إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۰ الشورىٰ

وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنْتَصِرُونَ ﴿۳۹﴾ وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ﴿۴۰﴾ وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ ﴿۴۱﴾ إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۴۲﴾ وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ ﴿۴۳﴾ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ وَلِيٍّ مِنْ بَعْدِهِ وَتَرَى الظَّالِمِينَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَى مَرَدٍّ مِنْ سَبِيلٍ ﴿۴۴﴾

او هغه کسان چه کله اورسیږی هغوی ته زیاتی دچانه نودوی بدله اخلی ﴿۳۹﴾
او بدله دبدئ بدی وی په شان د هغی نوچاچه معافی اوکړو اوښه عمل ئی اوکړو نوثواب دده دی په اللّه تعالٰی باندی یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی ظالمان ﴿۴۰﴾
او خامخا چاچه بدله واخستله روستو دظلم کیدلونه په ده باندی نو دغه کسان نیشته په دوی باندی هیڅ ملامتیا ﴿۴۱﴾
یقیناً ملامتیا په هغه کسانو باندی ده چه ظلم کوی په خلقو باندی اوسرکشی کوی په ملک کښی په ناحقه سره دغه کسان دوی لره عذاب دردناک دی ﴿۴۲﴾
او خامخا چا چه صبراوکړو او بخنه ئی اوکړه یقیناً داد فرض کړی شوی کارونو نه دی ﴿۴۳﴾
او هغه څوک چه اللّه تعالٰی ئی بی لاری کړی نو نیشته هغه لره هیڅ څوک بچ کوؤنکی روستو دبی لاری کولونه او وینی به ته ظالمانولره هرکله چه دوی اوینی عذاب لره وائي‌ به دوی آیا شته دی واپسئ‌ ته څه لار ﴿۴۴﴾

[۳۹] په دی کښی نهم صفت ذکردی (سوال) دڅلورم صفت او ددی صفت په مینځ کښی منافات دی (اول جواب) دادی چه جنایت کوؤنکی دوه قسمه دی اول هغه دی چه په خپل جنایت کولو باندی نادم (پښیمانه) وی نوهغی ته معافی کول په کار دی او دوهم هغه دی چه په جنایت باندی کلک دی او ظلم نه پریږدی نودهغه نه انتقام اخستل دی - دوهم جواب دادی چه اول په باره د غضب کولو په وخت د دعوت کښی دی یعنی په وخت ددعوت او تبلیغ کښی چه څوک زیاتی اوکړی او کنځل اوکړی او داعی غصه شی لیکن مغفرت کوی اودوهم په باره ددنیوی امورو کښی دی -
[۴۰] په دی کښی طریقه د انتصار او شرط دبدل اخستلو ذکرکوی چه برابروالی دی اوبیائی ترغیب ذکرکړی دی اعلٰی وصف ته چه عفو کول دی -
[۴۲،۴۱] په دی کښی دفع دوهم ده چه هرکله یو مظلوم بدل د ظالم نه واخلی نوبعضی ناپوهه خلق په دی مظلوم باندی ملامتیا وائی نوپه دی آیت کښی په هغوی باندی رد دی اودا بدله اخستل عام دی که په بدن کښی وی یامال کښی یاپه عزت کښی -
[۴۳] (عَزْمِ الْأُمُورِ) هغه کارونه چه په شرع کښی په طریقه دعزیمت سره مطلوب دی اگرچه مقابل کښی رخصت باندی عمل جائز دی -
[۴۴] په دی کښی تخویف اخروی دی هغه چالره چه د مخکښی صفتونو نه محروم وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>