إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۷۹ الشورىٰ

فَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۳۶﴾ وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ ﴿۳۷﴾ وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿۳۸﴾

نو هغه چه درکړی شوی دی تاسوته هرڅیز چه دی نو سامان د مزی د ژوند دنیوی دی او هغه چه اللّه تعالٰی سره دی غوره دی او همیشه دی دپاره دهغه چاچه ایمان لری اوپه خپل رب باندی توکل کوی ﴿۳۶﴾
اوهغه کسان چه ډډه کوی د غټ گناهونو او دښکاره بدکارونه او کله چه دوی غصه شی نودوی بخنه کوی ﴿۳۷﴾
او هغه کسان چه قبلوی حکمونه درب خپل اوپابندی کوی د مونځ اوکار ددوی مشوره کول دی په مینځ ددوی کښی اودهغه مال نه چه مونږ ورکړی دی دوی ته خرچ کوی ﴿۳۸﴾

[۳۶] دی کښی تزهید فی الدنیا دی یعنی چاله چه اللّه تعالٰی کشتئ ورکړی وی اوپه معتدله هواگانو کښی گرځوی اود غرق نه بچ وی داخو ددنیا لږه فائده ده نوپه دی سره تکبرکول اوشرک کول او توحید د اللّه تعالٰی هیرول جائزنه دی (لِلَّذِينَ آمَنُوا) د آخرت د نعمتونو دحصل دپاره ذریعه نهه صفتونه ذکرکوی اوپه دی آیت کښی دوه ذکرکړی دی، ایمان، توکل کول په اللّه تعالٰی باندی په اول صفت کښی اشاره ده چه دشرک جلی نه بچ کیدلوته اوپه دوهم کښی اشاره ده ځان بچ کول دشرک خفی نه ځکه چه په توکل کښی دا معنیٰ ده چه د اللّه تعالٰی نه سیوا بل هیڅ څیز ته التفات نه کوی -
[۳۷] په دی کی دریم او څلورم صفت ذکرکوی - هغه دواړه مخکنی ایجابی صفتونه وو اودا دواړه سلبی صفتونه دی (كَبَائِرَ الْإِثْمِ) هرهغه گناه چه دهغی عقوبت ډیراو سخت وی شرک، قتل، زنا، غلا، دمورپلارنافرمانی، جادو، په دروغه قسم کول بهتان وغیره دا کبیره دی (وَالْفَوَاحِشَ) دا خاص دی پس د عام نه یعنی گناهونو کښی هغه چه عقل او طبع ترینه هم نفرت کوی اودهغی قباحت هرعقل والا ته ښکاره وی لکه زنا، دروغ، دهوکه، خیانت وغیره په کښی داخل دی (وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ) مخکښی حقوق اللّه ذکر وو اوپه دی کښی حقوق العباد ذکرکوی اودا صفت د اعتدال دی یعنی که څوک دده بی عزتی کوی نو غصه کیږی دغیرت دوجی نه لیکن بیا بدله نه اخلی بلکه بخشش کوی -
[۳۸] په دی کښی پنځم، شپږم، اووم او اتم صفت ذکرکوی (وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ) په دی کښی اشاره ده اتفاق او اتحاد ته چه سبب دهغی مشوره کول دی دیوبل سره او مشوره دپاره د احکامو جوړولو نه ده بلکه دپاره د چلولو د احکامو ده اودی ته اسلامی شوریٰ وئیلی کیږی اوهرچه مغربی شوریٰ او جمهوریت دی نوهغه د احکامو دجوړولو دپاره وی اوهغه شرک دی اوپه دی سورة کښی داصفت ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه دعویٰ ددی سورة توحید فی الحکم وو نودهغی د جاری کولو دپاره شوریٰ په کار ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>