاگانی قبلوی نوکله چه دوی فراخی دمال غواړی نو ولی نه ورکوی حاصل جواب دادی چه فراخی د رزق سبب د بغاوت دی نودا دعا ددوی دپاره سبب دخیرنه دی ددی وجی نه ئی نه قبلوی - (سوال) ډیرانبیاء صحابه کرام، اولیاء شته چه دهغوی رزق فراخ وؤ لیکن بغی ئی خو نه ده کړی؟ (جواب) اول دادی چه مراد دفراخی نه دټولو دپاره یوشان فراخی ده یعنی که ټول بندگان مالدارشی نویو ته به ئی حاجت پاتی نشی نو دهریان به شی - نظام عالم به خراب شی عبادات مالیه به د دنیا نه ختم شی نوددی وجی اللّه تعالٰی بعضی مالدار کړل او بعضی فقیران - دوهم جواب دادی چه مراد ددی نه بعضی خاص مؤمنان مراد دی چه اللّه تعالٰی دهغوی د حال نه خبردی که چیری هغوی له مالداری ورکړی نوفسادونه او گناهونه به شروع کړی یابه زیاتی غواړی اوپه دنیاباندی به نه مړیږی -
[۲۸] دا دلیل عقلی دی په توحید باندی -
[۲۹] دا بل دلیل عقلی دی په رد دشرک فی الولایة باندی اودا دلیل په ډیرو دلیلونو مشتمل دی ځکه علوی او سفلی او وسطی نظام ئی په کښی ذکرکړی دی اودتوحید سره دقیامت اثبات ‌ئی ذکرکړی دی (مِنْ دَابَّةٍ) (سوال) دَابَّةٍ، هغی ته وائی چه په ځمکه گرځی اوهغه په عرف کښی څاروی دی بلکه آسونو ته وئیلی کیږی نوپه ملائکوباندی څه رنگ اطلاق صحیح کیږی؟ اول جواب دادی چه مراد د دَآبة نه هرذی روح حرکت کوؤنکی دی نو ملائکوته هم وئیلی کیدی شی - دوهم جواب دادی چه فیها نه مراد یودی یعنی ځمکه اود تثنیی ضمیر لکه دیو دپاره استعمالیږی - لکه یخرج منهما اللؤلؤ والمرجان لیکن دا په هغه څیزکښی ذکرکیږی چه دوؤ څیزونونه یو شی پیدا شوی وی - نو ددابی په پیداکولو کښی آسمانی او ارضی اسباب ددواړو شرکت دی لکه چه د لؤلؤ مرجان په پیدا کیدلو کښی د دواړه قسمو ابو اختلاط دی - دریم جواب دادی چه آسمانی بعضی ملائکوباندی د اوعال (صحرائی پیسانو) اطلاق په یو حدیث کښی کړی شوی دی چه د هغوی دزنگنانونه تر سوؤ پوری دومره فاصله ده لکه په مینځ د آسمان او ځمکی کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>