إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۸ الشورىٰ
وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ ﴿۳۰﴾ وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۳۱﴾ وَمِنْ آيَاتِهِ الْجَوَارِ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ ﴿۳۲﴾ إِنْ يَشَأْ يُسْكِنِ الرِّيحَ فَيَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلَى ظَهْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۳۳﴾ أَوْ يُوبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوا وَيَعْفُ عَنْ كَثِيرٍ ﴿۳۴﴾ وَيَعْلَمَ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِنَا مَا لَهُمْ مِنْ مَحِيصٍ ﴿۳۵﴾
اوهغه چه اورسیږی تاسو ته څه مصیبت نوپه وجه دهغه عمل سره دی چه کړی دی لاسونو ستاسو اومعافی کوی د ډیرونه ﴿۳۰﴾
او نه ئی تاسو عاجز کوؤنکی اللّه تعالٰی لره په ټول ملک کښی او نیشته تاسو لره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ بچ کوؤنکی اونه مددگار ﴿۳۱﴾
او بعضی دلیلونو دتوحید د هغه نه روانی کشتئ دی په دریاب کښی په شان د غرونو ﴿۳۲﴾
که چیری اوغواړی اللّه تعالٰی نو اوبه دروی هوا نوهمیشه به وی کشتئ ولاړی په شا ددریاب باندی یقیناً په دی کښی ډیر دلیلونه دی هر ډیر صبرناک ډیر شکرگذار دپاره ﴿۳۳﴾
یا به هلاکی کړی کشتئ په وجه د عملونو او معافی کوی د ډیرو نه ﴿۳۴﴾
اوچه یقین اوکړی هغه کسان چه جگړه کوی په آیاتونو ځمونږ کښی چه نیشته دوی لره هیڅ ځای د تختیدلو ﴿۳۵﴾
[۳۱،۳۰] دا تخویف دنیوی دی یعنی گناهونه سبب دمصیبت اود عذاب دنیوی دی داخطاب دی مؤمنانوته چه دهغوی دبعضی گناهونو عقوبت په دنیا کښی ورکوی په ذریعه د مرضونو، غمونو، قرضونو وغیره سره اوډیر گناهونه ورته بغیر دعقوبت نه معاف کړی (وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ) دعذاب نه دبچ کیدلو دپاره دری طریقی دی یودانسان خپل قوت او زور دی نوهغه ئی نفی کړو په دی جملی سره اودوهمه طریقه په ذریعه ددوست سره اودریمه طریقه نفس مددگار اگرچه دوست نه وی نوهغه ئی ردکړو په روستو جملی سره -
[۳۵،۳۴،۳۳،۳۲] دا بل دلیل عقلی دی په توحید باندی چه تعلق لری دتصرف سره په دریابونو کښی او ورسره دتخویف د عذاب دی په دریاب کښی (صَبَّارٍ شَكُورٍ) مراد دصبار او شکورنه مؤمن دی اوهرکله چه سفر ددریاب کښی ډیر خطرات وی نودهغی دپاره ډیر صبر په کار دی اودهغی نه په نجات موندلو کښی ډیر نعمتونه دی نوپه هغی باندی ډیره شکریه په کار دی ددی وجی نه په سورة لقمان (۳۱) کښی هم سفر ددریاب سره داصفت ذکرکړی دی (وَيَعْلَمَ) دا متعلق دی د دواړه حالتونو سره یعنی هرکله چه کشتئ اودروی یا غرقه ئی کړی نودغه وخت کافران مشرکان پوهه شی چه ځمونږ معبودان مونږ له نجات نشی راکولی بلکه صرف اللّه تعالٰی ته چغی وهی لکه دا سورة یونس، عنکبوت، لقمان کښی تیر شوی دی -